طالبان وایي په بادغیس کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت ۳۲ پروژې پیل شوې

د طالبانو وایي چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعهنو کې د ۳۱۵ میلیونو او ۴۹۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۲ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې دي.

د طالبانو وایي چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعهنو کې د ۳۱۵ میلیونو او ۴۹۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۲ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې دي.
د راپور له مخې، چې نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) خپور شوی، د بادغیس ولایت مقام ویلي چې په دغو پروژو کې اداري ودانۍ، استنادي دېوالونه، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه او د څښاک اوبو څاګانې شاملې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي چې د دغه بنسټ په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د نهو نورو ادارو په همکارۍ، د «دوامدارو حللارو ګډه پروژه» د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې راستنېدونکو او کوربه ټولنو د ملاتړ په موخه پلې شوې ده.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونو زیات افغانان هېواد ته جبري ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، دا پروژه چې د افغانستان د اماني صندوق (STFA) له لوري تمویلېږي، د بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا، د استوګنې او بیا مېشتېدو فرصتونو رامنځته کول او د ښځو پیاوړتیا خپل اساسي موخې بولي.
په دې ګډه پروژه کې دیو این ډي پيتر څنګ، د کار نړیوال سازمان (ILO)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د وګړو صندوق (UNFPA)، د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR)، د ماین پاکۍ اداره (UNMAS)، د ښځو اداره (UN Women) او د استوګنې پروګرام (UN-Habitat) برخه لري.
د راپور له مخې، د پروژې په ترڅ کې سلګونه کورونه په لمریزې برېښنا سمبال شوي او په ننگرهار او لغمان ولایتونو کې د ځوانانو او ښځو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو پروګرامونه پيل شوي دي. د دې پروژې موخه د راستنېدونکو لپاره د اوږدمهاله او دوامدارو حللارو برابرول او د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو کمول دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو څانګې (OCHA) د تازه راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴۵ سلنه وګړي د بشري مرستو اړتیا ولري. راپور ښيي چې کلونه جګړه او د طبیعي پېښو پراخو اغېزو د خلکو د ژوند حالت پېچلی کړی دی.
داوچاپه تازه راپور کې راغلي چې، که څه هم د مرستو غوښتونکو خلکو شمېر لږ څه کم شوی، خو افغانستان به لا هم د نړۍ د سترو بشري بحرانونو له ډلې پاتې وي.
راپور زیاتوي، د کلونو جګړې او اقتصادي کمزورتیا له امله د خلکو مقاومت کم شوی او اوس په دې شرایطو کې د خوړو کموالی، پراخه سرحدي راستنېدنې، د اقلیم له امله وچکالي، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه سیسټماټیک محرومیت د بحران شدت زیات کړی دی.
د راپور په وینا، په ۲۰۲۶ کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا شمېره د څوبحرانونو او ژورو جوړښتي کمزورتیاوو پایله ده.
راپور ټینګار کوي چې د اوږدمهاله حل لارې او پراخو بشري مرستو د برابرولو لپاره نړیواله همکاري لازمي ده.
اوچاپه راپور کې وايي: «د بشري اړتیاوو د پراخېدو له کبله، په افغانستان کې د مرستو ګټور او هدفمند رسول د بشري ژوند د ژغورنې لپاره حیاتي اهمیت لري.»
د راپور له مخې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت جدي اندېښنې رامنځته کوي، ځکه هغوی د زده کړو، کار او ټولنیزو خدماتو د محرومیت له امله لا نورې زیانمنې شوې دي.
د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د ملي سوداګرو له پلاوي سره بنګلهدېش ته سفر کړی، څو د دوهاړخیزو تجارتي اړیکو پراختیا، صادراتو او وارداتو اسانتیاوې، او د ګډو پانګه ییزو فرصتونو څېړنه وشي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې رسمي سفر کې شاوخوا ۵۰ ملي سوداګر د رسمي پلاوي سره ملګري دي. ټاکل شوې چې دواړه هېوادونه به د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانۍ، او د ګډو پانګه ییزو فرصتونو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د سفر موخه د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره د نوو بازارونو موندل، د هېواد تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول، او د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو همکاریو د لا پیاوړتیا او د ګډو تفاهمنامو د لاسلیک پر لارو چارو هم خبرې وشي، څو سوداګریزې اړیکې دوامداره او ګټورې شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وایي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۵۷ لرغوني او تاریخي ځایونه په افغانستان کې موندل شوي دي.
خبیب غفران ویلي چې د دغو تاریخي او لرغونو ځایونو ډېره برخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې موقعیت لري.
د نوموړي په وینا، د لرغونو ځایونو د موندنې، ثبت او بیارغونې بهیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځانګړو کړنلارو له مخې ترسره کېږي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې که د لرغونو ځایونو ثبت او ارزونه په دقیق ډول ترسره شي، نو په افغانستان کې به د ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې لرغوني ځایونه موجود وي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۷مه) ۴۹۱ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۷۱۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۳کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات افغانان افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.