• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: د ترهګرو بیا مېشتولو مسوولین پاکستاني جنرالان قمر جاوید باجوه او فیض حمید دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۰

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې په پښتنوخوا کې د ترهګرو بیا مېشتولو مسوولین د پاکستان د هغه وخت د پوځ مشر قمر جاوید باجوه، د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید، پخوانی ولسشمر عارف علوي او پخوانی لومړی وزیر عمران خان دی. نوموړی وايي ما د دوی پرضد شکایت کړی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان له دې وړاندې ویلي، چې د پاکستان د استخبارانو پخواني مشر فیض حمید ته د هغه د کړنو د جدي پایلو په کچه سزا نه ده ورکړل شوې.

هغه زیاته کړې وه، چې فیض حمید په کابل کې د چای پیالې په پورته کولو سره «۴۰زره وسله‌وال بیا منظم کړل» او په سیمه یې وروتپل.

هغه ویلي و، چې فیض حمید په خیبر پښتونخوا کې هغو کسانو ته ځای ورکړ چې د ده د اجنډا د عملي کولو وسیلې وې، او همدا کسان نن هم د اخلاقیاتو درسونه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د «فیض، باجوه، عمران» ګډه ګټه‌ اخېستونکي تر اوسه له حکومتونو، امتیازونو او واک خوندونه اخلي.

اېمل ولي خان بار بار ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان اړوند وسلوال د پاکستا پوځ پخوانیو جنرالانو ځای پر ځای ترڅو پښتونخوا ناامنه او پښتانه وځپي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د امنيتي ګواښونو له امله؛ په واڼه کې «رستم بازار» د لنډ مهال لپاره تړل شوی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د خيبرپښتونخوا د سوېلي وزيرستان په واڼه ښار کې رستم بازار د امنيتي ګواښونو له امله په لنډمهالي ډول تړل شوی. پوليس وايي، دغه اقدام د باور وړ استخباراتي معلوماتو تر ترلاسه کېدو وروسته د احتياطي تدابيرو په توګه شوی دی.

د پوليسو په وينا؛ له امنيتي خبرتيا سره سم ټول هټۍوال او ملکي وګړي له بازاره و اېستل شول، سوداګريز فعاليتونه ودرول شول او د بازار دننه تګ راتګ محدود کړای شو. د یادې سيمې د پوليسو قوماندان محمد طاهر شاه وایي، اضافي امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د بازار د تګ راتګ لارو پر سر امنیتي پوستې هم جوړې شوې دي.

د دغه بازار تر تړل کېدو وروسته پوليسو د پلټنې عمليات پيل کړي دي. چارواکي ټينګار کوي، چې بازار به يوازې هغه مهال بېرته پرانيستل شي؛ کله چې ټول احتمالي ګواښونه له‌منځه يووړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په شمالي او سوېلي وزيرستان کې د امنيتي پېښو زياتېدو د خلکو ورځنی ژوند او اقتصاد سخت اغېزمن کړی دی. د امنيتي ادارو په وينا؛ د امنیت د ټینګښت په برخه کې د خلکو همکاري اړينه ده او له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې له ګونګوسو ډډه وکړي او مشکوک فعاليتونه له پوليسو سره شريک کړي.

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۱۳ وسله والو د وژلو خبر ور کړی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د پاکستان پوځ وایي، چې د خیبر پښتونخوا په دوو ولسوالیو کې د دوو جلا پوځي عملیاتو پر مهال یې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) لږ تر لږه ۱۳غړي وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو له څانګې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په بنو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د شویو عملیاتو پر مهال ۸وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

پوځ ادعا کوي چې یادو وسله‌ والو په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو پر ضد په بریدونو کې لاس درلود.

همداراز د پوځ په وینا، په کورمې ولسوالۍ کې یې د جلا عملیاتو په ترڅ کې ۵ نور پاکستاني طالبان وژلي دي. د خبرپاڼې له مخې، د دغو عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو د وسله‌والو ځینې پټنځایونه هم له منځه وړي او یو اندازه وسلې او مهمات یې نیولي دي، خو د نیول شویو وسلو کره شمېر نه دی ښودل شوی.

پوځ وایي چې دا عملیات د وسله‌والو د فعالیتونو د مخنیوي، د سیمې د امنیت د ټینګښت او د ولسي وګړو د خوندي کولو په موخه شوي دي.

تر اوسه د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان د پوځ د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي او د وژل شویو کسانو د هویت او شمېر په اړه یې هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

منظور پشتین د راتلونکي نړيوال اقتصادي فورم پر مهال له خپلو پلویانو د لاریون غوښتنه کړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشر منظور احمد پشتین په اروپا کې له خپلو پلویانو غوښتي چې په تيرا، کورمه او نورو پښتون مېشتو ولسوالیو کې د روان ظلم او جبر پر ضد د سویس په داوس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې پر مهال لاريون وکړي.

منظور پشتین په یوه پیغام کې ویلي چې د جنورۍ پر ۱۹مه د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه کې به د پاکستان لومړی وزير شهباز شریف او ګڼ شمېر نور نړيوال مشران ګډون ولري او دا یو مهم فرصت دی چې نړیوال مشران د پښتنو پر وړاندې له روانو ظلمونو خبر شي.

نوموړي لیکلي: «د پي ټي ایم ملګري دې د دغه کنفرانس پر مهال د تالار مخې ته احتجاج وکړي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ويلي، په ياد لاریون کې به د پاکستان د دولتي پاليسيو پر ضد غږ پورته کېږي، چې پکې د تيرا او کورمې ولسوالۍ پوځي عمليات، د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي او لا درکه غړو قضیې، په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې پایلې، په لر او بر وطن کې پر بېګناه ماشومانو او ښځو د بمبار او ډرون بريدونه، او همداراز په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو موضوعات شامل وي.

منظور پشتین ټينګار کړی چې دغه ټول مسایل به له مستندو اسنادو سره نړيوالو دفترونو، رسنيو او چارواکو ته وسپارل شي.

هغه زياته کړې: «پي ټي ایم د نړۍ په هر ګوټ کې د خپل ملت د هيلو او غوښتنو استازولي کوي».

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د پاکستان مرکزي حکومت سره د افغان سوداګرو معلومات شریک کړل

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۰
•
جواد شينواری

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت په پېښور کې د مېشتو څه باندې ۳۰۰زرو افغان سوداګرو په اړه معلومات مرکزي حکومت ته لېږلي دي.

د سرچینو په وینا؛ په دغه معلوماتو کې د افغان سوداګرو د کاروبار ډولونه، په بېلابېلو بازارونو کې د هغوی حضور او همدارنګه د ناقانونه فعالیتونو اړوند جزییات شامل دي. سرچینې زیاتوي، چې په پېښور کې مېشت د افغان کډوالو لویه برخه د «پي او ار» کارتونه لري؛ خو هغه افغانان چې د افغانستان د تجارتي ویزې پر بنسټ په پاکستان کې سوداګریز فعالیتونه کوي، ډېر کم دي.

د معلوماتو له مخې؛ زیاتره افغان سوداګر د پېښور په مهمو سوداګریزو او استوګنیزو سیمو لکه یونیورسټي روډ، ټاون، بورډ بازار او حیات‌اباد کې خپل کاروبارونه پر مخ وړي. سرچینو ویلي، چې په پېښور کې د ۶۴ بازارونو په کچه د افغان سوداګرو حضور ثبت شوی چې په‌کې خیبر بازار، نمک منډي، سبزي منډي او خوشحال بازار په څېر لوی سوداګریز مرکزونه هم شامل دي.

د راپور له مخې؛ د ځینو افغان کډوالو له لوري په ناقانونه توګه د پاکستاني شناختي کارتونو د ترلاسه کولو پېښې هم ثبت شوې دي، چې په دې تړاو د عدلي او قضایي ارګانونو له‌خوا څېړنې روانې دي.

د چارواکو په وینا؛ د پېښور ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو کې هم د افغان سوداګرو پر ضد عملیات روان دي، چې موخه یې د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی او د سوداګریزو چارو قانوني کول ښودل شوي دي.

د افغان کډوالو اېستل؛ له پښتونخوا شاوخوا یو مېلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ د بېرته ستنو شویو کسانو له ډلې ۲۳۰زره او ۴۷۰کسان د «پي او ار» کارت لرونکي، ۷۱زره او ۵۷۰ کسان د افغانستان د پېژندپاڼو لرونکي او ۶۸۶زره او ۷۷۲ نور بیا بې‌اسناده افغانان دي.

یوازې د تېرې ورځې په ترڅ کې د تورخم له لارې ۲زره او ۳۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱ زره او ۵۲۲کسان د پي او ار کارت لرونکي، ۲۷۷ د افغانستان پېژندپاڼو لرونکي او ۵۱۳ نور بیا پرته له قانوني ‌اسنادو په دغه هېواد کې مېشت وو.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.