• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جلالي: افغانستان کې یو ټول‌واک حکومت واکمن دی او هر څه د خپل قرائت او تعریف پر بنسټ ټاکي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۰

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وایي، دا مهال په افغانستان کې یو ټول‌واک حکومت واکمن دی، چې خپل مشروعیت له خلکو څخه نه اخلي او هر څه د خپل قرائت او تعریف پر بنسټ ټاکي.

نوموړی وايي، هغه جریانونه چې د افغانستان د راتلونکي لپاره فکر کوي، لومړی باید د یوه مشروع حکومت پر جوړېدو تمرکز وکړي. د هغه په وینا، د حکومتولۍ پر بنسټونو، اساسي قانون او د نظام پر جوړښت تمرکز هغه وخت معنا لري چې په افغانستان کې سیاسي مشروعیت تامین شوی وي.
ښاغلي جلالي چې په انلاین بڼه د «راتلونکي لیدلوري، سیاسي نظام، ټولنیز عدالت، دوامداره پراختیا او په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د ځای» تر سرلیک لاندې دوه ورځني کنفرانس ته وینا کوله ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې کړکېچ دومره خورا ستونزمن دی، چې په پیل کې باید یوازې سیاستوال، اکاډمیک جریانونه او خلک «په افغانستان کې د بنسټیزو بدلونونو» په لټه کې وي.
د ښاغلي جلالي په وینا، د بنسټونو مشروعیت د دولت له مشروعیت څخه سرچینه اخلي او د افغانستان خلک باید په لومړي ګام کې وکولای شي چې د خپل هېواد لپاره یو مشروع نظام رامنځته کړي.
دا علمي کنفرانس د «افغانستان د باور او ثبات جریان» له‌خوا د مرغومي په ۲۷مه او ۲۸مه د دوو ورځو لپاره د جرمني په فرانکفورټ ښار کې جوړ شوی و.
د کنفرانس ګډونوال: د افغانستان کړکېچ باید ‌وپېژندل شي
د «افغانستان د باور او ثبات جریان» مشر او د دې کنفرانس تنظیموونکی محمد اصف ضعیفي وایي، چې په دې علمي ناسته کې هڅه شوې ترڅو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د افغانستان کړکېچ او په سیمه او نړۍ کې د دې هېواد ځای وپېژندل شي.
ښاغلي ضعیفي وویل، چې دغه جریان په افغانستان کې د ملي اجماع، سیمه‌ییزې اجماع، نړۍوالې اجماع او د نظام جوړونې په لور د حرکت په نوم یو څلور پړاویز پلان ترتیب کړی دی. د هغه په وینا، افغانستان هم په کورنۍ کچه او هم د نړۍوال نظام په چوکاټ کې د دې هېواد د اړیکو په برخه کې د مفاهیمو او تعریفونو له کړکېچ او ابهام سره مخ دی.
د «افغانستان د باور او ثبات جریان» د اجراییه پلاوي غړي پروېز ارزو هم وویل، چې افغانستان په بېلابېلو دورو کې په سیمه او نړۍ کې امنیتي وضعیت ته په کتو جیوپولیټیکي ارزښت موندلی دی.
د هغه په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د منځني ختیځ، سوېلي اسیا او ختیځه اروپا کې روانو بدلونونو ته په کتو دا ارزښت یو ځل بیا په جدي ډول د زیاتېدو په حال کې دی او د افغانستان سیاسي فعالان باید دا واقعیت د هېواد د کړکېچ په درک او مدیریت کې په پام کې ونیسي.
د دې کنفرانس تنظیموونکي وایي، چې د دغې ناستې د جوړولو موخه د سیاسي نظام، ټولنیز عدالت، دوامداره پراختیا او د دې هېواد د سیمه‌ییز او نړۍوال ځای په برخو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اترو او علمي ارزونې لپاره د زمینې برابرول دي.
د دغه کنفرانس تنظیموونکي وايي، چې د ناستې په پای کې د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه طرحه وړاندې شوه؛ ځکه په تېر کې وارداتي نسخې د افغانستان د ننګونو په هوارولو کې پاتې راغلې وې، نو ځکه د دې طرحې موخه د هېواد له عیني واقعیتونو څخه د یوې رښتینې حل‌لارې وړاندې کول دي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۴

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

•
•
•

نور کیسې

په لندن کې د خان عبدالغفار خان د تلین په مناسبت او د عبدالولي خان یاد غونډه جوړه شوه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۰
100%

عوامي نشنل ګوند په لندن کې د خان عبدالغفار خان د ۳۸م تلین په مناسبت او د هغه د زوی عبدالولي خان یاد غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې ګډونوالو خان عبدالغفار خان ستر مبارز او د پښتنې ټولنې اصلاحګر وباله. د جنورۍ ۲۰مه د خان له ۳۸م تلین سره برابره ده.

خان عبدالغفار خان چې په باچا خان فخر افغان هم پېژندل کېږي د شلمې پېړۍ د عدم تشدد بنسټګر او سرلاری مبارز و، چې په خپله مبارزه کې يې ډېرې سختۍ وزغملې، خو له خپلې غوره کړې لارې يو قدم هم شاته نه‌شو. د باچا خان زوی عبدالولي خان هم د هغه لاره تعقیب کړه.

په لندن کې د باچا خان او عبدالولي خان په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو د عدم تشدد د سر لارو مبارزې وستایلې او همداراز یې د همدغه سیاست پر دوام ټینګار وکړ.

د یادې غونډې ګډونوالو د باچا خان د ژوند پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې او په وینا یې، باچا خان د پښتنو د ژوند په بېلابېلو برخو کې کار کړی او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.

په برېتانیا کې د عوامي نشنل ګوند یوه مسوول زاهد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «باچان خان یوازې سیاستوال نه‌وو، بلکې زموږ د ټولنې اصلاحګر وو او د انګرېزانو پر وړاندې د «عدم تشدد» سیاست په وسیله مبارزه کړې ده».

باچا خان په خپل وخت کې د نړۍ له ډېرو نورو مبارزینو د هغې ډلې له ګاندي سره ډېره راشه درشه درلوده او په ګډه یې مبارزه کوله.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد محبوب‌شاه محبوب باچا خان د پښتني ټولنې لپاره یو «نعمت» وباله، خو په وینا یې، پښتنو د نیابتي جګړو له امله ونه‌شوای کولای د نوموړي د لارې پیروي وکړي.

نوموړی زیاتوي، باچا خان د پښتنو لپاره د زده‌کړو غوښتونکی وو او هڅه یې کوله چې په پښتنو کې د زده‌کړو بنسټ کېښودل شي؛ له همدې امله د لرې پښتونخوا پر تله په کوزې پښتونخوا کې پښتانه ډېر لوستي دي.

له دې سره سم، لیکوال او فرهنګپال اصف ننګ وایي، لر او بر یو نسل دي او په باور یې د باچا خان د عدم تشدد مبارزه ډېره کمزورې وه؛ عدم تشدد هغه فاتح پښتون ډېر پڅ کړ چې هند، سند، تر بخارا او نیشاپور پورې یې فتحې کړې وې.

د نوموړي په وینا، د باچا خان په منشور کې «ملت پالنه» زیاته، خو «دولت جوړونه» تله کمزورې وه.

د یادونې وړ ده، چې خان عبدالغفار خان په ۱۸۹۰ کال کې د چارسدې په اتمانزو کې وزېږېد او د «عدم تشدد» د پالیسو د پرمخ بیولو لپاره د «خدايي خدمتګار تحریک» جوړ کړ او بالاخره ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۲۰مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د وصیت له‌مخې په جلال‌اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د جوزجان لپاره د طالبانو والي: د هبت‌الله اخوندزاده له فرامینو اطاعت پر ټولو واجب دی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰
100%

د جوزجان لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي د دغه ولایت له ډلګي مشرانو او سرګروپانو سره په کتنه کې ویلي، د هبت‌الله اخوندزاده له فرامینو اطاعت کول پر ټولو مسوولینو او خلکو واجب دی. په دې وروستیو کې طالب چارواکي په وار وار له خپل مشر څخه پر اطاعت کولو ټینګار کوي.

د جوزجان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، عبدالله سرحدي په دې کتنه کې ویلي: «د هبت‌الله اخوندزاده له فرامینو اطاعت کول چې په‌کې سوله او د خلکو ارامتیا نغښتې ده، پر ټولو مسوولینو، مجاهدینو او خلکو واجب دی».

یو شمېر طالب چارواکي خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده ته ډېره په درنه ګوري او ان له فرامینو اطاعت کول یې واجب ګڼي، خو ځينې بیا لکه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په څېر طالب چارواکي چې د هبت‌الله اخوندزاده پر چارو نیوکې کوي، تبعید کېږي او یا هم په کور کېنول کېږي.

د جوزجان ولایت لپاره د طالبانو والي همداراز له ټولو ډلګي مشرانو او سرګروپانو وغوښتل چې په خپلو چارو کې خیانت، غلا او چپاول ونه‌کړي او همداراز یې د بې‌برخلیکه طالبانو د ستونزو د حل لپاره ټټر وواهه.

د یادونې وړ ده، چې عبدالله سرحدي تر دې مخکې د بامیان لپاره د طالبانو والي او په دې وروستیو ورځو کې د جوزجان لپاره د طالبانو د والي په توګه ټاکل شوی دی.

طالبان وايي په ننګرهار کې یې د تخریبي کړنو ۵ کسیزه ډله نیولې ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۰
100%

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یې یوه ۵ کسیزه ډله نیولې، چې په دې ولسوالۍ کې په ګڼو تخریبي او ورانکاره فعالیتونو کې ښکېل و. د دوی په وینا، یادو کسانو به د خلکو کورونو او نورو شتمنیو ته اور ورته کولو.

د یادې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دغو نیول شویو کسانو په حصارک ولسوالۍ کې د خلکو کورونه او فارمونه سوځول او همداراز مېوه‌لرونکي او غېر مېوه‌لرونکې ونې یې وهلې.

سید طیب حماد زیاتوي: «امنیتي پولیسو د یادې ډلې ټول غړي نیولي دي. نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپلو کړنو اعتراف کړی دی».

د نوموړي په وینا، دغه ډله لا هم تر څېړنو لاندې ده او د قانوني اسنادو تر بشپړېدو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نصیر احمد فایق د طالبانو له زندان څخه له قید و شرط پرته د ۶ ښځو د ازادېدو غوښتنه وکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د طالبانو له لوري د ۶ ښځو بندي کول غندلي او په بېړه او همداراز یې له قید و شرط پرته د یادو ښځو د ازادېدو غوښتنه کړې ده. طالبانو په تېرو ۱۲ ورځو کې یوه خبریاله په کندوز کې له څلورو نورو ښځو او یوه ټکواندو کاره په هرات کې نیولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، له شواهدو او د محکمې له حکم پرته د ښځو بندي کول له اسلامي ارزښتونو او صولو او همداراز له انساني قوانینو او د افغانانو له کلتور سره په ښکاره په ټکر کې دي.

نصیر احمد فایق زیاته کړې: «په افغانستان کې ښځې د مدافع وکیل او عدالت ته د نه‌لاسرسي په ګډون له خپلو ټولو دیني او اساسي حقونو بې برخې دي او د طالبانو په بندخونو کې د شکنجو، ناسم چلند، جسمي او جنسي ځورونو په تړاو ګڼ مستند راپورونه هم شته».

هغه همداراز زیاته کړې: «د خدیجې احمدزاده، ناظره رشیدي او ورسره د نورو کسانو نیول کېدل په کلکه غندم او په بېړه او له کوم قید و شرط پرته د هغوی د ازادېدو غوښتونکی یم».

له دې سره سم، د افغان ښځو د عدالت غوښتونکي غورځنګ غړو د طالبانو له لوري په کندوز کې د یوې سیمه‌ییزې راډيو د خبریالې ناظره رشیدي او په هرات کې د یوې ټکواندو کارې نیول په کلکه غندلي او په بېړه د ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.

د دغه غورځنګ یوه غړې عزیزګل افغان بېک افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي: «ناظره رشیدي یوازې یوه خبریاله نه‌ده، هغه یوه مور ده چې باید له خپلو دوو ماشومانو ساتنه وکړي. هغه له هېڅ جرم پرته د طالبانو له لوري بندي شوې ده. موږ له کوم قید او شرط پرته د ناظره رشیدي د ازادېدو غوښتونکي یوو».

د دغه غورځنګ یوه بله غړې سمیه شېرزاد هم وايي: «ټکواندو کاره خدیجه احمدزاده او ناظره رشیدي له جرم پرته د طالبانو له لوري بندیانې شوې دي. موږ د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو او خلکو غواړو چې د هغو غږ واوسي او د ظلم پر وړاندې پټه خوله پاتې نه‌شي او همداراز طالبان ځواب ورکړې ته اړ کړي».

د یادونې وړ ده، ناظره رشیدي چې په کندوز کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریاله ده د مرغومي په ۱۶مه له څلورو نورو ښځو سره د طالبانو له لوري نیول شوې ده. طالبان ادعا کوي، دغه ښځې د یوې «جنایي قضيې» په تړاو نیول شوې دي او همداراز د مرغومي په ۲۰مه ټکواندو کاره خدیجه احمدزاده په هرات کې د طالبانو له لوري نیول شوې او دغې ډلې د هغې د نیول کېدو په تړاو هېڅ سپیناوی نه‌دی کړی.

په میدان وردګ کې د ناچاودې مرمۍ چاودېدو څلورو نجونو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د میدان وردګ ولایت امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز میدان ښار اړوند پولاد خانې سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یوه نجلۍ مړه شوې او درې نورې نجونې ټپي شوې دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده پېښه نن د یکشنبې په ورځ په غره کې د بوټو راټولولو پرمهال وې. په خبرپاڼه کې د پېښې لامل د ناچاوده توکو په اړه د ماشومانو بې‌پامي او ناپوهي ښودل شوې ده.

د طالبانو د امنیتي مسوولینو په وینا، ټپي شوې ماشومانې د لا ښې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په فاریاب ولایت کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او یوه ښځه او بل ماشوم سخت ټپیان شوي وو.

له دې وړاندې په کونړ کې هم ورته دوه پېښې شوې دي.

افغانستان د څو لسیزو جنګ جګړو له امله لا هم د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې زرګونه ناچاوده ماینونه او جګړه‌ییز مهمات پراته دي چې هر کال یې لسګونه ماشومان او ملکي وګړي قرباني کېږي.