• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مالیزیا لومړی وزیر د ګلبدین حکمتیار د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی دی. نوموړی زیاتوي، چې حکمتیار په مالیزیا کې د درملنې لاندې دی او هغه ته به ټولې طبي اسانتیاوې ورکړل شي. حبیب الرحمان حکمتیار وايي، چې د حکمتیار صحت ښه دی او د اندېښنې وړ نه ده.

د روان کال د لیندي ۱۶مه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار مالیزیا ته د درملنې لپاره روان شوی.

د روان کال د تلې پر ۲۰ داسې رپوټونه خپاره شول، چې طالبانو مالیزیا ته د حکمتیار د سفر مخه نیولې ده.

هغه ته نږدې کسانو هغه وخت ویلي و، د ګلبدین حکمتیار او د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم تر منځ زړه اشنايي ده او څو میاشتې مخکې د هغه د ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او په وینا یې طالبانو له ګلبدین حکمتیار سره د لیدنې اجازه نه‌ ورکوله، خو «د نه اجازې بدو پايلو ته په پام سره اجازې ته اړ شول.»

طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په کابل کې د ګلبدین حکمتیار هستوګنځای چې د تېر جمهوري نظام له‌خوا ورکړل شوی و، بېرته واخیست او د حکمتیار اړوند ټلویزیون یې هم بند کړ.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

امر الله صالح: د امریکا سنا مجلس ولې طالبانو ته هره اوونۍ د ډالري کڅوړو په ورکړې چوپ دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې امریکا هره اوونۍ طالبانو ته له ۴۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالره پورې نغدي مرسته ورکوي. نوموړي د سوال په ډول ویلي، چې د امریکا سنا مجلس ولې طالبانو ته په دې نغدي مرستو ورکولو چوپ دی.

تېر جمهوریت پرمهال د ولسمشر مرستیال امرالله صالح نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه په اېکس کې د پوښتنو په ډول لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا حکومت نږدې ټول دوه‌اړخیز، څو‌اړخیز او نړیوال تړونونه یا خو مات یې کړل یا یې لغوه کړل، یا یې بدل او یا یې هم سره ورباندې خبرې وکړې خو د دوحې تړون همداسې پاتې دی.

صالح ویلي، چې په دې تړون کې څه ځانګړنه ده، چې دا یې تر نورو ټولو تړونونو ډېر مهم او ځانګړی کړی دی حتی تر هغه تړونونو هم چې له ډنمارک سره د ګرینلنډ پر سر او یا له اروپا سره شوي دي؟
امرالله صالح ویلي، چې د ټرمپ حکومت ډېر تړونونه له ګواښ سره مخ کړل خو د طالبانو پټ ملاتړ یې بند کړی نه دی.

له دې وړاندې د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان جمهوریت په پولنډ کې ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ لرلې. نوموړي ویلي و، چې امریکا په پټ ډول دغه مرستې طالبانو ته وسپارلې.

هندي رسنۍ: د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د پاکستاني درملو ونډه راکمه شوې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

هندي رسنۍ «انډیا ټوډې» په خپل یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د پاکستاني درملو ونډه راکمه شوې او هندي درمل اوس په دغه هېواد کې تر بل هر وخت زیات د لاسرسي وړ او د افغان بازارونو مهمه برخه یې نیولې ده.

د دغې ورځپاڼې د راټولو شوو معلوماتو له مخې، هغه افغان بازارونه چې پخوا تر ډېره د پاکستاني درملو څخه ډک وو، اوس د هندوستان درملو یې ځای نیولی دی.

راپور زیاتوي، د درملو له سوداګرو نیولې تر ډاکټرانو او عامو خلکو پورې، ډېری کسان هندي درمل د پاکستاني درملو په پرتله هم د قیمت له پلوه او هم د کیفیت له اړخه غوره بولي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا، هندي درمل د نړیوالو معیارونو سره نږدې تولیدېږي او د ناروغانو لپاره یې اغېز هم د باور وړ بلل کېږي.

د انډیا ټوډی د راپور له مخې، وروسته له هغې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې وتړل شوې، د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري نږدې صفر ته راتیټه شوې ده. دې پرېکړې نه یوازې د افغانستان پر بازار اغېز وکړ، بلکې په خپله پاکستان کې یې هم د درملو پر صنعت ناوړه پایلې لرلي.

راپور وايي، د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو سربېره، د خیبر پښتونخوا په پېښور کې هم د درملو ګڼې فابریکې په ټپه ودرېدې؛ هغه فابریکې چې زیاتره تولیدات یې د افغانستان بازار ته ځانګړي شوي وو.

په همدې حال کې، د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال څه موده وړاندې افغان سوداګرو ته، په ځانګړي ډول د درملو کاروباریانو ته، سپارښتنه کړې وه چې د پاکستان پر ځای دې د سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو او نورو هېوادونو غور وکړي.

د راپور له مخې، د افغانستان بازار ته د هندي درملو پراخ لاسرسی د سوداګرۍ د لارو د بدلون، د کیفیت د باور او د قیمت د مناسب‌والي پایله ده، او تمه ده چې دا بهیر په راتلونکي کې لا پسې پیاوړی شي.

طالبانو په نیمروز کې ایران ته د ۲۸۶ نظامي دوربینونو د قاچاق مخه نیولې ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ددې ډلې د نیمروز امنیې قومندانۍ نن شنبه دوه تنه له ۲۸۶ دوربینونو سره نیولي دي. یادو کسانو دغه دوربینونه په یو مسافر‌وړونکي موټر کې ځای پرځای کړي و او غوښتل یې چې له کندهار څخه یې لومړی نیمروز او بیا له هغه ځایه ایران ته قاچاق کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه نیول شوي کسان نیمروز کې د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د پخواني حکومت څخه ورته پاتې وسلې او نظامي وسایل یې خوندي دي خو دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د سپکو او درندو وسلو د قاچاق د مخنیوي رپوټونه ور کوي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام تر پرځېدو او د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته د پرمختللو وسلو پاتې کېدو د سیمه ییز امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.

خو د طالبانو خبره دا ده، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو له لوري د ناټو او امریکایي ځواکونو کارېدونکې وسلې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د لېږدولو پر مهال برمته او غلا شوې وې او په تور بازار کې په اسانه موندل کېدې.

په هرات کې د بسونو او بار وړونکو موټرو لپاره د نړیوالو پلېټونو د وېش بهیر پیل شو

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د تلونکو بسونو، ټکسی او بار وړونکو موټرو ته د بین‌المللي پلېټونو د وېش لړۍ پیل شوه. دا لړۍ په لومړي ځل هرات کې پیل شوې او ټاکل شوې چې په وروستیو پړاوونو کې به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د طالبانو د هرات ولایت مقام نن شنبه، د مرغومي ۲۷ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا لړۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي رییس په حضور کې پیل شوه.

دوی په اعلامیه کې لیکلي، چې د هرات په ولایت کې به ۶۰۰عرادې ټکسي او بسونه او نږدې ۷زره باروړونکو موټرو ته نړیوال پلېټونه ووېشل شي.

د دې اقدام موخه ټرافیکو کې د غوره نظم رامنځته کول، د نقلیه وسایطو تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرول او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو پیاوړتیا ده.

طالبان ددې پېلټونو په بدل کې څومره مالیه او فیس اخلي په دې اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

ملا هبت الله ۱۲ طالب چارواکي تغیر او تبدیل کړي دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې ددې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې د بېلابېلو ادارو ۱۲ مسوولین په خپلو څوکیو کې تغیر او تبدیل کړي دي. په دې ګمارنه کې د لوا قومندان مولوي نورالدین د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکلی شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه، پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې ددې ډلې د سرپل ولایت مخکنی امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري د بدخشان ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د ملاهبت په دې ګمارنو کې د بدخشان ولایت مخکنی امنیه قومندان نیک محمد ملنګ د سرپل ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی.

د فاریاب پوهنتون مخکنی رییس حمید ﷲ ارشاد دتخار ولایت د مرستیال په توګه ټاکلی.

په یوه بله ګمارنه کې د طالبانو د تخار ولایت مخکنی مرستیال محمد نادر حقجو د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پیاده لواء د قومندان په توګه او د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ د داخلي امنیت مخکنی مدیر عبد ﷲرحماني د همدې ولایت د پوهني د رئیس په توګه ټاګلی دی.

د طالبانو په مشر نیوکې دي، چې د خپل واک پراخولو لپاره ډېری کسان له ټیټو څوکیو څخه وزارتونو، معینيتونو، ولایتونو او د پوځ لوړو څوکیو ته بدل کړي دي.

ملاهبت الله د خپل طبعیت له مخې د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې هېڅ سیاسي ګوند او د دغه ډلې د نظریاتو خلاف کسانو ته ځای نه ورکوي. نړۍوال بنسټونه او حکومتونه نیوکې کوي، چې طالبانو په افغانستان کې حکومتي سېسټم یوازې تر خپلې ډلې پورې محدود کړی او نورو افغانانو ته په دولتي دندو او لوړو حکومتي څوکیو کې ونډه نه ورکوي.