• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د راتلونکي لپاره د جرمني په فرانکفورت کې غونډه جوړه شوه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۰

د جرمني په فرانکفورت کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د بحث لپاره د لسګونو افغان سیاسي او اکاډمیکو شخصیتونو په ګډون دوه ورځنی کنفرانس پیل شو. دا غونډه، چې عنوان یې د راتلونکی لید، سیاسي نظام، ټولنیز عدالت، دوامداره پراختیا او په سیمه او نړۍ کې د افغانستان دریځ ته ځانګړی شوی و.

د کنفرانس تنظیموونکي وايي چې د کنفرانس موخه د سیاسي نظام، ټولنیز عدالت، دوامداره پراختیا او د هیواد د سیمه ییز او نړیوال دریځ په برخو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اترو او علمي څیړنو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کول دي.

د فورم یو تنظیموونکي مسعود ترشتوال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «د فورم اصلي موخه د هغو مهمو ننګونو او امکاناتو ژور، علمي او تخصصي تحلیل ترسره کول دي چې افغانستان ورسره مخ دی.»

هغه هیله څرګنده کړه، چې د کنفرانس پایلې په افغانستان کې د دولت جوړونې او ملت جوړونې په راتلونکي لاره کې د یوې مهمې مرجع په توګه وکارول شي.

ترشتوال ټینګار وکړ، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پریکړې باید د خبرو اترو او د مختلفو نظرونو د منلو پر بنسټ وي.

هغه وویل، چې د ټاکنو له لارې د خلکو د ارادې استازیتوب اساسي حل دی او پرته له ټاکنو او اساسي قانون څخه څوک د حکومت په اړه خبرې نشي کولی.

د کنفرانس مشر دا هم وویل، چې د غونډې په پای کې به د افغانستان د راتلونکي لپاره یو پلان وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، چې وارد شوې نسخې په تیرو وختونو کې د افغانستان د ننګونو سره د مقابلې توان نه لري او موخه یې د هیواد د داخلي واقعیتونو پر بنسټ د حل لارې وړاندې کول دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د باور او ثبات غورځنګ مشر محمد اصف ضعیفي وویل چې د غونډې اصلي موخه د تیرو ناکامیو په اړه ګډ پوهاوی ته رسیدل د افغانستان د اوسني وضعیت بیاکتنه او د هیواد د راتلونکي نقشه جوړول دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنیټ په کندز او هرات کې د نیول شوو ښځو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۰

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د طالبانو له خوا په کندز کې د ناظره رشیدي او په هرات کې د خدیجه احمدزاده د نیولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دوی د سمدستي خوشې کېدو او د امنیت تضمین غوښتنه یې کړې.

ښاغلي بېنیټ د شنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دغو دوو ښځو د «نیولو» راپورونو سخت اندېښمن کړی او ټینګار یې کړی چې باید د دوی ازادي او ژوند خونديتوب تضمین شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «اندېښمن کوونکی» بللی او ویلي یې دي، چې د ښځو، په ځانګړې توګه د فعالانو او غیرنظامي وګړو نیول، د اساسي بشري حقونو څرګنده سرغړونه ګڼل کېږي.

تر اوسه، طالبانو په کندز او هرات کې په رسمي ډول د ناظره رشیدي او خدیجه احمدزاده د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده، ناظره رشیدي، چې د کندز یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریاله ده، له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په زندان کې ساتل کېږي.

د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه ډلې ډیرې خبریالان نیولي دي. ځینې له دې خبریالانو وروسته خوشې شوي، خو د یو شمېر نورو د برخلیک په اړه لا هم معلومات نشته.

په انساني قاچاق تورن یو افغان له بریتانیا اېستل کیږي او بلجیم کې به زنداني شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د بریتانیا د یوې محکمې د پرېکړې له مخې د زیشان بنګش په نوم یو افغان د انساني قاچاق په تور له بریتانیا بلجیم ته اېستل کیږي. هغه به په بلجیم کې زنداني کیږي او د خپل کړي جرم د سزا موده به تېروي.

زیشان بنګش او سیف‌الرحمان احمدزی دوه کاله مخکې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې ونیول شول. احمدزی تردې مخکې په جون میاشت کې بلجیم ته استول شوی او زنداني شوی و.

د محکمې د پرېکړې له مخې زیشان بنګش په درې کلن بند محکوم شوی، تر دې مخکې دواړه تورن افغانان په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور محکوم شوي و.

راپورونه ښيي چې دغو دواړو افغانانو به افغان کډوال د ایران، ترکیې او بالکان له لارې د فرانسې، بلجیم او بریتانیا په ګډون اروپایي هېوادونو ته لیږل.

دوی د یوې لویې قاچاقي شبکې غړي و چې سلګونه کډوال یې په وړو کښتیو کې له مانیخ کانال له لارې بریتانیا ته رسولي دي.

بریتانوي رسنۍ راپور ورکړی چې د دې شبکې غړي له پناه غوښتونکو سره جنسي تیري کول او د هغوی فلمونه یې جوړول او وروسته یې هغوی د باج غوښتلو، جنایي فعالیتونو او نورو جنسي ناوړه استفادې ته اړ کول.

د ۲۰۲۴ کال نومبر کې د بریتانیا انتورپ محکمې د دې شبکې لږ تر لږه ۲۱ غړو ته د بند سزا اورولې ده.

طالبانو د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک له رغنیز شرکت څخه غوښتي چې ماشینري زیاته کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له قراردادي شرکت څخه یې غوښتي، چې د چټکتیا په موخه دې د ماشینرۍ شمیر زیات کړي. دوی زیاتوي اوس مهال د یادې لویې لارې د ۲۲ کیلومتره سرک رغنیزې چارې روانې دي او ۷۰ عرادې ماشینري په کار بوخته ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې دا مهال د یادې لویې لارې په اوږدو کې د ځینو برخو د کیندې، پرکارۍ، د پلګوټو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې هم جریان لري.

یاد وزارت د قراردادي شرکت مسوولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته یوځل بیا هدایت او لار ښوونه وکړه، دا چې یاده لویه لار یوه مهمه استراتیژیکه لار ده، د رغونې چارې دې چټکې او د ټولګټو وزارت د تخنیکي مشخصاتو سره سمې او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

شرکت د ټولګټو وزارت ته ډاډ ورکړی، چې د یادې لویې لارې د اساسي رغونې چارې به په ټاکلي وخت او د تخنیکي مشخصاتو سره سمې بشپړې کړي.

د کابل- جلال اباد دویم سړک د جوړولو چارې چې د کابل د خاک جبار له ولسوالۍ پیل او بیا د حصارک، شېرزادو، خوګیاڼو او سره رود له ولسوالیو تېرېږي او تر طورخم پورې رسېږي د پخواني نظام پر مهال پیل شوې وې، چې ډېر ځله د امنیتي ستونزو له امله ټکنۍ پر مخ روانې وې.
د ګڼو خلکو په باور پخوا همدغه ډله وه، چې د بیارغاونې چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې وې، اوس چې دغه ډله د واک پر ګدۍ ناسته ده نو بله داسې وسله‌واله ډله نه شته، چې د دوی د چارو پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي.

د مالیزیا لومړی وزیر د ګلبدین حکمتیار د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی دی. نوموړی زیاتوي، چې حکمتیار په مالیزیا کې د درملنې لاندې دی او هغه ته به ټولې طبي اسانتیاوې ورکړل شي. حبیب الرحمان حکمتیار وايي، چې د حکمتیار صحت ښه دی او د اندېښنې وړ نه ده.

د روان کال د لیندي ۱۶مه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار مالیزیا ته د درملنې لپاره روان شوی.

د روان کال د تلې پر ۲۰ داسې رپوټونه خپاره شول، چې طالبانو مالیزیا ته د حکمتیار د سفر مخه نیولې ده.

هغه ته نږدې کسانو هغه وخت ویلي و، د ګلبدین حکمتیار او د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم تر منځ زړه اشنايي ده او څو میاشتې مخکې د هغه د ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او په وینا یې طالبانو له ګلبدین حکمتیار سره د لیدنې اجازه نه‌ ورکوله، خو «د نه اجازې بدو پايلو ته په پام سره اجازې ته اړ شول.»

طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په کابل کې د ګلبدین حکمتیار هستوګنځای چې د تېر جمهوري نظام له‌خوا ورکړل شوی و، بېرته واخیست او د حکمتیار اړوند ټلویزیون یې هم بند کړ.

امر الله صالح: د امریکا سنا مجلس ولې طالبانو ته هره اوونۍ د ډالري کڅوړو په ورکړې چوپ دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې امریکا هره اوونۍ طالبانو ته له ۴۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالره پورې نغدي مرسته ورکوي. نوموړي د سوال په ډول ویلي، چې د امریکا سنا مجلس ولې طالبانو ته په دې نغدي مرستو ورکولو چوپ دی.

تېر جمهوریت پرمهال د ولسمشر مرستیال امرالله صالح نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه په اېکس کې د پوښتنو په ډول لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا حکومت نږدې ټول دوه‌اړخیز، څو‌اړخیز او نړیوال تړونونه یا خو مات یې کړل یا یې لغوه کړل، یا یې بدل او یا یې هم سره ورباندې خبرې وکړې خو د دوحې تړون همداسې پاتې دی.

صالح ویلي، چې په دې تړون کې څه ځانګړنه ده، چې دا یې تر نورو ټولو تړونونو ډېر مهم او ځانګړی کړی دی حتی تر هغه تړونونو هم چې له ډنمارک سره د ګرینلنډ پر سر او یا له اروپا سره شوي دي؟
امرالله صالح ویلي، چې د ټرمپ حکومت ډېر تړونونه له ګواښ سره مخ کړل خو د طالبانو پټ ملاتړ یې بند کړی نه دی.

له دې وړاندې د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان جمهوریت په پولنډ کې ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ لرلې. نوموړي ویلي و، چې امریکا په پټ ډول دغه مرستې طالبانو ته وسپارلې.