سناتور ټېډ کروز: له ټرمپ سره موافق یم، ایران نوي مشرتابه ته اړتیا لري

جمهوري غوښتونکي سناتور ټېډ کروز یو ځل بیا په دې ټینګار سره چې «امریکا د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړه ده»، فاکسنیوز شبکې ته وویل: «زه له ډونالډ ټرمپ سره موافق یم؛ ایران نوي مشرتابه ته اړتیا لري».
هغه زیاته کړه: «خامنهیي له امریکا کرکه لري او متحده ایالات باید هر هغه ګام پورته کړي چې د دغه رژیم د پای ته رسولو لپاره ممکن وي».
سناتور ټېډ کروز د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په اړه د ټرمپ پرېکړه د هغه د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د بهرني سیاست تر ټولو مهمه پرېکړه وبلله او ویې ویل، که چېرې ډیکټاټور اټومي وسلو ته لاسرسی موندلی وای، نو ښايي د زرګونو او ان د میلیونونو امریکایانو د وژلو لپاره یې ترې ګټه اخیستې وای.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې په ایران کې د حکومت ضد پراخ لاریونونه روان دي.
یوه ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې په ایران کې د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه پنځه زره کسان وژل شوي، چې ۵۰۰ پهکې امنیتي سرتېري دي. له دې یوه اوونۍ وړاندې ایران انټرنشنل خبر ور کړی و، چې په لاریونونو کې ۱۲ زره کسان وژل شوي دي.
