• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۱۳۸ منډو په توپیر ماته ورکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې د ویسټ انډیز د ۱۹کلنو لوبډله په ۱۳۸ منډو ستر توپیر سره ماته کړه.

افغان لوبډلې ویسټ انډیز په ۱۲۴منډو له ډګر څخه بهر کړ او خپله پرله پسې دویمه بریا یې په نړیوال جام کې ثبت کړه.

دوه ورځې وړاندې هم افغان ځوانانو د سویلي افریقا د ۱۹کلنو لوبډلې پر وړاندې بریا ترلاسه کړې وه، چې په نړیوال جام کې یې د خپلې لوبډلې اعتماد لا لوړ کړ.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۳

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۴

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

•
•
•

نور کیسې

افغان فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته په یوه دوستانه لوبه کې ماته ورکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۰
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۵–۳ماته امتیازونو ماته ورکړه.

دا لوبه نن له غرمې وروسته (یک‌شنبه، د مرغومي ۲۸مه) د ویتنام په کوربه توب وشوه، چې دواړو لوبډلو پکې د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ګډون کړی و.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، حمیدرضا حسیني، رضا حسین‌پور، سید مجتبی حسیني او سید مرتضی حسیني یو ـ یو ګول وواهه او د ملي لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا په بله دوستانه لوبه کې د ویتنام له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د ویسټ انډیز پر وړاندې د ځوانانو نړیوال جام دویمه لوبه کوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۰
100%

د افغانستان نوولس کلنه کرېکټ ملي لوبډله د روان کال د ځوانانو نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د ویسټ انډیز د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي. افغان ځوانو د لوبې ټاس وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

نننۍ سیالي جې د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پیل شوه. افغان نوولس کلنې لوبډلې د لوبې پچه (ټاس) ګټلې او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې ده.

افغان لوبډله دا لوبه په داسې حال کې ترسره کوي چې په خپله لومړۍ سیالۍ کې یې د سویلي افریقا نوولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړې او په ښه روحیه سیالۍ ته ښکته کېږي.

د کرېکټ شنونکي وایي، د ویسټ انډیز پر وړاندې دا لوبه د افغان ځوانانو لپاره د ټورنمنټ په روان بهیر کې مهمه ده او د مخکې تګ لپاره یې امکانات زیاتوي.

نوین الحق د ټپ له امله د ویسټ انډیز لوبلړۍ او شل اوریز نړیوال جام څخه بهر شو

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۹ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی نوین الحق د ښي لاس د اوږې د ټپ له کبله نه شي کولی د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبلړۍ او همدارنګه د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي، او پر ځای یې د لوبډلې په نوملړ کې بدلون راغلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د اړوندو ډاکټرانو د طبي راپور پر بنسټ د نوین الحق د ښي لاس د اوږې په هډوکي کې د ډېر فشار له امله رامنځته شوی درز (سټریس فریکچر) لا هم په بشپړ ډول نه دی رغېدلی. ویل شوي چې نوموړی لا هم درد لري او د لا ښې درملنې لپاره انګلستان ته استول شوی دی.

کرېکټ بورټ وایي، د همدې طبي ستونزې له امله، نوین الحق به ونه شي کولی د ویسټ انډیز پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ او د شل اوریز نړیوال جام سیالیو برخه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې له مخې، د نوین الحق پر ځای ضیاءالرحمن شریفي، چې مخکې د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شامل و، اصلي نوملړ ته ورزیات شوی دی. همدارنګه، د ضیاءالرحمن شریفي پر ځای فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شامل شوی دی.

کرېکټ بورډ وایي، د لوبغاړو روغتیا ته په کتو دا بدلونونه ترسره شوي او هڅه کېږي چې د راتلونکو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی وساتل شي.

حنیف اتمر د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې بریا وستایله

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰
100%

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر، د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا پر وړاندې د ۲۸ منډو په توپیر د بریا ستاینه کړې او ویلي دي چې دغه بریا د هېواد لپاره ویاړ، خوښي او هیله ده.

اتمر په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «د افغان ځوانانو ویاړمند کارونه د ویاړ، خوښۍ او د هېواد د راتلونکي لپاره د امید سبب ګرځي. له دوی د لا ډېرې بریا هیله لرم.»

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

اتمر د لوبډلې دغه بریا د هېوادوالو لپاره د خوښۍ او د افغان ځوانانو د استعداد د څرګندولو یوه مهمه لاسته راوړنه بللې او د لا ډېرو بریاوو هیله یې څرګنده کړې.

د ویسټ‌انډیز پخواني نامتو کرېکټ لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړي وستایل

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۰
100%

د ویسټ‌انډیز پخواني کرېکټ لوبغاړي او نامتو مبصر اېن بېشپ د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې له بریا وروسته له دوی سره کتلي او افغان لوبغاړي یې د نننۍ غوره لوبې له امله ستایلي دي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د ویسټ‌انډیز پخواني لوبغاړي او د کرېکټ مشهور مصبر اېن بېشپ د افغان لوبغاړو سره د لېدنې پرمهال د کرېکټ په برخه کې خپلې تجربي شریکې کړي او ویلي یې دي، چې ټوله نړۍ د افغان ځوانانو لوبې له نږدې څاري.

نوموړي د افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو نننۍ غوره لوبې ته په اشارې ویلي، چې په خپلو غوره لوبو سره د نړۍوال جام په راتلونکو سیالیو کې لا غوره پایلې ترلاسه کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې په خپل لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.