• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ۱۴۰۴ کال کې افغانستان ته شاخوا یونیم زر تنو بهرنيو سیلانیانو تګ او راتګ کړی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په بهیر کې د ۱۵۱۰ تنو بهرنیو وګړو او سیلانیانو لپاره د ویزو د تمدید او خروج ټول قانوني پړاوونه ترسره شوي دي. د یاد ریاست په وینا، ۱۰۱۳ تنو بهرنیو سیلانیانو ته رسمي مکتوبونه ورکړل شوي دي.

د د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۸مه نېټه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد ریاست تر چتر لاندې د افغان ټور شرکت ۱۰۱۳ تنو بهرنیو سیلانیانو لپاره، د رسمي مکتوبونو له لارې د هېواد بېلابېلو تاریخي، سیاحتي او توریستي ولایتونو ته قانوني، منظم او په رسمي توګه سفرونه تنظیم کړي او د خپلو ځانګړو لېږد وسایطو (موټرو ) له لارې یې لېږدولي دي.

دغه ریاست په خپله اعلامیه کې ددې کال کې د خپلو عوایدو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د کارپوهانو په وینا، طالبان پر خواله رسنیو مشهور سېلانیان تر خپل واک لاندې سیمو کې د امنیت په تړاو د تبلیغاتو لپاره کاروي.

نږدې دوه کاله وړاندې په بامیان کې هسپانوي سېلانیان د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري ووژل شول او له هغې راورسته د بهرنیو سېلانیانو په شمېر کې کموالی هم راغلی دی.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان اوس مهال باثباته او د ښه امنیت لرونکی هېواد نه‌دی او وګړي یې باید له ورتګ څخه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

افغان فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته په یوه دوستانه لوبه کې ماته ورکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۵–۳ماته امتیازونو ماته ورکړه.

دا لوبه نن له غرمې وروسته (یک‌شنبه، د مرغومي ۲۸مه) د ویتنام په کوربه توب وشوه، چې دواړو لوبډلو پکې د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ګډون کړی و.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، حمیدرضا حسیني، رضا حسین‌پور، سید مجتبی حسیني او سید مرتضی حسیني یو ـ یو ګول وواهه او د ملي لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا په بله دوستانه لوبه کې د ویتنام له لوبډلې سره مخامخ شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د یتیمانو د پالنې ټول خصوصي مرکزونه یې تړلي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په دې وروستیو کې یې د یتیمپالنې خصوصي مرکزونه او روزنتونونه تړلي او ټول یتیم ماشومان او اړوند تجهیزات یې د طالبانو له‌خوا جوړو شویو مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د یاد وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته، په ټولو ولایتونو کې د هلکانو او نجونو لپاره جلا جلا روزنتونونه پرانېستل شوي او دغه لړۍ یې پراخه کړې ده.

د هغه په وینا، دا مهال په یادو روزنتونونو کې له لس زرو زیات زیانمن، یتیمان او بې‌سرپرسته ماشومان تر پوښښ لاندې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي هغه ماشومان چې لا هم په خصوصي ادرسونو او روزنتونونو کې ساتل کېږي، دولتي روزنتونونو ته انتقال او ورسره مدغم کړي، څو د دوی په وینا، ماشومانو ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې غوره، بشپړ او منظم سهولتونه برابر شي.

دا اقدام په داسې حال کې دی، چې طالبانو تېره ورځ د (مرغومې ۲۵مه) په کابل کې د افغان سندرغاړي شفیق مُرید اړوند د رایان چلډرن په نوم د یتیمپالنې مرکز تړلی دی.

مُرید د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو دوه ورځې مخکې په کابل کې د نوموړي اړوند د «رایان چلډرن» په نوم روزنتون تړلی دی.

نوموړي ویلي، چې طالبانو له کومې مخکینۍ خبرتیا پرته ټول یتیم ماشومان او د روزنتون وسایل د طالبانو تر کنټرول لاندې روزنتونونو ته لېږدولي دي.

مُرید زیاته کړې: «پرته له هر ډول مخکینۍ خبرتیا او یا هم کوم مکتوب، دولتي چارواکي زموږ روزنتون ته راغلل او موږ ته یې وویل، چې د امیرالمومنین د فرمان له‌مخې، ټولې خصوصي یتیم خانې باید د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي.»

نوموړي د روزنتون د۲۵ کارکوونکو د بې کاره کېدو او د یتیمو ماشومانو د بې برخلیکۍ په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په ننګرهار کې د پګړیو د جبري کولو له امله ښوونځیو د مدرسو بڼه خپله کړې ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پر مهال د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د عبدالوکیل لیسې یوه ویډیو ښيي، چې د ښونځیو پر زده کوونکو او استادانو د پګړیو په جبري کېدو سره، ښونځیو هم د مدرسو بڼه غوره کړې ده. ځینې زده کوونکي وايي، چې طالبان یې پګړۍ پرسر کولو ته اړباسي.

د جلال اباد ښار په یوه دولتي ښوونځي کې د ازموینو د صحنې یوه ويډیو چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، ښيي، چې د ښوونکو ترڅنګ د ټولو زده کوونکو پر سر پګړۍ دي.

ځینو زده کوونکو او ښوونکو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۸مه وویل، چې که کوم ښوونکی او زده کوونکی پګړۍ پر سر نه کړي، نو ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي.

همدراز ځینې ښوونکي نیوکه کوي، چې طالبان د ږیرې پرېښودو په تړاو له دوی جبري ضمانت خط اخلي او که څوک یې له شرایطو او غوښتنو سرغړونه کوي، له دندو لرې کیږي.

100%

د روان کال د وري په میاشت کې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړ، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او له هغې ډلې په هرات، کابل، فراه، غزني، خوست او ننګرهار ولایتونو کې په ښوونځیو کې د طالبانو له‌خوا د جبري یونیفورم د پلي کېدو لړۍ روانه ده.

هغه وخت د طالبانو د پوهنې وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی و، چې په ټولو ولایتونو کې ښوونځي ته د رنګارنګه جامو له اغوستلو د مخنیوي چاره په چټکۍ سره روانه ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله په امر په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د ټولو زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره جبري یونیفورم ټاکلی.

تر دې وروسته ښوونکي او زده‌کوونکي اړ دي، چې د سپین رنګه کالیو ترڅنګ پګړۍ هم وتړي.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا په لاس لاسلیک شوي لارښود کې راغلي ول، «هغه زده‌کوونکي چې له کوم معقول لامل پرته دغه مقررات نه څاري؛ لومړی به ورته توصیه وشي او که دوی سرغړونه تکرار کړي، نو دوی به اړ شي چې د خپلو کورنیو په حضور کې ژمنه وکړي».

په ښوونځيو کې د یونیفورم په اړه د ملا هبت الله حکم ډېری زده‌کوونکي له رواني فشار او له دغه امر څخه د سرغړونې په صورت کې د نیولو ګواښونو سره مخ کړي دي.

طالبانو په ۵ ولایتونو کې د جنایي جرمونو او نشه یي توکو د پلور په تور ۹۵ کسان نیولي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په ګډون د هېواد په پنځو بېلابېلو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو او نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۹۵ کسان نیولي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۷۲تنه یوازې په کابل ښار کې نیول شوي، چې پر هغوی د نشه‌یي توکو د قاچاق او خرڅلاو تورونه لګېدلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ویلي، چې دغه کسان د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به د اړوندو دوسیو له ترتیب سره سم عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالبان وایي، له نیول شویو کسانو څخه زرګونه نشه‌یي ټابلیټونه، لسګونه لېټره الکولي مشروبات، یوه اندازه چرس، شیشه، تاریاک او همدارنګه خمیره شوي انګور ترلاسه شوي دي.

په همدې حال کې طالبان وایي چې په یو لړ جلا عملیاتو کې یې د غلاوو پر وړاندې هم اقدامات کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، په هرات ولایت کې د وسله‌والو غلو یو اووه کسیز بانډ نیول شوی، چې له هغوی یې ۱۲موټرسايکلونه، یو موټر او نور غلا شوي توکي هم ترلاسه کړي دي.

یاد وزارت وايي، د فراه ولایت له بکوا ولسوالۍ څخه د اووه موټرسايکلونو د غلا په تور اووه تنه، د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې شپږ تنه، او له پکتیکا ولایت څخه درې نور کسان د غلا په تور نیول شوي دي.

طالبان ټینګار کوي چې د جنایي جرمونو او نشه‌یي توکو پر وړاندې به یې عملیات دوام ولري او د سرغړوونکو پر ضد به جدي چلند وشي.

د هبت الله د فرمان نافرماني؛ د کابل استخباراتو رییس په ۲ میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس ملا عبدالجبار چې په دې ډله کې په ابو خالد مشهور دی، په دوه میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې ده. د ابو خالد د درېیمې کوژدې خسرخېل د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

د طالبانو سرچینو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۸مه وویل، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس ملا عبدالجبار چې په ابو خالد مشهور دی، له دې وړاندې دوه ودونه درلودل.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس او د هغه د نوې کوژدنې عمرونه هم ډېر سره توپیر لري او دغه واده ته د نجلۍ کورنۍ د اقتصادي ستونزو له مخې غاړه اېښې ده.

د سرچینو په وینا، ابو خالد له خپل نوي خسر سره ژمنه کړې ده، چې د هغه لور ته به په کابل کې کور اخلي او ځان ته ژوند به ورسره کوي او همدراز ځینې دي کورنۍ غړي به یې هم په ادارو کې وګوماري.

ابو خالد څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا د ښو کړنو له امله ستاینلیک هم ترلاسه کړ.

100%

د سرچینو په وینا، د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس له دې وړاندې هم په څو ولایتونو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا په دندو ګومارل شوی و.

له دې وړاندې هم د طالبانو ځیني دیني عالمانو پر خپلو همکارانو نیوکې کړې وې، چې د ملاهبت الله د فرمان نافرماني کوي او د امارت په پیسو نوي ودونه کوي.

عام خلک نیوکه کوي، چې طالبان د خپلې ډلې د مشر ملاهبت الله فرمانونونه پر ځانونو نه عملي کوي، خو پر عامو خلکو فشار راوړی چې د ملاهبت الله فرمانونو ته غاړه کښیږدي.

له دې وړاندې د طالبانو د بدري عملیاتي قطعې قوماندان حمید خراساني افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د څلورم واده مراسم یې په کابل ښار کې ترسره کړل.

د طالبانو ځینې مشران او قوماندانان په دې تورن شول، چې نکاح شوې ښځې یې بیا ځانونو ته نکاح کړې دي او ځینو یې په زور او د نجلۍ له خوښې پرته ودونه کړي دي.

د طالبانو په ډله کې څو ودونه اوس عامه خبره ده.

واک ته د طالبانو له بیارسېدو وروسته، ددې ډلې ګڼو مشرانو او غړو دویم، درېیم او څلورم ودونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې د دغې ډلې غړي له څو ودونو کولو منع کړي وو.

په هغه وخت کې ویل شوي وو، چې د طالبانو د مشرانو څو ودونه «د دښمنانو د نیوکو لامل کیږي.»