• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا چارواکي: له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د دیر سیمې مرستیال کمیشنر واجد علي خان ویلي، چې له دغې سیمې څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په چټکۍ سره روان دی او تر اوسه له ۱۰ زره زیات کسان افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو د معلوماتو له مخې چې رسنیو سره یې شریک کړي، له دیر وروسته، د لنډي کوتل په سیمه کې شپږ افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، د تورخم له لارې افغانستان ته اړول شوي، او درې نورې کورنۍ د رسمي پروسې له بشپړېدو وروسته په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

چارواکو وویل چې په خیبر کې مېشتو ټولو افغان کورنیو ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی و، څو د قانوني اقداماتو نه وړاندې د پاکستان پرېښودو لپاره چمتو شي. همدارنګه، د دغه ایالت له مهمند سیمې هم د افغانانو د بېرته ستنېدو رسمي بهیر پیل شوی دی.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

چارواکي ټینګار کوي چې دا اقدام د حکومت د قانوني لارښوونو او امنیتي تدابیرو سره سم ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

شان وانډېور: په سنا کې په رسمي ډول ثابته شوه چې ټول افغانان بشپړ امنیتي پلټل شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰

د افغان ایواک مشر شان وانډېور وایي، د سنا د عدلیې کمېټې په وروستۍ اورېدنه کې د عمومي تفتیش دفتر په ښکاره توګه ومنله چې د سرحدي ساتنې ادارې ټول افغانان امریکا ته له داخلېدو مخکې بشپړ ارزولي او هغه ادعاوې یې بې‌اساس وبللې چې ځینې سیاستوال یې د عامه افکارو کډوډلو لپاره مطرح کوي.

شان وانډېور د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن په سنا کې د عدلیې کمېټې له اورېدنې وروسته په خپل ایکس حساب کې لیکلي، چې د دغې ناستې تر ټولو مهم ټکی دا و چې دعمومي تفتیش ادارې په رسمي ډول ومنله، چې د افغانانو د ارزونې او تصفیې بهیر جدي، ژور او څو پړاويز و.

د افغان ایواک مشر همدا راز لیکلي، د سرحدي ساتنې ادارې شواهد وړاندې کړل چې ښيي ټول افغان کډوال د امریکا خاورې ته تر داخلېدو مخکې په دقیقه توګه امنیتي پلټنې شوي دي. د هغه په وینا، دا څرګندونې هغه ادعاوې ردوي چې ځینې سناتوران یې د افغانانو د امنیتي خطر په نوم مطرح کوي.

وانډېور په غیرمستقیم ډول د سناتورانو سټېفن میلر، جاش هاولي او جان کورنین څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، هغه څه چې دوی یې د عامه افکارو د کډوډلو لپاره وړاندې کوي، له واقعي شواهدو سره سمون نه لري.

د افغان ایواک بنسټ، چې د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته یې د زرګونو افغانانو د ایستلو او بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته کړې، تل ټینګار کړی چې افغان کډوال د امریکا د امنیت لپاره ګواښ نه دي او د هغوی د قضیو سیاسي کول د بشري اصولو خلاف عمل دی.

د اسلامي همکاریو سازمان په سعودي کې د افغانستان په اړه تخنیکي غونډه وکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۰

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د تماس ډلې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه تخنیکي غونډه کړې ده.

په یاده غونډه کې د قطر په استازیتوب د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي خالد عبدالعزیز ګډون کړی و او د افغانستان د وضعیت په اړه یې د ګډ او متوازن چلند پر اړتیا ټینګار وکړ.

یاد قطري چارواکي د اسلامي همکاریو سازمان د قوانینو په چوکاټ کې د افغانستان لپاره بیړنۍ بشري مرستې، مسوولانه سیاسي تعامل او د افغانانو د غوښتنو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې: «د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې پروسې کوربتوب د قطر له هغه قوي باور څخه سرچینه اخلي، چې سولې ته د رسېدو لپاره رغنده خبرې تر ټولو ګټوره لاره ګڼي».

خالد عبدالعزیز ویلي، چې د نړۍوالو هڅو په لړ کې د افغانستان د قضیې په اړه د دوحې پروسه یو مهم ګام دی او همداراز یې هیله څرګنده کړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان لومړنۍ تخنیکي غونډه به عملي او رغنده پایلې ولري.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د تماس ډلې لومړۍ غونډه د روان کال په تلې میاشت کې د پرېکړو د پلي کولو لپاره د ګټور میکانیزم د جوړولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه په نیویارک کې جوړه شوې وه.

مقاومت شورا طالبانو ته په هند کې د افغان سفارت د سپارلو د پایلو په تړاو خبرداری ورکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا طالبانو ته په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د سپارلو په اړه د هند پرېکړه «بېړه‌ناکه» بللې ده. دغې شورا په سیمه او نړۍ کې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو او تعامل په برخه کې د امنیتي او ټولنیزو پایلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

دغې شورا د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) په یوې اعلامیې کې د طالبانو له ډلې سره د اړیکو د عادي کولو او د افغانستان د ډيپلوماټيک استازولۍ د سپارلو په برخه کې د هند یاده پرېکړه، د افغان ولس له تمو لرې او د افغانستان له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې بللې ده.

د مقاومت شورا په باور له طالبانو سره تعامل او د هغوی پېژندنه به په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه جدي، منفي او نه‌جبرانېدونکي امنیتي او ټولنیزې پایلې ولري او د تلپاتې سولې او د نړۍوالو اصولو پر بنسټ د نظم د ټینګښت لپاره د نړۍوالې ټولنې هڅې به زیانمنې کړي او همداراز دغه ډله به د لا ډېرو «ویجاړوونکو فعالیتونو» ترسره کولو ته وهڅوي.

دغه شورا وايي، د نړۍوالو حقوقو بنسټیز اصول او د ملګرو ملتونو د منشور غوښتنې دا څرګندوي چې د دولتونو پېژندنه او د ډيپلوماټيکو اړیکو ټینګښت باید د حقوقي مشروعیت، د ولس استازیتوب او نړۍوالو ژمنو ته د ژمنتیا پر بنسټ وي او همداراز زیاتوي: «د طالبانو ډله، د نړۍوال رسميت پېژندنې د نشتوالي او په افغانستان کې د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو د پرله‌پسې او ښکاره سرغړونو له امله، نه دا شرایط لري او نه یې کله لرلي دي».

دغه شورا طالبان یوه «افراطي ډله» بللې او په باور یې«ترهګریز فکر» لري او د افغانستان د ولس استازیتوب نه‌کوي او له هند څخه یې غوښتي چې د افغان ولس له «واقعي استازو» سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او همداراز زیاتوي: «موږ له هند دولت څخه، چې د افغانستان د ولس پخوانی دوست دی، تمه لرو چې د تاریخي او کلتوري ګډو اړیکو او د افغانستان د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره، له افغان ولس او د هغوی له واقعي استازو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي».

له هند سره د طالبانو د اړیکو پراخېدل؛ د طالبانو سرپرست سفیر په نوي ډیلي کې دنده پیل کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

هند سره له دې چې طالبان یې په رسمیت نه‌دي پېژندلي، خو په ۲۰۲۲ کال کې یې په کابل کې د خپل تخنیکي ماموریت له پیلولو وروسته له طالبانو سره اړیکې ټينګې کړې او تېره اونۍ یې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د طالبانو یوه استازي نور احمد نور ته وسپاره.

د یادونې وړ ده، چې هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له سفر سره هم مهاله د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په کابل کې به خپل تخنیکي ماموریت بېرته د سفارت کچې ته لوړ کړي.

طالبان: په روان کال کې مو څه باندې ۲۰ زره کسانو ته وړیا مسلکي زده‌کړې ورکړې دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزاررت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال له پیل څخه تر دې دمه یې له شل زره څخه ډېرو کسانو ته په وړیا توګه حرفوي او مسلکي زده‌کړې ورکړې دي. له دغه ډول مرکزونو فارغ شوي ځوانان بیا له دې شکایت لري، چې په دولتي ادارو کې ورته هېڅ ډول کاري زمینه نه‌برابرېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي، د یادې ډلې له لوري د حرفوي او مسلکي زده‌کړو پروګرام په لړ کې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه له شل زرو څخه ډېر کسان فارغ شوي دي.

ابراهیمي زیاته کړې: «هغوی چې له زده‌کړو څخه پاتې دي یا يي زده‌کړې نیمکړې دي او یا هم له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي او کوم مسلک او مهارت نه‌لري، په ټولو ولایتونو کې مو ورته د حرفوي او مسلکي زده‌کړو مرکزونه فعال کړي دي. خوشبختانه د روان کال له پیله تر دې دمه له شل زرو څخه ډېر کسان د حرفوي او مسلکي زده‌‌کړو له مرکزونو څخه فارغ شوي دي».

نوموړي ویلي، هڅه کوي چې یاد مسلکي کسان د کار په بازار کې د خپلو کاروبارونو څښتنان او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.

له دغو مرکزونو یو شمېر فارغ شوي ځوانان بیا له دې شکایت لري، چې له مسلکي زده‌کړو سربېره ورته په دولتي بنسټونو کې کاري زمینه نه‌برابرېږي.

طالبان پر داسې مهال په یوه کال کې څه باندې شل زره کسانو ته د مسلکي حرفو له زده‌کړې خبر ورکوي، چې هېواد کې زرګونه مسلکي ځوانان له بې‌کارۍ څخه سر ټکوي او د کار په لټه هره ورځ پر ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته مخه کوي.

طالبانو په کابل کې یو کس په دُرو وهلی دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل کې یې یو کس په ۳۹ دُرو وهلی دی. د کابل ولایت لپاره د طالبانو د ښاري محکمې د درېیم زون د جزا دیوان د مسوولینو په وینا، دغه کس د جنسي تیري په تور په دُرو وهل شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کس پر یو کال او ۶ میاشتې تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د ښاري محکمې د درېیم زون د جزا دیوان دغه پرېکړه د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.