• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې د یوې اور لګېدنې له امله شپږ کسان مړه شوي او شاوخوا ۶۵ کسان لادرکه دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ کې د مرګونې اورلګېدنې په دوام، اور وژونکو لا هم د یکشنبې په ورځ د لسګونو کسانو د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی. په دغه اورلګېدنه کې چې د شپږو کسانو مړینه تایید شوې، تر ۶۵ ډېر کسان لا هم لادرکه دي.

دا اورلګېدنه د شنبې په ورځ په کراچۍ کې په یوې ګڼې‌ګوڼې سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې او د ودانۍ ځینې برخې یې په کنډوالو بدلې کړې دي.
جیو نیوز شبکې راپور ورکړی، چې په دغه سوداګریز مرکز کې د مناسب هواکش نشتوالی د دې لامل شوی، چې ودانۍ له لوګیو ډکه شي او د ژغورنې عملیات پڅ کړي. د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب تایید کړه، چې ۶۵ کسان لا هم لادرکه دي.
د سند ایالت د پولیسو مشر جاوېد عالم اودو وویل، چې د سوداګریز مرکز دننه د غالیو، فرشونو او څادرونو په څېر د اجناسو د شتون له امله اور لا هم بل دی. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې اورلګېدنه کې ۲۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
راپور ورکړل شوی، چې د دې اورلګېدنې په تعقیب سلګونه کسان د پېښې په ځای کې راټول شوي او پر ښاروال یې نیوکې کړې دي. یوې هټۍوالې یاسمین بانو وویل: «موږ په بشپړه توګه تباه شوو. د ۲۰ کلونو زیار او هڅې مو ټول له‌منځه ولاړل.»
ژغورونکو وویل، که څه هم اوسمهال د ودانۍ ځینې برخې نړېدلي دي، خو د بشپړ نړېدو احتمال یې هم شته. د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، د دې اورلګېدنې لامل په برېښنايي سیسټم کې تخنیکي نیمګړتیا وه.
دغه اورلګېدنه په داسې حال کې شوې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د کراچۍ په سوداګریز بندر کې هم یوه پراخه اورلګېدنه وشوه، چې په ترڅ کې یې په سوداګریزو توکو بار د افغان سوداګرو ۹۸ کانټینره سوځېدلي دي. افغان سوداګرو د دې اورلګېدنې زیان پنځه میلیونه ډالره اټکل کړی دی.


ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۴

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

•
•
•

نور کیسې

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۵ غړي له څه باندې ۲ میاشتو وروسته د پاکستان له بندخونو ازاد شول

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د دغه غورځنګ له لوري د نومبر د دولسمې له جرګې وروسته یو شمېر کسان د پاکستان پوځ له لوري بندیان او له شاوخوا ۷۰ ورځو وروسته ۵ کسان خوشې شول. په همدې نېټه د پښتون ژغورنې دوه نور غړي نورالله ترین او حنیف پښتین هم نیول شوي او لا هم بندیان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې په ماښام (د مرغومي ۲۸مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي: «د دولسم نومبر جرګې څخه له درکه ملګري شاوخوا ۷۰ ورځو د ظلم، جبر او تشدد تر تېرېدو وروسته پنځه کسان خوشې کړل شول، خو نورالله ترین او حنیف پښتین لا هم د پاکستان پوځ له لوري په غېرقانوني او ظالمانه جبري بند کې ساتل شوي دي».

منظور پښتین زیاتوي، د نن ورځې په اوږدو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پنځه غړي هر یو عدنان، حبیب، ګوهر، فرمان او عرفان خوشې شوي او د هغوی د بند موده یې «مرګونې ازموینه» بللې او په وینا یې، هغوی د ملت په خاطر د بند دغه موده په صبر، زغم او ملي جذبې سره تېره کړې ده.

پښتین له هغو ټولو کسانو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پنځو کسانو د ازادېدو لپاره هلې ځلې کړي مننه کړې او همداراز یې هیله څرګنده کړې، چې د نورالله ترین او حنیف پښتین چې د ملت لپاره په سخت کړاو کې د بند شېبې تېروي د خلاصون په موخه ټول پښتانه خپل غږ پورته او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي علي وزیر په ګډون ګڼ نور غړي د پاکستان د پوځ له لوري بندیان شوي او په دې وروستیو کې د پاکستان دولت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت هم بندیز لګولی دی.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۷مه) ۴۹۱ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۷۱۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات افغانان افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

مُحسن داوړ: پښتونخوا کې حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰
100%

د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ په تیراه کې عملیاتو ته په غبرګون ویلي، چې په پښتونخوا کې حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې او په وینا یې، ایالتي مشران د ناامنیو پړه د تړلو دروازو تر شا پر پریکړو اړوي.

مُحسن داوړ د خیبر پښتونخوا په تیرا کې پوځي عملیاتو او د ځايي خلکو بې‌ځایه کولو ته په اشارې ویلي، چې ایالتي حکومت، د پښتونخوا په امنیتي کړکېچ کې ځان له مسوولیت څخه نه‌شې خلاصولی.

داوړ په پښتونخوا کې ناامنیو ته په نغوتې سره زیاته کړې، چې د یاد ایالت حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې ده.

نوموړي د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «واک ته هم اړ تیا ده، خو هره موضوع او مسوولیت باید د تړلو دروازو تر شا پرېکړو باندې وا‌نه چول شي. حکومتولي یوازې د یوې واحدې اجنډا یعنې د عمران خان د خوشې کېدو لپاره قرباني شوې ده. خلک ځان بې سرپرسته او ناامنه ګني».

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ غواړي د پښتونخوا د خېبر په تیرا دره کې د وسله‌والو پر ضد عملیات وکړي او د دغې درې اوسېدونکو ته امر شوی کړی، چې په ۱۵ورځو کې له خپلو کورونو ووځي. د دې سیمې اوسېدونکو ته د جنورۍ له لسمې تر ۲۵مې وخت ورکړل شوی دی.

منظور پښتین د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې پر مهال خلک لاریون ته بللي دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر اروپامېشتو پښتنو غړ کړی، چې په سویس زیرلینډ کې د نړۍوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه لاریونونه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سویس زیرلینډ په ډېوس کې د نړۍوال اقتصادي فورم کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ځینو نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د پاکستان د حکومت مشران هم ګډون کوي.

نوموړي ویلي، چې د یاد اقتصادي فورم پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو ښه چانس دی.

پښتین ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.

پښتین لیکلي: «دوی یوازې یو کار مخته اخیستی دی هغه دا چې، پښتانه تباه او برباد کړي، ډالر وګټي او معدنیات لوټ کړي».

نوموړي له خلکو غوښتنه کړي، د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې پرمهال د لاریون لپاره کمپاینونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاده نړۍواله څلور ورځنۍ غونډه سبا نه بل سبا پیلېږي.

محمود خان اڅکزی: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰
100%

د پاکستان حکومت د اپوزیسیون نوي مشر محمود خان اڅکزي، په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته کړکېچ باید د خبرو له لارې، د سیمې د هېوادونو په منځګړیتوب او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ضمانت، پرته له تاوتریخوالي او جګړې حل شي.

نوموړي وویل، هغه څه چې د پاکستان حکومت یې له افغانستان څخه د ترهګرۍ په نوم یادوي، تر ډېره په خپله پاکستان کې دننه موجود دي. د ده په وینا، د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې خلک په زور له خپلو پلرنیو مېنو بې‌ځایه کېږي او په ورځنۍ کچه لسګونه کسان وژل کېږي، چې دا شمېر په کال کې زرګونو ته رسېږي. هغه دا د ترهګرۍ ښکاره بیلګه وبلله.

اڅکزي ټینګار وکړ چې که افغانستان ناارامه وي، نو د سیمې د ټیکاو تمه هم نشي کېدای.

محمود خان اڅکزی پرون په رسمي ډول د پاکستان حکومت د اپوزیسیون د مشر په توګه معرفي شو.