• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اټومي ایران ضد د اتحاد سازمان: د اقتصاد په نړۍواله غونډه کې دې د عراقچي حضور لغوه شي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د «ایران د اټومي کېدو پر ضد د اتحاد» سازمان اعلان وکړ، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یو پټ اقدام او پرته له عامه خبرتیا د نړۍوالې اقتصادي ټولنې په ویناوالو کې شامل شوی دی. دا غونډه روانه اوونۍ ترسره کېږي.

د فاکس‌نیوز خبري شبکې هم راپور ورکړی چې د «ایران د اټومي کېدو پر ضد د اتحاد» سازمان د داووس مجمع ته د یو لیک په لېږلو سره له هغوی څخه غوښتي، چې په تېرو اوونیو کې د ایرانیانو تر ټولو سترې وژنې ته په کتو د عراقچي بلنه لغوه کړي.
په دغه لیک کې راغلي دي: «سږکال د نړۍوالې اقتصادي ټولنې شعار "د خبرو اترو روحیه" ده. خو اسلامي جمهوریت د خبرو پر ځای، دغو زړورو ایرانیانو ته ګولۍ ډالۍ کړې. دا بلنه ټکان ورکوونکې او کرکه پارونکې ده. لکه څنګه چې د مونیخ امنیتي کنفرانس د اسلامي جمهوریت چارواکي له ګډون څخه بې‌ برخې کړل، نړۍواله اقتصادي ټولنه باید هم ورته ګام پورته کړي».
د «ایران د اټومي کېدو پر ضد د اتحاد» سازمان دا بلنه د اسلامي جمهوریت لپاره یو «انعام» او د «عادي ښودلو او له قتل او جنایت څخه د روغ وتلو» او همدارنګه د «دروغ ویلو او تبلیغاتو د تلپاتې لړۍ د تکرار» فرصت وباله.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۴

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

•
•
•

نور کیسې

په پاریس کې مېشتو ایرانیانو د ایران د وروستي ازادي غوښتونکي غورځنګ د قربانیانو یاد تازه کړ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۰
100%

په پاریس کې مېشتو یو شمېر ایرانیانو د یوې راټولېدنې او د یوه سمبولیک حرکت په ترسره کولو سره، د ایران د وروستي ازادي غوښتونکي غورځنګ د قربانیانو یاد تازه کړ.

د دغې غونډې په څنډه کې یو شمېر مدني فعالانو او هنرمندانو د یوې سمبولیکې صحنې په تمثیل کولو سره هڅه وکړه، چې د هغې ځوانې ښځې انځور نندارې ته وړاندې کړي، چې د خپل ورور مړی یې په غېږ کې نیولی و؛ هغه انځور چې د تنظیموونکو په وینا، د ایران پر خلکو د تپل شوي رنځ، خپګان او تاوتریخوالي انعکاس دی.

100%


د «ندای ایران» ټولنې په اعلامیه کې راغلي دي: «د اسلامي جمهوریت رژیم یو ځل بیا په یو بوږنوونکي جنایت لاس پورې کړ؛ داسې جنایت چې هم د وژل شویو کسانو د نه منلو وړ شمېر او هم د کارول شوي تاوتریخوالي د شدت او ډول له اړخه بې‌ساری دی. د انټرنټ او ارتباطي شبکو پرې کول او خبري کلابندي لا هم د دې خنډ ګرځي چې د دې وژنې اصلي څېره په بشپړه توګه نړۍوال په خپلو سترګو وګوري».
په اعلامیه کې پر دې ټینګار شوی: «موږ له ایرانیانو او فرانسوي وګړو وغوښتل چې راټول شي ترڅو هغه لږ خبرونه چې هر یوه ترلاسه کړي دي، په یو دوستانه فضا کې له یو بل سره شریک کړي».
د دې غونډې موخه د قربانیانو د یاد ژوندی ساتل، د خبري چوپتیا ماتول او د نړۍ د عامه پوهاوي راجلبول بلل شوې، ترڅو د ایرانیانو د ځپلو او تاوتریخوالي اړخونو ته پام واړول شي.

نړیوال مشران د ټرمپ د «سولې بورډ» طرحې په تړاو احتیاط کوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰
100%

نړیوالو مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» نوښت ته له احتیاطه ډک غبرګون ښودلی، ځکه دا د ملګلو ملتونو رول اغیزمنولای شي. دې طرحې ټرمپ د «سولې بورډ» دایمي مشر وړاندیز کړی چې د کار پیل به یې له غزې وي او وروسته به نورې نړیوالې شخړې هم په اجنډا کې راولي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا بلنې شاوخوا ۶۰هېوادونو ته لېږل شوې دي، خو تر اوسه یوازې هنګري، چې د ټرمپ نږدې متحد بلل کېږي، په ښکاره ډول د ګډون ملاتړ اعلان کړی دی. نور حکومتونه له عامه دریځ نیولو ډډه کوي او ځینو چارواکو په پټه د دې طرحې پر پایلو اندېښنې څرګندې کړې دي.

د دغه نوښت له مخې، د «سولې بورډ» مشري به د ټول عمر لپاره د ډونالډ ټرمپ پر غاړه وي او د کار پیل به یې د غزې د جګړې له موضوع څخه وشي، چې وروسته به نورو نړیوالو شخړو ته هم وغځول شي.

د طرحې په مسوده کې راغلي، چې د غړو عادي دوره درې کاله ده، خو هغه هېوادونه چې د بورډ د لګښتونو لپاره یو میلیارد ډالر ورکړي، کولای شي دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، دا طرحه د هغو شریکو هېوادونو لپاره ده چې د سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره ژوره ژمنتیا لري، خو سره له دې، لا هم ګڼ هېوادونه د دې نوښت پر شفافیت او نړیوالو اغېزو پوښتنې لري.

د احمد الشرع ځواکونو له کردي ځواکونو نه د تېلو او ګازو پراخې ساحې ونیولې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۰
100%

د سوریې امنیتي سرچینو ویلي، چې د احمدالشرع ځواکونو په دیرالزور ولایت کې د تېلو تر ټولو ستره ساحه «العمر»، او د «کونوکو» د ګازو سیمه نیولې دي. دا پرمختګ داسې مهال دی چې د سوریې له پوځ سره ملګري عربي قبایلي ځواکونه هم د عراق پولې ته څېرمه د تېلو بډایه سیمه کې په پرمختګ بریالي شوي.

د تېلو هغه ساحې چې د فرات سیند ختیځ لوري ته موقعیت لري او د کردانو په مشرۍ ځواکونو لپاره د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي، د دغې ډلې لپاره یو ستر ګوزار و.

چارواکو وویل چې یادو ځواکونو دولت له هغو سرچینو بې‌برخې کړی و چې د دې ملیشو له خوا کارول کېدې.

د سوریې پوځ، د امریکا له غوښتنو سره سره چې د پرمختګ مخه ونیسي، په شمال ختیزه سوریه کې هغو سیمو ته خپل پرمختګ ته دوام ورکړی چې زیاتره عربي مېشتې دي او د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونوتر کنټرول لاندې وې.

یوې دولتي سرچینې وویل چې د عربي قبایلي جنګیالیو له پرمختګونو وروسته کردي ځواکونه مات شول، چې له امله یې حکومت او د هغه قبایلي متحدینو وکولای شول د فرات سیند د ختیزې غاړې په اوږدو کې له ۱۵۰ کیلومترو زیاتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

دا سیمه له باغوز څخه، چې د عراق پولې ته نږدې ده، تر مهمو ښارګوټو لکه الشحیل او بوصیره پورې غځېدلې ده.

د شنبې په شپه ناوخته، پوځ همدارنګه طبقه ښار او له هغه سره نښتی بند او همدارنګه د «ازادۍ بند» کنټرول واخیست، چې پخوا د بعث بند په نوم پېژندل کېده او د رقه لوېدیځ ته موقعیت لري.

سوریایي کردي چارواکو تر اوسه د دغو ستراتیژیکو سیمو د له لاسه ورکولو پخلی نه دی کړی او دا هم لا روښانه نه ده چې جګړې لا هم روانې دي او که نه.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۷مه) ۴۹۱ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۷۱۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات افغانان افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

شان وانډېور: په سنا کې په رسمي ډول ثابته شوه چې ټول افغانان بشپړ امنیتي پلټل شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰
100%

د افغان ایواک مشر شان وانډېور وایي، د سنا د عدلیې کمېټې په وروستۍ اورېدنه کې د عمومي تفتیش دفتر په ښکاره توګه ومنله چې د سرحدي ساتنې ادارې ټول افغانان امریکا ته له داخلېدو مخکې بشپړ ارزولي او هغه ادعاوې یې بې‌اساس وبللې چې ځینې سیاستوال یې د عامه افکارو کډوډلو لپاره مطرح کوي.

شان وانډېور د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن په سنا کې د عدلیې کمېټې له اورېدنې وروسته په خپل ایکس حساب کې لیکلي، چې د دغې ناستې تر ټولو مهم ټکی دا و چې دعمومي تفتیش ادارې په رسمي ډول ومنله، چې د افغانانو د ارزونې او تصفیې بهیر جدي، ژور او څو پړاويز و.

د افغان ایواک مشر همدا راز لیکلي، د سرحدي ساتنې ادارې شواهد وړاندې کړل چې ښيي ټول افغان کډوال د امریکا خاورې ته تر داخلېدو مخکې په دقیقه توګه امنیتي پلټنې شوي دي. د هغه په وینا، دا څرګندونې هغه ادعاوې ردوي چې ځینې سناتوران یې د افغانانو د امنیتي خطر په نوم مطرح کوي.

وانډېور په غیرمستقیم ډول د سناتورانو سټېفن میلر، جاش هاولي او جان کورنین څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، هغه څه چې دوی یې د عامه افکارو د کډوډلو لپاره وړاندې کوي، له واقعي شواهدو سره سمون نه لري.

د افغان ایواک بنسټ، چې د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته یې د زرګونو افغانانو د ایستلو او بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته کړې، تل ټینګار کړی چې افغان کډوال د امریکا د امنیت لپاره ګواښ نه دي او د هغوی د قضیو سیاسي کول د بشري اصولو خلاف عمل دی.