• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګرینلنډ پر سر لانجه؛ ټرمپ د اقتصادي مجازاتو ګواښ وکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ښايي پر هغو هېوادونو نوې تعرفې ولګوي چې د امریکا سره د ګرینلنډ د الحاق له پلان سره مخالفت کوي. ټرمپ تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې د ګرینلنډ په اړه «د امریکا له کنټرول څخه کم هر څه د منلو وړ نه دي».

د امریکا ولسمشر د لومړي ځل لپاره ګواښ وکړ چې کېدای شي له تعرفو څخه د داسې هېوادونو د مجازاتو لپاره کار واخلي چې د ګرینلنډ د الحاق په تړاو د هغه له پلانونو سره «همکاري نه کوي».

اروپايي مشرانو په وار وار ویلي چې متحده ایالات نه شي کولای د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې واخلي. فرانسې او جرمني تر دې وړاندې په دې اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو، د دې ټاپو پر ۶۰۰کلن مالکیت د ډنمارک په یادولو سره وویل، اروپايي اتحادیه به اجازه ور نه کړي چې نور هېوادونه د خپلو خپلواکو پولو پر وړاندې یرغل وکړي.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتس هم ټینګار کړی چې سرحدونو ته باید درناوی وشي او د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا باید خوندي پاتې شي.

سره له دې، د امریکا ولسمشر باور لري چې «که ګرینلنډ د متحده ایالاتو تر کنټرول لاندې وي، نو ناټو به لا پیاوړې او اغېزمنه شي».

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

سنټکام د امریکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرین د پای خبر ورکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد ګډ پوځي تمرین پای ته رسېدلی دی. سنټکام ویلي، دا ډول تمرینونه د امریکا او پاکستان ترمنځ پخوانۍ دفاعي اړیکې لا پیاوړې کوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د جمعې په ورځ، د مرغومي په ۲۶مه، په اېکس پاڼه د امریکا او پاکستان د پوځي ځواکونو د ګډو تمرینونو انځورونه خپاره کړي دي.

سنټکام زیاته کړې چې دا تمرین د پلي پوځ د ګډو مهارتونو او تاکتیکونو او همدارنګه د ترهګرۍ ضد عملیاتو باندې متمرکز وه.

یاده دې وي چې، ورته یو بل ګډ پوځي تمرین تېر کال په خیبر پښتونخوا کې هم ترسره شوی و. پاکستان وایي، د دې تمرین موخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان او امریکا د پوځي ځواکونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچې لوړول دي.

ټرمپ د نیل سیند د اوبو د شخړې د حل لپاره د مصر او ایتوپیا ترمنځ د مځنګړیتوب وړاندیز وکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته په یوه لیک کې د نیل سیند د اوبو پر سر د شخړې د حل په موخه د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ پر خپل ټروت ټولنیزه پاڼه یو لیک خپور کړی او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته یې لیکلي: «زه چمتو یم چې د مصر او ایتوپیا ترمنځ د امریکا منځګړیتوب بیا پیل کړم، ترڅو د نیل سید د اوبو وېش شخړه دایمي حل شي».

دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال په سپټمبر کې د لوی ایتوپیايي رنسانس د پرانیستې وروسته په قاهره کې پراخې اندېښنې او غبرګونونه رامنځته شول.

مصر چې د نیل سیند د لاندې برخې هېواد دی، وايي چې په ایتوپیا کې د بند جوړېدو سره د اوبو نړۍوال تړون تر پښو لاندې شوی او د وچکالۍ او سېلابونو لامل ګرځي، خو ایتوپیا بیا دغه ډول اعاوي ردوي او یاد بند یې د خپل اقتصادي پرمختګ بنسټ بللی دی.

د زوریخ پوهنتون څېړنه: اوږدې مودې لپاره مجرد پاتې کېدل د ځوانانو رواني روغتیا ته زیان رسوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۰

د سویس د زوریخ پوهنتون یوه نوې څېړنه ښيي، چې د اوږدې مودې لپاره مجرد پاتې کېدل کولی شي د ځوانانو پر رواني او ذهني روغتیا منفي اغېز ولري. د دې څېړنې له‌مخې، اوږدمهاله مجردتوب ورو ورو د ژوند د رضایت کچه راټیټوي او د یوازیتوب احساس زیاتوي.

د زوریخ پوهنتون څېړونکو د دې څېړنې لپاره په جرمني او برېټانیا کې د څه باندې ۱۷ زره ځوانانو معلومات تر څېړنې لاندې نیولي دي.

د څېړنې پایلې ښيي، چې په اوسط ډول هغه نارینه چې لوړې زده‌کړې لري، خو رواني وضعیت یې کمزوری وي او همدارنګه هغه کسان چې یوازې یا له یوه مور یا پلار سره ژوند کوي، تر نورو ډېر احتمال لري چې د اوږدې مودې لپاره مجرد پاتې شي.

د زوریخ پوهنتون د څېړونکي مایکل کریمر په وینا، ټولنیز عوامل لکه د زده‌کړې کچه او رواني عوامل لکه اوسنی روحي حالت مهم رول لري چې یو کس عاطفي اړیکې ته داخل شي که نه. په دې څېړنه کې همدارنګه ویل شوي، هغه ځوانان چې د کلونو لپاره مجرد پاتې کېږي، له وخت سره د یوازیتوب احساس یې زیاتېږي او د ژوند څخه یې رضایت کمېږي.

دا حالت د شلو کلونو د وروستیو پر مهال لا پسې شدیدېږي او په همدې وخت کې د خپګان نښې هم زیاتېږي.

څېړونکو دا هم موندلې، چې لومړۍ عاطفي اړیکه کولی شي د ځوانانو پر رواني وضعیت مثبت اغېز ولري.

هغه کسان چې خپلې لومړۍ عاطفي اړیکې ته داخلېږي، د ژوند څخه ډېر رضایت لري او د یوازیتوب احساس یې کم وي. خو سره له دې، دا اړیکه د خپګان په کمولو کې څرګند او قوي اغېز نه‌لري.

د دې څېړنې پایلې ښيي، چې د ځوانۍ په کلونو کې د اوږدې مودې لپاره مجرد پاتې کېدل که څه هم په منځنۍ کچه، خو د رواني روغتیا لپاره خطرونه لرلی شي.

څېړونکي خبرداری ورکوي، چې هر څومره عمر لوړېږي، هومره د لومړۍ عاطفي اړیکې پیل کول ستونزمن کېږي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې رواني حالت یې ښه نه وي.

زېلېنسکي: د اوکراین پلاوی د امنیتي ضمانتونو د خبرو لپاره امریکا ته روان شو

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې یو لوړپوړی اوکرایني پلاوی د امریکا له‌خوا د امنیتي تضمینونو او د جګړې وروسته د بیارغونې د مالي مرستو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته روان شوی.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د یادو تضمینونو په اړه اسناد به راتلونکې اوونۍ د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې په داووس کې لاسلیک شي.

زېلېنسکي په کییف کې د چک د ولسمشر پېټر پاول سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، چې اوکراین هیله لري د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې د دریځ په اړه له امریکا څخه وضاحت ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم موږ له امریکايي لوري ښه کار کړی دی، یوازې په ځینو مسایلو کې زموږ نظرونه له یو بل سره توپیر لري».

امریکا ته په روان شوي پلاوي کې د زېلېنسکي د دفتر رییس کېریلو بودانوف، د ملي امنیت او دفاع شورا مرستیال رستم عمروف او د زېلېنسکي د پارلماني ډلې مشر ډاویډ اراخامیا شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت: د امریکا وروستي بندیزونه د حوثیانو د تمویل شبکې په نښه کوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د ټرمپ حکومت د جمعې په ورځ تازه بندیزونه اعلان کړل، چې موخه یې په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثیان او د تېلو محصولاتو، وسلو او نورو هغو تجهیزاتو لېږد دی، چې د «دوه‌ګوني استعمال» په نوم یادېږي او د حکومت په وینا د دې ډلې د تمویل لپاره کارېږي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر ویلي، چې دا اقدام ۲۱ کسان او بنسټونه او همدارنګه یوه بېړۍ په نښه کوي. په دې کې په یمن، عمان او متحده عربي اماراتو کې ځینې ادعا شوي پوښښي شرکتونه هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي: «حوثیان د ترهګریزو کړنو په ترسره کولو او د سره سمندر له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو په بریدونو سره د امریکا لپاره ګواښ جوړوي».

یاد وزارت زیاته کړې، چې دا ګام د خزانې وزارت د پخوانیو اقداماتو دوام دی، څو د حوثیانو پر هغو «سترو عایداتي او قاچاقي شبکو» فشار واچوي، چې دې ډلې ته د سیمې د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو د دوام وړتیا ورکوي، په ځانګړي ډول د سره سمندر بریدونه.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې حوثیانو په سره سمندر کې پر ګڼو بېړیو بریدونه کړي، چې د دوی په وینا له اسراییل سره تړاو لري او دا کار یې د غزې پر وړاندې د اسراییل د جګړې له امله له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په توګه بللی دی.

همدا راز، د اسراییل له‌خوا د ایران پر نیابتي ډلو د بریدونو له امله د تهران سیمه‌ییز نفوذ کمزوری شوی، چې دې کې په یمن کې پر حوثیانو بریدونه هم شامل دي.