• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګریزې ډلې په توګه د سپاه پاسداران د اعلانولو وخت رسېدلی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۳ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول وایي، د ترهګریزې ډلې په توګه د سپاه پاسداران د اعلانولو وخت رسېدلی دی.

نوموړي له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل: «نه یوازې دا چې باید له دغو اعتراض کوونکو سره خپل یووالی وښیو، بلکې اړینه ده چې له بشپړ قاطعیت سره د دغه رژیم پر وړاندې چې پر خپلو خلکو ظلم کوي، ټول اړین ګامونه پورته او پلي شي».
هغه وویل: «د جرمني حکومت د یکشنبې په ورځ په مستقیم ډول له تهران څخه داسې ارقام ترلاسه کړي چې د پنځو زرو څخه د زیاتو وژل شویو کسانو ښکارندویي کوي او دا په دې معنا ده چې اوس ریښتیا هغه وخت رارسېدلی چې په ایران کې د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک (سپاه پاسداران) د اروپایي ټولنې له‌خوا هم د یوه ترهګریز سازمان په توګه تحریم شي».
د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، د دغه هېواد فدرالي حکومت په دې موضوع کار کوي او هغه هیله مند دی چې ډېر ژر یې پایله روښانه شي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۵

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

سنټکام د امریکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرین د پای خبر ورکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۰
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد ګډ پوځي تمرین پای ته رسېدلی دی. سنټکام ویلي، دا ډول تمرینونه د امریکا او پاکستان ترمنځ پخوانۍ دفاعي اړیکې لا پیاوړې کوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د جمعې په ورځ، د مرغومي په ۲۶مه، په اېکس پاڼه د امریکا او پاکستان د پوځي ځواکونو د ګډو تمرینونو انځورونه خپاره کړي دي.

سنټکام زیاته کړې چې دا تمرین د پلي پوځ د ګډو مهارتونو او تاکتیکونو او همدارنګه د ترهګرۍ ضد عملیاتو باندې متمرکز وه.

یاده دې وي چې، ورته یو بل ګډ پوځي تمرین تېر کال په خیبر پښتونخوا کې هم ترسره شوی و. پاکستان وایي، د دې تمرین موخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان او امریکا د پوځي ځواکونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچې لوړول دي.

طالبان وایي، په پکتيا کې یې درنې وسلې او چاودېدونکي توکي نيول دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰
100%

په پکتيا ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ د علي‌خېلو په سيمه کې يې د ترورېزم پر ضد مبارزې پر مهال د درنو وسلو لسګونه مرمۍ، ماينونه او چاودېدونکي توکي نيولي، چې د نامعلومو کسانو له لوري ځای پر ځای شوي وو.

د پکتيا امنیه قوماندانۍ ويلي، په نيول شويو وسلو او چاودېدونکو توکو کې د سپکو مرمیو ترڅنګ، ۱۷ فیره هاوان مرمۍ، ۲۳ عدده پرسونل ضد ماينونه، لسګونه کيلو ګرامه باروت او د هاوان سرګولولې شاملې دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه مرمۍ او چاودېدونکي توکي د نامعلومو کسانو له لوري مخکې ځای پر ځای شوي وو، خو د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شوي.

طالبانو نه دي ویلي چې ددغه چاودېدونکو توکو په تړاو کې څوک نیولي او کنه.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې درې فلسطینیان وژل شوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۰
100%

ځايي روغتیايي چارواکي وایي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي دي. دا پېښې داسې مهال دي، چې له تېر اکتوبر راهیسې د اوربند له هوکړې سره سره، لا هم تاوتریخوالی دوام لري.

د غزې د روغتیايي سرچینو په وینا، یو فلسطینی وګړی د غزې ښار په تفاح سیمه کې وژل شوی، چې د فلسطینیانو تر کنټرول لاندې ده. همداراز، دوه نور فلسطینیان د غزې په سوېل کې د خان‌یونس ښار ختیځ ته، په بني سهیله سیمه کې وژل شوي، چې لا هم د اسراییل تر پوځي ولکې لاندې بلل کېږي.

بل خوا اسراییلي پوځ ویلي، چې ځواکونو یې پر هغه «وسله‌وال» ډزې کړې چې د غزې په شمال کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمې ته اوښتی و او سملاسي ګواښ یې پېښ کړی و.

د پوځ په وینا، برید خپل هدف ته رسېدلی دی. خو د غزې په سوېل کې د شوې پېښې په اړه اسراییلي لوري څه نه دي ویلي.

کریم خُرم: طالبان د کابل باغ بالا په تاریخي تپه او د نوي ښار اړوند پارک کې ودانۍ جوړوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ارګ د. دفتر رییس عبدالکریم خُرم وايي، طالبان غواړي د باغ بالا تپه کې د ودونو تالار او د تیلو پمپ جوړ کړي. همداراز، د کابل نوي ښار پارک کې د لوړپوړیزو ودانیو د جوړولو پلان هم په پام کې نیول شوی دی.

د خُرم په وینا، دا دواړه شنې ساحې د کابل ښار دننه کې موقعیت لري، چېرته چې نفوس زیات او د اوبو سرچینې کمې دي او له همدې امله ځانګړی اهمیت لري. په وینا یې چې د دغو شنو ساحو له‌منځه وړل یا زیانمنول به د کابل ایکو سیستم ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

خُرم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې باغ بالا تپه نه یوازې طبیعي، بلکې تاریخي ارزښت هم لري. د هغه په خبره، د امیر عبدالرحمن خان د قصر باغ او رستورانت باید د ملي پراختیا ادارې یا د آغا خان پراختیا ادارې په څېر مسلکي بنسټونو ته د بیارغونې لپاره وسپارل شي.

کریم خُرم ټینګار کړي چې د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره، د زراعت وزارت او ښاروالۍ باید خپله دنده ترسره کړي او اجازه ورنه کړي چې د څو حریصو کسانو له لوري، چې یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي، د کابل طبیعت، شنې ساحې او تاریخي ځایونه ویجاړ شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم عمان ته لاړ

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځړ(مرغومې ۲۱مه) د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته ولاړ. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې د دغه سفر موخه د عمان له چارواکو سره لیدنې او د «علمي همکاریو پیاوړتیا» ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ندا محمد ندیم به د خپل سفر پر مهال د عمان له بېلابېلو علمي بنسټونو او ښوونیزو مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.وروستیو میاشتو کې مسقط ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سفرونه زیات شوي دي.

له دې مخکې، د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزیر هم عمان ته تللی و او له هغه هېواد سره یې د ټرانسپورټ په برخه کې یو شمېر هوکړې لاسلیک کړې وې. همداراز، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په میاشت کې مسقط ته سفر کړی و.

عمان د ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې په ۲۰مه نېټه په مسقط کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره. څو ورځې وړاندې امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر خپل عماني سیال ته بلنه ورکړه، څو کابل ته رسمي سفر وکړي. بدر بن حمد البوسعیدي ویلي چې په مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.