• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په نیمروز کې ایران ته د ۲۸۶ نظامي دوربینونو د قاچاق مخه نیولې ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ددې ډلې د نیمروز امنیې قومندانۍ نن شنبه دوه تنه له ۲۸۶ دوربینونو سره نیولي دي. یادو کسانو دغه دوربینونه په یو مسافر‌وړونکي موټر کې ځای پرځای کړي و او غوښتل یې چې له کندهار څخه یې لومړی نیمروز او بیا له هغه ځایه ایران ته قاچاق کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه نیول شوي کسان نیمروز کې د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د پخواني حکومت څخه ورته پاتې وسلې او نظامي وسایل یې خوندي دي خو دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د سپکو او درندو وسلو د قاچاق د مخنیوي رپوټونه ور کوي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام تر پرځېدو او د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته د پرمختللو وسلو پاتې کېدو د سیمه ییز امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.

خو د طالبانو خبره دا ده، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو له لوري د ناټو او امریکایي ځواکونو کارېدونکې وسلې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د لېږدولو پر مهال برمته او غلا شوې وې او په تور بازار کې په اسانه موندل کېدې.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې د بسونو او بار وړونکو موټرو لپاره د نړیوالو پلېټونو د وېش بهیر پیل شو

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د تلونکو بسونو، ټکسی او بار وړونکو موټرو ته د بین‌المللي پلېټونو د وېش لړۍ پیل شوه. دا لړۍ په لومړي ځل هرات کې پیل شوې او ټاکل شوې چې په وروستیو پړاوونو کې به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د طالبانو د هرات ولایت مقام نن شنبه، د مرغومي ۲۷ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا لړۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي رییس په حضور کې پیل شوه.

دوی په اعلامیه کې لیکلي، چې د هرات په ولایت کې به ۶۰۰عرادې ټکسي او بسونه او نږدې ۷زره باروړونکو موټرو ته نړیوال پلېټونه ووېشل شي.

د دې اقدام موخه ټرافیکو کې د غوره نظم رامنځته کول، د نقلیه وسایطو تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرول او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو پیاوړتیا ده.

طالبان ددې پېلټونو په بدل کې څومره مالیه او فیس اخلي په دې اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

ملا هبت الله ۱۲ طالب چارواکي تغیر او تبدیل کړي دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې ددې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې د بېلابېلو ادارو ۱۲ مسوولین په خپلو څوکیو کې تغیر او تبدیل کړي دي. په دې ګمارنه کې د لوا قومندان مولوي نورالدین د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکلی شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه، پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې ددې ډلې د سرپل ولایت مخکنی امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري د بدخشان ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د ملاهبت په دې ګمارنو کې د بدخشان ولایت مخکنی امنیه قومندان نیک محمد ملنګ د سرپل ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی.

د فاریاب پوهنتون مخکنی رییس حمید ﷲ ارشاد دتخار ولایت د مرستیال په توګه ټاکلی.

په یوه بله ګمارنه کې د طالبانو د تخار ولایت مخکنی مرستیال محمد نادر حقجو د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پیاده لواء د قومندان په توګه او د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ د داخلي امنیت مخکنی مدیر عبد ﷲرحماني د همدې ولایت د پوهني د رئیس په توګه ټاګلی دی.

د طالبانو په مشر نیوکې دي، چې د خپل واک پراخولو لپاره ډېری کسان له ټیټو څوکیو څخه وزارتونو، معینيتونو، ولایتونو او د پوځ لوړو څوکیو ته بدل کړي دي.

ملاهبت الله د خپل طبعیت له مخې د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې هېڅ سیاسي ګوند او د دغه ډلې د نظریاتو خلاف کسانو ته ځای نه ورکوي. نړۍوال بنسټونه او حکومتونه نیوکې کوي، چې طالبانو په افغانستان کې حکومتي سېسټم یوازې تر خپلې ډلې پورې محدود کړی او نورو افغانانو ته په دولتي دندو او لوړو حکومتي څوکیو کې ونډه نه ورکوي.

طالبان وایي چې سږ کال یې اړمنو کسانو ته ۱۱،۷ میلیارده افغانۍ نغدي مرسته ورکړې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي چې د روان ۱۴۰۴ مالي کال له پیل راهیسې یې د پلازمینې په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې شاوخوا ۱۱ میلیارده او ۷۳۰ میلیونه افغانۍ د میاشتنیو نغدي مرستو په توګه د یتیمانو، کونډو او معلولینو بانکي حسابونو ته لېږدولي دي.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن شنبه د مرغومي(۲۷مه) خپره شوې راغلي، چې دا مرستې په بشپړ شفافیت سره د نږدې ۶۵۰ زره مستحقو کسانو حسابونو ته حواله شوې دي او د مرستو د وېش بهیر لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د تلې میاشت کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس فيصل خاموش ویلي وه، چې تر اوسه پورې ورسره ۶۹۴زره ۹۷۸کونډې، یتمیان او معلولین د مرستو لپاره ثبت شوي دي.

دغه چارواکي هغه مهال دا هم ویلي وه،چې مرستندویه ادارو سږ کال له ۷۰زره اړمنو کورنیو سره د ۱۰مېلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېلې مرستې کړې دي.

طالب چارواکو په قطر کې د فرانسې له شارژدافیر سره د روغتیایي همکاریو په اړه خبري کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، عبدالولي حقاني، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته تللی او هلته یې د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره د روغتیایي همکاریو د پراختیا په موخه لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې نن د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) خپره شوې، عبدالولي حقاني د فرانسې له حکومت څخه د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ او د اوږدمهاله او دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر جوړولو او افغانستان ته د فرانسوي ډاکټرانو د لېږلو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

بلخوا، د فرانسې شارژدافیر د خپل هېواد له لوري د روغتیایي همکاریو د دوام ژمنتیا څرګنده کړې ده.

طالبان: د کابل کې اووه وسله‌وال غله له وسلو او غلا شوو توکو سره نیول شوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د طالبانو اړوند د کابل امنیه قومندانۍ وایي چې امنیتي ځواکونو یې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې اووه تنه وسله‌وال غله نیولي، چې د ښار له یوه کور څخه یې قیمتي توکي غلا کړي وو.

د کابل امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د جدي میاشتې په ۲۷مه د پنځمې حوزې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال له څلورو میله تومانچو، برچو او غلا شوو قیمتي اجناسو سره یو ځای نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د امنیت د ټینګښت او د غلاوو او جنایي پېښو د مخنیوي لپاره به د پولیسو عملیات دوام ولري.