• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په ننګرهار کې یې د تخریبي کړنو ۵ کسیزه ډله نیولې ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یې یوه ۵ کسیزه ډله نیولې، چې په دې ولسوالۍ کې په ګڼو تخریبي او ورانکاره فعالیتونو کې ښکېل و. د دوی په وینا، یادو کسانو به د خلکو کورونو او نورو شتمنیو ته اور ورته کولو.

د یادې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دغو نیول شویو کسانو په حصارک ولسوالۍ کې د خلکو کورونه او فارمونه سوځول او همداراز مېوه‌لرونکي او غېر مېوه‌لرونکې ونې یې وهلې.

سید طیب حماد زیاتوي: «امنیتي پولیسو د یادې ډلې ټول غړي نیولي دي. نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپلو کړنو اعتراف کړی دی».

د نوموړي په وینا، دغه ډله لا هم تر څېړنو لاندې ده او د قانوني اسنادو تر بشپړېدو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد فایق د طالبانو له زندان څخه له قید و شرط پرته د ۶ ښځو د ازادېدو غوښتنه وکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د طالبانو له لوري د ۶ ښځو بندي کول غندلي او په بېړه او همداراز یې له قید و شرط پرته د یادو ښځو د ازادېدو غوښتنه کړې ده. طالبانو په تېرو ۱۲ ورځو کې یوه خبریاله په کندوز کې له څلورو نورو ښځو او یوه ټکواندو کاره په هرات کې نیولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، له شواهدو او د محکمې له حکم پرته د ښځو بندي کول له اسلامي ارزښتونو او صولو او همداراز له انساني قوانینو او د افغانانو له کلتور سره په ښکاره په ټکر کې دي.

نصیر احمد فایق زیاته کړې: «په افغانستان کې ښځې د مدافع وکیل او عدالت ته د نه‌لاسرسي په ګډون له خپلو ټولو دیني او اساسي حقونو بې برخې دي او د طالبانو په بندخونو کې د شکنجو، ناسم چلند، جسمي او جنسي ځورونو په تړاو ګڼ مستند راپورونه هم شته».

هغه همداراز زیاته کړې: «د خدیجې احمدزاده، ناظره رشیدي او ورسره د نورو کسانو نیول کېدل په کلکه غندم او په بېړه او له کوم قید و شرط پرته د هغوی د ازادېدو غوښتونکی یم».

له دې سره سم، د افغان ښځو د عدالت غوښتونکي غورځنګ غړو د طالبانو له لوري په کندوز کې د یوې سیمه‌ییزې راډيو د خبریالې ناظره رشیدي او په هرات کې د یوې ټکواندو کارې نیول په کلکه غندلي او په بېړه د ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.

د دغه غورځنګ یوه غړې عزیزګل افغان بېک افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي: «ناظره رشیدي یوازې یوه خبریاله نه‌ده، هغه یوه مور ده چې باید له خپلو دوو ماشومانو ساتنه وکړي. هغه له هېڅ جرم پرته د طالبانو له لوري بندي شوې ده. موږ له کوم قید او شرط پرته د ناظره رشیدي د ازادېدو غوښتونکي یوو».

د دغه غورځنګ یوه بله غړې سمیه شېرزاد هم وايي: «ټکواندو کاره خدیجه احمدزاده او ناظره رشیدي له جرم پرته د طالبانو له لوري بندیانې شوې دي. موږ د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو او خلکو غواړو چې د هغو غږ واوسي او د ظلم پر وړاندې پټه خوله پاتې نه‌شي او همداراز طالبان ځواب ورکړې ته اړ کړي».

د یادونې وړ ده، ناظره رشیدي چې په کندوز کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریاله ده د مرغومي په ۱۶مه له څلورو نورو ښځو سره د طالبانو له لوري نیول شوې ده. طالبان ادعا کوي، دغه ښځې د یوې «جنایي قضيې» په تړاو نیول شوې دي او همداراز د مرغومي په ۲۰مه ټکواندو کاره خدیجه احمدزاده په هرات کې د طالبانو له لوري نیول شوې او دغې ډلې د هغې د نیول کېدو په تړاو هېڅ سپیناوی نه‌دی کړی.

په میدان وردګ کې د ناچاودې مرمۍ چاودېدو څلورو نجونو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د میدان وردګ ولایت امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز میدان ښار اړوند پولاد خانې سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یوه نجلۍ مړه شوې او درې نورې نجونې ټپي شوې دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده پېښه نن د یکشنبې په ورځ په غره کې د بوټو راټولولو پرمهال وې. په خبرپاڼه کې د پېښې لامل د ناچاوده توکو په اړه د ماشومانو بې‌پامي او ناپوهي ښودل شوې ده.

د طالبانو د امنیتي مسوولینو په وینا، ټپي شوې ماشومانې د لا ښې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په فاریاب ولایت کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او یوه ښځه او بل ماشوم سخت ټپیان شوي وو.

له دې وړاندې په کونړ کې هم ورته دوه پېښې شوې دي.

افغانستان د څو لسیزو جنګ جګړو له امله لا هم د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې زرګونه ناچاوده ماینونه او جګړه‌ییز مهمات پراته دي چې هر کال یې لسګونه ماشومان او ملکي وګړي قرباني کېږي.

طالبان د هلمند د ښوراب ملکي هوايي ډګر بېرته فعالوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په ناسته کې د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړو خونو د بېرته فعالولو په تړاو کمېټه ټاکل شوې. په ناسته کې د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق او په صنعتي پارکونو کې د ځمکې نرخونو د قسطونو د وخت په اړه هم خبرې شوې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصاي معاونیت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اقتصادی مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړو خونو د بېرته فعالولو په تړاو هوکړه شوې او ددې چارې لپاره یو پلاوی هم ټاکل شوی دی.

د طالبانو په ناسته کې د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د نرخونو د قسطونو د وخت، د ولایتونو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو د کټه‌ګوریو ټاکلو او خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په تړاو د خصوصي پانګوالو پر هڅونې خبرې شوې دي.

د یاد معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له بحث وروسته د یادو موضوعاتو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټې وټاکل شوې، چې خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د اقتصادي کمېسیون مجلس ته وړاندې کړي.

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت قطر ته تللی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې ددې ډلې لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او د ډیمډکس په دفاعي نندارتون کې به ګډون وکړي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د یکشنبې په ورځ وویل، چې دوحې ته د قاري فطرت د سفر موخه د دوحې په نړیوال دفاعي نندارتون «ډیمډکس» کې ګډون دی، چې د دفاعي تجهیزاتو او ټکنالوژۍ د نندارې لپاره جوړ شوی دی.

یاد وزارت ویلي، چې نوموړی د وسله‌والو ځواکونو په استازیتوب په دغه نندارتون کې ګډون کوي او د دفاعي چارو په برخه کې به له بهرنیو چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې هم ولري.

ډیمډکس د دوحې نړیوال سمندري دفاعي نندارتون او کنفرانس دی چې هر دوه کاله وروسته په قطر کې جوړیږي او موخه یې د دفاعي وسایلو، ټکنالوژۍ او تجهیزاتو نندارې ته وړاندې کول دي.

ددغه نندارتون پر مهال، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي چې جنګي بېړۍ، ټانکونه، الوتکې، وسلې او نور دفاعي وسایل نندارې ته پکې وړاندې کېږي.

د ډیمډکس نندارتون یوه برخه کنفرانس ته ځانګړې شوې، چې د دفاع متخصصین او چارواکي د دفاعي ټکنالوژۍ او امنیت په اړه خبرې کوي.

د تاجکستان ځواکونو له افغانستان نه ور اوښتي څلور وسله‌وال وژلي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د تاجکستان ځواکونو د افغانستان د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ له «دربندک» کلي څخه ور اوښي څلور وسله وال وژلي دي. تاجکستاني رسنیو ویلي، چې یاد کسان له تاجک سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) په خپل راپور کې ویلي، چې یاد کسان تاجکستان ته له ننوتلو وروسته وپېژندل شول او د هغوی د استوګنې ځای د سرحدي ځواکونو له‌خوا تثبیت شو.

د راپور له مخې، سرحدي ځواکونو هڅه وکړه چې دغه کسان ونیسي، خو بریدګرو د تسلیمېدو امر ته پام ونه کړ او وسله‌وال مقاومت یې وکړ، چې په پایله کې د عملیاتو پر مهال ټول څلور تنه ووژل شول.

تاجکستاني سرحدي ځواکونو ویلي، چې د نښتې له سیمې یې یو اندازه پوځي تجهیزات او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو په وینا، د دغه هېواد پولې تر بشپړ کنټرول لاندې دي او له هر ډول ناقانونه نفوذ او وسله‌والو اقداماتو سره به قانوني چلند وشي.

تر دې مهاله طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا پېښه په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان له خاورې د ډزو په ترڅ کې دوه تاجکستاني سرحدي سرتېري او څو چینايي وګړي وژل شوي وو.