• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې د مدیریت لپاره جوړې شوې کمېټې په فعالیت پیل وکړ خو نتنیاهو پرې نیوکې لري

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۰

ډاکټر علي شعث د غزې ادارې ملي کمیټې د مشر په توګه د خپل ماموریت اعلامیه لاسلیک کړه. نوموړي ویلي،چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک او د غزې په اړه د ټرمپ د سولې پلان په چوکاټ کې د غزې د انتقالي دورې له لارې د فلسطین دایمي سولې د ټينګښت لپاره کار کوي.

په یاده اعلامیه ویل شوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د غزې د سولې بورډ او د غزې د لوړپوړي استازي په ملاتړ سره د غزې د ادارې ملي کمیټه به د غزې د بنسټیزو تاسیساتو د بیا رغونې او د روحیې جوړولو په برخو کې کار وکړي.

د غزې ادارې د ملي کمېټې په اعلامیه کې ژمنه شوې، چې د امنیت د ټینګښت تر څنګ به په غزه کې د برېښنا، اوبو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړي.

یادې کمېټې ویلي، چې د فلسطین د حقیقي حقونو د خوندیتوب لپاره یې د سولې لاره غوره کړې ده.

له دې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د غزې د خلکو د ښې راتلونکې لپاره د غزې ادارې له ملي کمیټې سره د همکاریو ټټر وهلی دی.

خو د اسراییل لومړي وزیر بیا د غزې پر راتلونکې د څارنې لپاره د معرفي شوې کمېټې غړو پر جوړښت نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د یادې کمېټې د جوړښت څرنګوالی «له اسراییل سره همغږې شوی نه‌ده او د دغه هېواد د پالیسۍ خلاف ده».

بنیامین نتنیاهو په یوې اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) خپره شوې خپل بهرنیو چارو وزیر ته سپارښتنه کړې، چې په همدې تړاو د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره وغږېږي.

د اسراییل د داخلي امنیت وزیر بیا په یوې اعلامیې کې په همدې تړاو د نتنیاهو له دریځ څخه ملاتړ کړی او له هغه یې غوښتي، چې پوځ ته امر وکړي چې بیا ځلي جګړې ته چمتو شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د عراق دفاع وزارت: له عین الاسد هوايي اډې څخه امریکايي ځواکونه ووتل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۰

د عراق دفاع وزارت ویلي، چې له عین الاسد هوايي اډې څخه امریکايي ځواکونه وتلي او اوس د یادې اډې بشپړ کنټرول د عراقي ځواکونه په واک کې دی.

د عراق دفاع وزارت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د عراق په لویدیځ کې له عین الاسد هوايي اډې څخه د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه وتلي او اوس د یادې هوايي اډې بشپړ کنټرول د عراقي ځواکونه په لاس کې دی.

رویټرز خبري اژانس ته هم د عراق د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي تایید کړې، چې له یادې اډې څخه د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه وتلي، خو وايي، چې د ځینو لوژستیکي ستونزو له امله لا هم ډېر کم شمېر بهرني سرتیري د عین الاسد په اډه کې پاتې دي.

واشنګټن او بغداد په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وروستي پړاو وتلو او دوه اړخیزو امنیتي اړیکو جوړولو په اړه هوکړه کړې وه. په یاده هوکړه کې ویل شوي و، چې سلګونه بهرني ځواکونه به د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر او پاتې نور به یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه له عراق څخه ووځي.

د برېتانیا په ګډون ځينو اروپايي هېوادونو د ګرینلنډ په تړاو د ټرمپ خبرداري ته غبرګون ښودلی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر، د بریتانیا لومړي وزیر، د اروپايي کمېسیون مشرې، د سویډن لومړي وزیر او د اروپايي شورا مشر په جلا جلا بیانونو کې د ټرمپ هغه خبرداري ته چې د ګرینلنډ نه‌پېرلو هوکړې په صورت کې به د ګرینلنډ او ډنمارک پر ملاتړو هېوادونو لوړې تعرفې ولګولي سخت غبرګونونه ښودلي دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د ګرینلنډ د پېرلو نه‌هوکړې په صورت کې پر ډنمارک او د برېتانیا په ګډون پر ځینو نورو اروپايي هېوادونو د تعرفو لوړولو خبرداري ته د فرانسې ولسمشر، د بریتانیا لومړي وزیر، د اروپايي کمېسیون مشرې، د سویډن لومړي وزیر او اروپايي شورا سخت غبرګونونه ښودلي دي.

ټرمپ د ګرینلنډ د پېرلو د نه‌هوکړې په صورت کې د تعرفو له لوړولو خبرداری ورکړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د برېتانیا لومړي وزیر ک‌یرسټارمر ویلي: «د ګرینلنډ په اړه زموږ دریځ ډېر روښانه دی، ګرینلنډ د ډنمارک سلطنت برخه ده او د راتلونکي په اړه یې پریکړه د ګرینلنډیانو او ډنمارک په خلکو اړه لري».

په ورته مهال، د سویډن د لومړي وزیر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې د اخاذۍ او باج اخیستنې له لارې تر فشار لاندې راوستل شي. په اعلامیه کې ویل شوي: «سویډن د اوس لپاره له برېتانیا، ناروې او نورو اروپايي هېوادونو سره د ګډ ځواب ورکړې په اړه خبرې کوي».

له دې سره سم، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، چې فرانسه د هېوادونو حاکمیت او خپلواکۍ ته ژمنه ده او د تعرفو لوړولو په نوم هېڅ ډول ګواښونه به پرې اغېز ونه‌کړي.

اروپايي کمیسیون او اروپايي شورا هم د ټرمپ له‌خوا د تعرفو لوړولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.

بل خوا امریکايي سناتور راېن سنډر پر ګانګرس غږ کړی، چې د متحدینو د ایتلافونو له ویجاړولو د مخنیوي په موخه د تعرفو لوړولو غوښتنه دې رد کړي.

ایران کې له ۲۰۰۰م کال وروسته د لاریونونو بڼه بدله شوې او ټول تمرکز یې د خامنه‌يې پر ضد دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۰

په تېرو شاوخوا ۲۶ کلونو کې په ایران د لاریونونو شپږ پراخې څپې راپوته شوې دي. د هر لاریون لامل بېل و. له ۲۰۰۰م کال راهیسې په لاریونونو کې په ښکاره ډول د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنه‌يي پر ضد شعارونه ډېر شوي دي.

په ایران کې د ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ۲۰۲۶ کال پورې شپږ لوی لاریونونه ترسره شوي او د یادو لاریونونو په ترڅ کې ګڼ کسان وژل شوي، نیول شوي او بندیان شوي هم دي، خو لا هم د خامنه‌يي په رهبرۍ د دولت ستنې ولاړې دي.

په ایران کې د خامنه‌‌يي پر ضد د پراخو لاریونونو سلسله په ۱۹۹۹ کال کې پیل شوه، چې شاوخوا شپږ ورځې یې دوام وکړ.

یاد لاریونونه د تهران پوهنتون په لیله کې پر محصلینو د برید په غبرګون پیل شول او وروسته د ایران تر نورو ښارونو هم وغځیدل.د لاریونونو پرمهال لاریون کوونکو د خامنه‌يي پر ضد شعارونه ورکول.

د ایران د لاریونونو په تاریخ کې دا هغه لومړنۍ لاریون و، چې په ښکاره ډول په‌کې د خامنه‌يي پر ضد شعارونه ورکول کېدل.

دغه ډول په پراخه کچه لاریونونه بیا د لسو کالو په ترڅ کې ترسره نه‌شول، خو په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د محمود احمدي نژاد پر دویم ځل ولسمشر کېدو او په ټاکنو کې د درغلیو په غبرګون کې میلیوني لاریونونه پیل شول.

د یادو لاریونونو په پیل کې ډېره پاملرنه په ټاکنو کې د درغلیو په اړه وه، خو وروسته بیا په مذهبي ضد او خامنه‌يي ضد شعارونو ورکولو واوښتل. لاریونوالو خامنه‌يي ته په اشاره «مرګ پر دیکتاتور» شعارونه ورکول.

تر اوږدې دمې وروسته د درېیم ځل لپاره د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د اقتصادي ناخوښۍ، بې کارۍ او جبري حجاب پر ضد په مشهد کې لاریونونه پیل شول او د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ پورې یې دوام وکړ. د یادو لاریونونو سلسله د ایران تر لسګونو ښارونه ورسېده.

د یادو لاریونونو پر مهال لاریون کوونکو په ښکاره ډول د خامنه‌يي پرضد شعارونه ورکول. لاریونوالو د رژیم د بدلون، د مذهبي واک پای ته رسولو او د فساد پر ضد هم شعارونه ورکول.

له یادو لاریونونو څخه نږدې یو کال وروسته د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې یو ځل بیا د تېلو د بیو ناڅاپي لوړېدو او اقتصادي ناورین په غبرګون لاریونونه پیل شول او د ۲۰۲۰ کال تر لومړیو یې دوام وکړ. دا ځل لاریونونه دومره پراخ و، چې د ایران له ۱۰۰ تر زیاتو ښارونو پورې ورسېدل.

په یادو لاریونونو کې هم د خامنه‌يي پر ضد شعارونه ورکول کېدل، د هغه مجسمې او انځورونه له‌منځه یوړل شول او لاریونوالو د رژيم د بدلون غوښتنه کوله.

دغه لاریونونه د ایران حکومت له لوري سخت وځپل شول. د راپورونو له‌مخې، په دغو لاریونونو کې ۱۵۰۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

له دوه کلنې دمې وروسته د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د دغه هېواد په یوه زندان کې د مهسا امیني د جسد له موندلو وروسته یوځل بیا د «ښځه، ژوند، ازادي» خوځښت پیل شو. دغو لاریونونو د څو میاشتو لپاره د ایران په بېلابېلو ښارونو او پوهنتونونو کې دوام درلود.
په دغو لاریونونو کې «مرګ پر خامنه‌يي» او «خامنه‌يي قاتل دی» شعارونه ورکول کېدل او د رژیم د بدلون غوښتنې هم کېدلي.

په ایران کې وروستي لاریونونه د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د سقوط او د اقتصادي ستونزو په غبرګون پیل شول او لا هم دوام لري.

د یادو لاریونونو پرمهال هم «مرګ پر خامنه‌يي»، «مرګ پر دیکتاتور» او «سږکال به خامنه‌يي له واکه لرې کېږي» شعارونه ورکول کېږي. قهر جنو لاریونوالو د خامنه‌يي انځورونه وسوځول د ایران د اوسني بیرغ پر ځای یې د شاهي دورې بیرغ تر څنګ د رژیم د بدلون غوښتنې لري.

د لاریونونو دغه څپه له ۱۹۷۹ کال راهیسې په ایران کې د انقلاب تر ټولو ستر انقلابي لاریونونه بلل کېږي، خو د حکومت د سختو ځپونکو اقداماتو په پایله کې زرګونو کسانو خپل ژوند هم پکې بایللی دی.

د یادو لاریونونو پرمهال د سختو ځپنو او زرګونو کسانو د وژل کېدو د راپورونو ترڅنګ انټرنېټ بند شوی او د لاریونوالو د ځپلو لپاره له عراق څخه د شعیه وسله‌والو د داخلېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. دغه لاریونونه لا هم دوام لري، خو د راپورونو له‌مخې، د امنیتي ځواکونو له پراخو ځپلو وروسته یې پراخوالی یو څه کم شوی دی.

د راپورونو له‌مخې، له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ایران په لاریونونو کې مرحله‌وار بدلونونه راغلي، چې له سیمه‌ییزو او محدودو غوښتنو څخه تر ملي او شخصي هدفمندو شعارونو پورې پراخ شوي دي. د لاریونونو وروستۍ څپه چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۱۷مې پورې لا هم روانه ده، د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي پر ضد شعارونه تر ټولو څرګند او پراخ دي، چې د ایران د حکومت له‌خوا له سختو ځپونکو اقداماتو او نړۍوالو اندېښنو سره مخ دي.

ټرمپ د ګرینلنډ د پېرلو د نه‌هوکړې په صورت کې د تعرفو له لوړولو خبرداری ورکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، که د «ګرینلنډ د بشپړ او ټولیز پېرلو» په اړه کومه هوکړه ونه‌شي، نو متحده ایالات به پر ډنمارک، یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو او برېتانیا پرله‌پسې زیاتېدونکي تعرفې ولګوي.

د نوموړي په وینا، دا تعرفې به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۱۰ سلنې په کچه پیل شي او د جون تر لومړۍ نېټې به ۲۵ سلنې ته لوړې شي. ټرمپ ویلي، چې دا اقدام د امریکا د ملي امنیت او د نړۍوالو امنیتي اندېښنو د خوندي کولو لپاره اړین دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې واشنګټن به د خپلو ستراتېژیکو ګټو د ساتنې لپاره له اقتصادي فشارونو کار واخلي او زیاته یې کړه، چې د ګرینلنډ موضوع د امریکا لپاره مهم امنیتي او جیوپولیټیک اړخونه لري.

تر اوسه د ډنمارک، اروپايي هېوادونو او برېتانیا له لوري د دې څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی خپور شوی.

د یادونې وړ ده، چې ګرینلنډ د شمالي امریکا په لویه وچه کې موقعیت لري، خو له سیاسي پلوه د ډنمارک تر واک لاندې یوه خودمختاره سیمه ده.

منظور پښتین د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې پر مهال خلک لاریون ته بللي دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر اروپامېشتو پښتنو غړ کړی، چې په سویس زیرلینډ کې د نړۍوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه لاریونونه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سویس زیرلینډ په ډېوس کې د نړۍوال اقتصادي فورم کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ځینو نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د پاکستان د حکومت مشران هم ګډون کوي.

نوموړي ویلي، چې د یاد اقتصادي فورم پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو ښه چانس دی.

پښتین ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.

پښتین لیکلي: «دوی یوازې یو کار مخته اخیستی دی هغه دا چې، پښتانه تباه او برباد کړي، ډالر وګټي او معدنیات لوټ کړي».

نوموړي له خلکو غوښتنه کړي، د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې پرمهال د لاریون لپاره کمپاینونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاده نړۍواله څلور ورځنۍ غونډه سبا نه بل سبا پیلېږي.