• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت قطر ته تللی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې ددې ډلې لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او د ډیمډکس په دفاعي نندارتون کې به ګډون وکړي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د یکشنبې په ورځ وویل، چې دوحې ته د قاري فطرت د سفر موخه د دوحې په نړیوال دفاعي نندارتون «ډیمډکس» کې ګډون دی، چې د دفاعي تجهیزاتو او ټکنالوژۍ د نندارې لپاره جوړ شوی دی.

یاد وزارت ویلي، چې نوموړی د وسله‌والو ځواکونو په استازیتوب په دغه نندارتون کې ګډون کوي او د دفاعي چارو په برخه کې به له بهرنیو چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې هم ولري.

ډیمډکس د دوحې نړیوال سمندري دفاعي نندارتون او کنفرانس دی چې هر دوه کاله وروسته په قطر کې جوړیږي او موخه یې د دفاعي وسایلو، ټکنالوژۍ او تجهیزاتو نندارې ته وړاندې کول دي.

ددغه نندارتون پر مهال، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي چې جنګي بېړۍ، ټانکونه، الوتکې، وسلې او نور دفاعي وسایل نندارې ته پکې وړاندې کېږي.

د ډیمډکس نندارتون یوه برخه کنفرانس ته ځانګړې شوې، چې د دفاع متخصصین او چارواکي د دفاعي ټکنالوژۍ او امنیت په اړه خبرې کوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د تاجکستان ځواکونو له افغانستان نه ور اوښتي څلور وسله‌وال وژلي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د تاجکستان ځواکونو د افغانستان د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ له «دربندک» کلي څخه ور اوښي څلور وسله وال وژلي دي. تاجکستاني رسنیو ویلي، چې یاد کسان له تاجک سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) په خپل راپور کې ویلي، چې یاد کسان تاجکستان ته له ننوتلو وروسته وپېژندل شول او د هغوی د استوګنې ځای د سرحدي ځواکونو له‌خوا تثبیت شو.

د راپور له مخې، سرحدي ځواکونو هڅه وکړه چې دغه کسان ونیسي، خو بریدګرو د تسلیمېدو امر ته پام ونه کړ او وسله‌وال مقاومت یې وکړ، چې په پایله کې د عملیاتو پر مهال ټول څلور تنه ووژل شول.

تاجکستاني سرحدي ځواکونو ویلي، چې د نښتې له سیمې یې یو اندازه پوځي تجهیزات او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو په وینا، د دغه هېواد پولې تر بشپړ کنټرول لاندې دي او له هر ډول ناقانونه نفوذ او وسله‌والو اقداماتو سره به قانوني چلند وشي.

تر دې مهاله طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا پېښه په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان له خاورې د ډزو په ترڅ کې دوه تاجکستاني سرحدي سرتېري او څو چینايي وګړي وژل شوي وو.

د ۹۸ کانټینرو سوځېدل؛ په کراچۍ کې افغان سوداګرو ته ۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۵ GMT+۰

ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېرې جمعې په ورځ د کراچۍ په سوداګریز بندر کې په سوداګریزو توکو بار د افغان سوداګرو ۹۸ کانټینر سوځېدلي دي. افغان سوداګرو د دې اورلګېدنې زیان پنځه میلیونه ډالره اټکل کړی دی.

ځینو افغان سوداګرو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۸مه وویل، چې که څه هم پاکستاني چارواکي د افغان سوداګرو د کانټینرو سوځېدل د اورلګېدو پيښه بولي خو دوی له دې اړخه ډاډمن نه دي او شونې ده، چې په قصدي ډول سوځول شوي وي.

یو افغان سوداګر وویل، چې د پاکستان د ګمرک چارواکو د افغان سوداګرو کانټینر د نامعلومو دلایلو له امله درولي وو او د وتلو اجازه یې نه ورکوله، خو افغان سوداګرو د پاکستان د ګمرک له ادارې غوښتي و، چې که اجازه نه ورکوي نو د ګمرک تعزیري مالیات دې ورته معاف شي او دوی چمتو دي خپل توکي بېرته اړوندو هېوادونو ته ولیږدوي.

افغان سوداګر وايي، چې پاکستاني چارواکو دا ورسره منلې وه خو اوس د کانټینرونو له سوځیدلو وروسته اړ دي، چې د پاکستان ګمرک ادارې ته ددغو کانټینرونو پر سر راغلي ګمرکي تعزیري مالیه هم ور کړي.

د پاکستان حکومت او د ګمرک ادارې تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

100%

افغان سوداګرو له افغانستان انټرنشنل سره هغه ویډیوګانې او سندونه هم شریک کړل، چې د کراچۍ سوداګریز بندر په « پي اي سي ډي» پورټ کې د افغان سوداګرو د اړوندو کانټینرو د سوځېدو صحنې پکې ښکاري.

له شاوخوا سل ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې تړلې دي او تر دې دمه د لارې پرانېستلو په اړه کوم خبر نشته.

طالبان د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو لپاره له پاکستان څخه د درېیمګړي هېواد ضمانت غواړي او اسلام اباد ټینګار کوي، چې کابل دې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

هبت‌الله اخوندزاده غواړي چې فارغ ممتاز محصلان په خپلو ادارو کې پر دندو وګوماري

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي، د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د ځانګړي حکم له مخې به د افغانستان په کچه ممتاز فارغ محصلان تر ارزونې وروسته، په بېلابېلو دولتي ادارو کې وګومارل شي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دغه حکم پر بنسټ د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ۱۵۵۵ تنه ممتاز فارغ محصلان د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا ملا هبت الله ته ورپېژندل شوي دي.

وزارت وايي، چې یاد محصلان به لومړی د چارو ادارې له لوري وارزول شي او وروسته به د هغوی د مسلک، تخصص او تحصیلي څانګې په پام کې نیولو سره د ملا هبت‌الله دفتر ته وروپېژندل شي، څو په بېلابېلو ادارو کې په دندو وګومارل شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ټینګار کړی، چې د دغو محصلانو بشپړ شهرت، اسناد او معلومات د مولوي ندا محمد ندیم په لارښوونه، له ټولو پوهنتونونو څخه په «شفاف او اصولي» ډول راټول شوي او د دې ډلې مشر ته لېږل شوي دي.

یاده سرچینه وایي، د دغه بهیر موخه دا ده چې د طالبانو په ادارو کې د مسلکي او وړ کادرونو شمېر زیات شي او د ادارو کاري وړتیا لوړه شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د لوړو زده کړو او کار کولو سخت بندیزونه لګولي او ګڼ لوستي کادرونه یې له دندو لرې کړې دي.

دا مهال نجونې له پوهنتونونو منع دي او ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او ډېرو مسلکي برخو کې کار وکړي.

په ۱۴۰۴ کال کې افغانستان ته شاخوا یونیم زر تنو بهرنيو سیلانیانو تګ او راتګ کړی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په بهیر کې د ۱۵۱۰ تنو بهرنیو وګړو او سیلانیانو لپاره د ویزو د تمدید او خروج ټول قانوني پړاوونه ترسره شوي دي. د یاد ریاست په وینا، ۱۰۱۳ تنو بهرنیو سیلانیانو ته رسمي مکتوبونه ورکړل شوي دي.

د د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۸مه نېټه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد ریاست تر چتر لاندې د افغان ټور شرکت ۱۰۱۳ تنو بهرنیو سیلانیانو لپاره، د رسمي مکتوبونو له لارې د هېواد بېلابېلو تاریخي، سیاحتي او توریستي ولایتونو ته قانوني، منظم او په رسمي توګه سفرونه تنظیم کړي او د خپلو ځانګړو لېږد وسایطو (موټرو ) له لارې یې لېږدولي دي.

دغه ریاست په خپله اعلامیه کې ددې کال کې د خپلو عوایدو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د کارپوهانو په وینا، طالبان پر خواله رسنیو مشهور سېلانیان تر خپل واک لاندې سیمو کې د امنیت په تړاو د تبلیغاتو لپاره کاروي.

نږدې دوه کاله وړاندې په بامیان کې هسپانوي سېلانیان د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري ووژل شول او له هغې راورسته د بهرنیو سېلانیانو په شمېر کې کموالی هم راغلی دی.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان اوس مهال باثباته او د ښه امنیت لرونکی هېواد نه‌دی او وګړي یې باید له ورتګ څخه ډډه وکړي.

افغان فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته په یوه دوستانه لوبه کې ماته ورکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۵–۳ماته امتیازونو ماته ورکړه.

دا لوبه نن له غرمې وروسته (یک‌شنبه، د مرغومي ۲۸مه) د ویتنام په کوربه توب وشوه، چې دواړو لوبډلو پکې د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ګډون کړی و.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، حمیدرضا حسیني، رضا حسین‌پور، سید مجتبی حسیني او سید مرتضی حسیني یو ـ یو ګول وواهه او د ملي لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا په بله دوستانه لوبه کې د ویتنام له لوبډلې سره مخامخ شي.