په پاکستان کې د امریکا سفارت د کډوالۍ ویزو د ځنډ اعلان کړی

په پاکستان کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې د ټرمپ ادارې د پرېکړې له مخې، د ویزو د غوښتونکو د سختې څېړنې او ارزونې په موخه، د ځینو هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ویزو ورکول ځنډول شوي دي، چې د دې هېوادونو په ډله کې پاکستان هم شامل دی.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د جنورۍ له ۲۱مې نېټې څخه د کډوالۍ ویزو صدور په موقتي ډول ودروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا ځنډ به تر هغې دوام ولري چې ډاډ ترلاسه شي ټول نوي کډوال د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د څېړنې له بشپړ پړاو څخه تېر شوي او په ځانګړي ډول پر دولتي مرستو به تکیه نه کوي.
د امریکا سفارت ټینګار کړی چې دا پرېکړه یوازې د کډوالۍ ویزو پورې اړه لري او غیرکډوال ویزې، لکه سیاحتي، تحصیلي، ورزشي، کاري ویزې او د هغوی د کورنیو غړي به تر دې پرېکړې اغېزمن نه شي.
