رضا پهلوي: په داووس کې د عراقچي د ګډون پر وړاندې اعتراض د هر شریف انسان دنده ده

شهزاده رضا پهلوي په داووس کې د نړۍوالې اقتصادي ټولنې د ویناوالو په نوملړ کې په پټ ډول د عباس عراقچي د شاملېدو په غبرګون کې پر اېکسپاڼې لیکلي: «په دغه ټولنه کې د جنایتکار عراقچي د شتون پر وړاندې اعتراض کول د هر شریف انسان دنده ده».
هغه په دې ټینګار سره چې عراقچی د ایران استازی نهدی، ولیکل: «هغه د داسې یو رژیم ویاند دی چې په تېرو دوو اوونیو کې یې تر ۱۶ زرو ډېر کسان وژلي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د «ایران د اټومي کېدو پر ضد د اتحاد» سازمان مخکې اعلان وکړ، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یو پټ اقدام او پرته له عامه خبرتیا د نړۍوالې اقتصادي ټولنې په ویناوالو کې شامل شوی دی. دا غونډه روانه اوونۍ ترسره کېږي.
د فاکسنیوز خبري شبکې هم راپور ورکړی، چې د «ایران د اټومي کېدو پر ضد د اتحاد» سازمان د داووس مجمع ته د یو لیک په لېږلو سره له هغوی څخه غوښتي، چې په تېرو اوونیو کې د ایرانیانو تر ټولو سترې وژنې ته په کتو د عراقچي بلنه لغوه کړي.
