• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۵ غړي له څه باندې ۲ میاشتو وروسته د پاکستان له بندخونو ازاد شول

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د دغه غورځنګ له لوري د نومبر د دولسمې له جرګې وروسته یو شمېر کسان د پاکستان پوځ له لوري بندیان او له شاوخوا ۷۰ ورځو وروسته ۵ کسان خوشې شول. په همدې نېټه د پښتون ژغورنې دوه نور غړي نورالله ترین او حنیف پښتین هم نیول شوي او لا هم بندیان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې په ماښام (د مرغومي ۲۸مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي: «د دولسم نومبر جرګې څخه له درکه ملګري شاوخوا ۷۰ ورځو د ظلم، جبر او تشدد تر تېرېدو وروسته پنځه کسان خوشې کړل شول، خو نورالله ترین او حنیف پښتین لا هم د پاکستان پوځ له لوري په غېرقانوني او ظالمانه جبري بند کې ساتل شوي دي».

منظور پښتین زیاتوي، د نن ورځې په اوږدو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پنځه غړي هر یو عدنان، حبیب، ګوهر، فرمان او عرفان خوشې شوي او د هغوی د بند موده یې «مرګونې ازموینه» بللې او په وینا یې، هغوی د ملت په خاطر د بند دغه موده په صبر، زغم او ملي جذبې سره تېره کړې ده.

پښتین له هغو ټولو کسانو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پنځو کسانو د ازادېدو لپاره هلې ځلې کړي مننه کړې او همداراز یې هیله څرګنده کړې، چې د نورالله ترین او حنیف پښتین چې د ملت لپاره په سخت کړاو کې د بند شېبې تېروي د خلاصون په موخه ټول پښتانه خپل غږ پورته او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي علي وزیر په ګډون ګڼ نور غړي د پاکستان د پوځ له لوري بندیان شوي او په دې وروستیو کې د پاکستان دولت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت هم بندیز لګولی دی.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۷مه) ۴۹۱ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۷۱۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات افغانان افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

د خېبر پښتونخوا چارواکي: له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د دیر سیمې مرستیال کمیشنر واجد علي خان ویلي، چې له دغې سیمې څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په چټکۍ سره روان دی او تر اوسه له ۱۰ زره زیات کسان افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو د معلوماتو له مخې چې رسنیو سره یې شریک کړي، له دیر وروسته، د لنډي کوتل په سیمه کې شپږ افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، د تورخم له لارې افغانستان ته اړول شوي، او درې نورې کورنۍ د رسمي پروسې له بشپړېدو وروسته په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

چارواکو وویل چې په خیبر کې مېشتو ټولو افغان کورنیو ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی و، څو د قانوني اقداماتو نه وړاندې د پاکستان پرېښودو لپاره چمتو شي. همدارنګه، د دغه ایالت له مهمند سیمې هم د افغانانو د بېرته ستنېدو رسمي بهیر پیل شوی دی.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

چارواکي ټینګار کوي چې دا اقدام د حکومت د قانوني لارښوونو او امنیتي تدابیرو سره سم ترسره کېږي.

مُحسن داوړ: پښتونخوا کې حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ په تیراه کې عملیاتو ته په غبرګون ویلي، چې په پښتونخوا کې حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې او په وینا یې، ایالتي مشران د ناامنیو پړه د تړلو دروازو تر شا پر پریکړو اړوي.

مُحسن داوړ د خیبر پښتونخوا په تیرا کې پوځي عملیاتو او د ځايي خلکو بې‌ځایه کولو ته په اشارې ویلي، چې ایالتي حکومت، د پښتونخوا په امنیتي کړکېچ کې ځان له مسوولیت څخه نه‌شې خلاصولی.

داوړ په پښتونخوا کې ناامنیو ته په نغوتې سره زیاته کړې، چې د یاد ایالت حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې ده.

نوموړي د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «واک ته هم اړ تیا ده، خو هره موضوع او مسوولیت باید د تړلو دروازو تر شا پرېکړو باندې وا‌نه چول شي. حکومتولي یوازې د یوې واحدې اجنډا یعنې د عمران خان د خوشې کېدو لپاره قرباني شوې ده. خلک ځان بې سرپرسته او ناامنه ګني».

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ غواړي د پښتونخوا د خېبر په تیرا دره کې د وسله‌والو پر ضد عملیات وکړي او د دغې درې اوسېدونکو ته امر شوی کړی، چې په ۱۵ورځو کې له خپلو کورونو ووځي. د دې سیمې اوسېدونکو ته د جنورۍ له لسمې تر ۲۵مې وخت ورکړل شوی دی.

منظور پښتین د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې پر مهال خلک لاریون ته بللي دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر اروپامېشتو پښتنو غړ کړی، چې په سویس زیرلینډ کې د نړۍوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه لاریونونه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سویس زیرلینډ په ډېوس کې د نړۍوال اقتصادي فورم کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ځینو نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د پاکستان د حکومت مشران هم ګډون کوي.

نوموړي ویلي، چې د یاد اقتصادي فورم پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو ښه چانس دی.

پښتین ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.

پښتین لیکلي: «دوی یوازې یو کار مخته اخیستی دی هغه دا چې، پښتانه تباه او برباد کړي، ډالر وګټي او معدنیات لوټ کړي».

نوموړي له خلکو غوښتنه کړي، د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې پرمهال د لاریون لپاره کمپاینونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاده نړۍواله څلور ورځنۍ غونډه سبا نه بل سبا پیلېږي.

اېمل ولي خان: د ترهګرو بیا مېشتولو مسوولین پاکستاني جنرالان قمر جاوید باجوه او فیض حمید دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې په پښتنوخوا کې د ترهګرو بیا مېشتولو مسوولین د پاکستان د هغه وخت د پوځ مشر قمر جاوید باجوه، د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید، پخوانی ولسشمر عارف علوي او پخوانی لومړی وزیر عمران خان دی. نوموړی وايي ما د دوی پرضد شکایت کړی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان له دې وړاندې ویلي، چې د پاکستان د استخبارانو پخواني مشر فیض حمید ته د هغه د کړنو د جدي پایلو په کچه سزا نه ده ورکړل شوې.

هغه زیاته کړې وه، چې فیض حمید په کابل کې د چای پیالې په پورته کولو سره «۴۰زره وسله‌وال بیا منظم کړل» او په سیمه یې وروتپل.

هغه ویلي و، چې فیض حمید په خیبر پښتونخوا کې هغو کسانو ته ځای ورکړ چې د ده د اجنډا د عملي کولو وسیلې وې، او همدا کسان نن هم د اخلاقیاتو درسونه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د «فیض، باجوه، عمران» ګډه ګټه‌ اخېستونکي تر اوسه له حکومتونو، امتیازونو او واک خوندونه اخلي.

اېمل ولي خان بار بار ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان اړوند وسلوال د پاکستا پوځ پخوانیو جنرالانو ځای پر ځای ترڅو پښتونخوا ناامنه او پښتانه وځپي.