• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد فایق د طالبانو له زندان څخه له قید و شرط پرته د ۶ ښځو د ازادېدو غوښتنه وکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د طالبانو له لوري د ۶ ښځو بندي کول غندلي او په بېړه او همداراز یې له قید و شرط پرته د یادو ښځو د ازادېدو غوښتنه کړې ده. طالبانو په تېرو ۱۲ ورځو کې یوه خبریاله په کندوز کې له څلورو نورو ښځو او یوه ټکواندو کاره په هرات کې نیولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، له شواهدو او د محکمې له حکم پرته د ښځو بندي کول له اسلامي ارزښتونو او صولو او همداراز له انساني قوانینو او د افغانانو له کلتور سره په ښکاره په ټکر کې دي.

نصیر احمد فایق زیاته کړې: «په افغانستان کې ښځې د مدافع وکیل او عدالت ته د نه‌لاسرسي په ګډون له خپلو ټولو دیني او اساسي حقونو بې برخې دي او د طالبانو په بندخونو کې د شکنجو، ناسم چلند، جسمي او جنسي ځورونو په تړاو ګڼ مستند راپورونه هم شته».

هغه همداراز زیاته کړې: «د خدیجې احمدزاده، ناظره رشیدي او ورسره د نورو کسانو نیول کېدل په کلکه غندم او په بېړه او له کوم قید و شرط پرته د هغوی د ازادېدو غوښتونکی یم».

له دې سره سم، د افغان ښځو د عدالت غوښتونکي غورځنګ غړو د طالبانو له لوري په کندوز کې د یوې سیمه‌ییزې راډيو د خبریالې ناظره رشیدي او په هرات کې د یوې ټکواندو کارې نیول په کلکه غندلي او په بېړه د ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.

د دغه غورځنګ یوه غړې عزیزګل افغان بېک افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي: «ناظره رشیدي یوازې یوه خبریاله نه‌ده، هغه یوه مور ده چې باید له خپلو دوو ماشومانو ساتنه وکړي. هغه له هېڅ جرم پرته د طالبانو له لوري بندي شوې ده. موږ له کوم قید او شرط پرته د ناظره رشیدي د ازادېدو غوښتونکي یوو».

د دغه غورځنګ یوه بله غړې سمیه شېرزاد هم وايي: «ټکواندو کاره خدیجه احمدزاده او ناظره رشیدي له جرم پرته د طالبانو له لوري بندیانې شوې دي. موږ د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو او خلکو غواړو چې د هغو غږ واوسي او د ظلم پر وړاندې پټه خوله پاتې نه‌شي او همداراز طالبان ځواب ورکړې ته اړ کړي».

د یادونې وړ ده، ناظره رشیدي چې په کندوز کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریاله ده د مرغومي په ۱۶مه له څلورو نورو ښځو سره د طالبانو له لوري نیول شوې ده. طالبان ادعا کوي، دغه ښځې د یوې «جنایي قضيې» په تړاو نیول شوې دي او همداراز د مرغومي په ۲۰مه ټکواندو کاره خدیجه احمدزاده په هرات کې د طالبانو له لوري نیول شوې او دغې ډلې د هغې د نیول کېدو په تړاو هېڅ سپیناوی نه‌دی کړی.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۴

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۵

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته