• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنیف اتمر د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې بریا وستایله

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر، د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا پر وړاندې د ۲۸ منډو په توپیر د بریا ستاینه کړې او ویلي دي چې دغه بریا د هېواد لپاره ویاړ، خوښي او هیله ده.

اتمر په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «د افغان ځوانانو ویاړمند کارونه د ویاړ، خوښۍ او د هېواد د راتلونکي لپاره د امید سبب ګرځي. له دوی د لا ډېرې بریا هیله لرم.»

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

اتمر د لوبډلې دغه بریا د هېوادوالو لپاره د خوښۍ او د افغان ځوانانو د استعداد د څرګندولو یوه مهمه لاسته راوړنه بللې او د لا ډېرو بریاوو هیله یې څرګنده کړې.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ویسټ‌انډیز پخواني نامتو کرېکټ لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړي وستایل

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۰

د ویسټ‌انډیز پخواني کرېکټ لوبغاړي او نامتو مبصر اېن بېشپ د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې له بریا وروسته له دوی سره کتلي او افغان لوبغاړي یې د نننۍ غوره لوبې له امله ستایلي دي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د ویسټ‌انډیز پخواني لوبغاړي او د کرېکټ مشهور مصبر اېن بېشپ د افغان لوبغاړو سره د لېدنې پرمهال د کرېکټ په برخه کې خپلې تجربي شریکې کړي او ویلي یې دي، چې ټوله نړۍ د افغان ځوانانو لوبې له نږدې څاري.

نوموړي د افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو نننۍ غوره لوبې ته په اشارې ویلي، چې په خپلو غوره لوبو سره د نړۍوال جام په راتلونکو سیالیو کې لا غوره پایلې ترلاسه کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې په خپل لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو نړۍوال جام سیالۍ په بریا سره پیل کړې

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو نړۍوال جام په خپلې لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا د نولس کلنو لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان او سوېلي افریقا د نولس کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د نن لوبې پچه د سوېلي افریقا لوبدلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۶ منډې جوړې کړې او سوېلي افریقا لوبډلې ته یې د ۲۷۶ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبدلې په ګټه فیصل‌خان شینوزاده ۸۱، خالد احمدزي ۷۳ او عزیزالله خان نیازي ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې افغان توپ‌اچوونکو د غوره توپ اچونې په پایله کې د سوېلي افریقا لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۷،۴ اورونو کې وسوځول او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر وګټله.

د کرېکټ بورډ نوی قانون؛ افغان لوبغاړي به په کال کې يوازې په درېیو بهرنيو ليګونو کې لوبېږي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۴ GMT+۰

رويټرز خبري اژانس په خپل راپور کې د افغانستان کرېکټ بورډ له‌خوا نوی تصويب شوی قانون څېړلی، چې له مخې يې په بهرنيو سوداګریزو ليګونو کې د لوبغاړو د ګډون شمېر محدود شوی. په راپور کې همدارنګه د نړۍ په نورو هېوادونو کې د ورته قوانينو جاج هم اخېستل شوی.

دغه قانون مسلکي لوبغاړي مکلفوي، چې پر ملي سياليو ډېر تمرکز ولري. د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلان له مخې؛ د هېواد ملي لوبغاړي به له دې وروسته په يو کال کې يوازې په درېیو بهرنيو سوداګریزو ليګونو کې د لوبېدو اجازه ولري.

د نوې پاليسۍ له مخې؛ هغه لوبغاړي چې له افغانستان کرېکټ بورډ سره مرکزي قرارداد لري، د کورني ليګ له جبري ګډون سربېره کولای شي په کال کې په درېيو بهرنيو سوداګریزو ليګونو کې هم برخه واخلي. کرېکټ بورډ وايي، د دغه قانون موخه د لوبغاړو د بدني چمتووالي ساتنه، د رواني سلامتيا خوندي کول او د سياليو د فشار ښه مديريت دی؛ څو لوبغاړي وکولای شي د ملي لوبډلې سياليو ته په بشپړ تمرکز او امادګۍ سره حاضر شي.
د رويټرز د راپور له مخې؛ د افغانستان د کرېکټ وتلی ستوری راشد خان د هند، متحده عربي اماراتو، امريکا، سویلي افريقا او انګلستان په معتبرو ليګونو کې لوبېږي. د نوي قانون له مخې؛ هغه به په ۲۰۲۶کال کې يوازې په درېيو ليګونو کې د ګډون اجازه ولري.

همدارنګه نور احمد، مجيب‌الرحمان، رحمان‌الله ګربز، الله‌محمد غضنفر او يو شمېر نور افغان ملي لوبغاړي چې هر کال په څو نړۍوالو ليګونو کې برخه اخلي، هم د دغه قانون تر پوښښ لاندې راځي.

رويټرز زياتوي، چې ورته قانون په نورو هېوادونو کې هم پلي کېږي. په پاکستان کې هغه لوبغاړي چې مرکزي قرارداد لري، يوازې په دوو بهرنيو ليګونو کې د ګډون اجازه لري. په داسې حال کې چې په هند کې د مرکزي قرارداد لرونکي نارينه لوبغاړي په هېڅ بهرني ليګ کې د لوبېدو اجازه نه‌لري.

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله سبا د سوېلي افریقا د لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډله به سبا د نولس کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې د سوېلي افریقا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د نولس کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ نن پیل شوې او د افغانستان د نولس کلنو کم عمره لوبډله سبا خپله لومړۍ لوبه د سوېلي افریقا د نولس کلنو کم عمره لوبډلې پروړاندې ترسره کوي.

یاده لوبه سبا د جمعې په ورځ د افغانستان پر وخت د غرمې پر ۱۲ بجو ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یاد نړۍوال جام لپاره څو ورځې وړاندې لوبډله اعلان کړې وه او د نړۍوال جام څخه وړاندې یې د ځینو هېوادونو له نولس کلنو کم عمره لوبډلو سره تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړې دي.

کابل ته تر ستنېدو وروسته؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپل تمرین پیل کړ

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له هرات نه د درېیو تمریني لوبو تر ترسره کولو وروسته تېر ماښام کابل ته ورسېده او خپله لومړنۍ تمریني لوبه یې د ټولو لوبغاړو په حضور او د لوبډلې د لوبډلمشر مجید مرتضایي تر څار لاندې ترسره کړه.

په تېرو ورځو کې د هرات په تمرینونو کې ایراني روزونکو او د لوبډلې درېیو لوبغاړو حضور نه لاره؛ خو کابل ته له ستنېدو سره افغان لوبډلې خپل تمرینونه یو ځل بیا پیل کړل. افغان لوبغاړي هم کابل ته تر ستنېدو وروسته د مینه‌والو له تود هرکلي سره مخ شول.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې له څو اونیو راهیسې یې د ایران په مشهد ښار کې خپل تمریني لوبې ترسره کولې، د ایران حکومت پر ضد د روانو ولسي اعتراضونو او کړکېچن امنیتي وضعیت له امله پرېکړه وکړه چې د چمتووالي او راتلونکو پروګرامونو د دوام لپاره بېرته افغانستان ته ستنه شي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په کابل کې څو نورې تمریني لوبې هم ترسره کړي او تر دوو ورځو وروسته به د دوو دوستانه سیالیو د ترسراوي لپاره ویتنام ته سفر وکړي. دغه لوبډله به وروسته د دوو نورو لوبو لپاره ټایلنډ ته ولاړه شي او له هغې وروسته به اندونیزیا ته چې د ۲۰۲۶کال د اسیا د فوټسال جام کوربه هېواد دی، سفر وکړي.

100%
100%