• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا پخوانی دفاع وزیر: د اسلامي جمهوریت نسکورېدل ازادې نړۍ ته ستره لاسته‌راوړنه ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰

د برېتانیا پخواني دفاع وزیر سِر لیام فاکس په ایران کې د ملايانو نسکورېدل د ایران د خلکو او د ازادې نړۍ لپاره ستره لاسته‌راوړنه بللې ده.

نوموړي په هغه مقاله کې چې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) په برېتانوي ورځپاڼه ټېلګراف کې خپره شوه، لیکلي: «هغه ایران چې لوېدیځ ته مخه ولري او د پانګونې لپاره جذاب وي، کولای شي د فوسیلي سون‌توکو د نړۍوالې عرضې معادلې په بنسټیز ډول بدلې کړي او د روسیې د تېلو پر اقتصاد سخته ضربه واړوي».
دغه پخواني برېتانوي چارواکي د علي خامنه‌يی تر مشرۍ لاندې د ایران حکومت د نړۍ له تر ټولو «ناپاکو او بې‌رحمو» رژیمونو څخه وباله او زیاته یې کړه: «د دغو پرله‌پسې جنایتونو پر وړاندې د لوېدیځ غبرګون په ډېرو مواردو کې په شرموونکې توګه کمزوری او چوپ پاتې شوی دی».
د هغه په وینا، د ایران حکومت دا مهال له ۱۹۷۹ کال راهیسې په خپل تر ټولو کمزوري دریځ کې دی او د خپلې بقا لپاره له معترضانو سره په یوه حیاتي جګړه کې ښکېل دی.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۴

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

•
•
•

نور کیسې

نړیوال مشران د ټرمپ د «سولې بورډ» طرحې په تړاو احتیاط کوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰
100%

نړیوالو مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» نوښت ته له احتیاطه ډک غبرګون ښودلی، ځکه دا د ملګلو ملتونو رول اغیزمنولای شي. دې طرحې ټرمپ د «سولې بورډ» دایمي مشر وړاندیز کړی چې د کار پیل به یې له غزې وي او وروسته به نورې نړیوالې شخړې هم په اجنډا کې راولي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا بلنې شاوخوا ۶۰هېوادونو ته لېږل شوې دي، خو تر اوسه یوازې هنګري، چې د ټرمپ نږدې متحد بلل کېږي، په ښکاره ډول د ګډون ملاتړ اعلان کړی دی. نور حکومتونه له عامه دریځ نیولو ډډه کوي او ځینو چارواکو په پټه د دې طرحې پر پایلو اندېښنې څرګندې کړې دي.

د دغه نوښت له مخې، د «سولې بورډ» مشري به د ټول عمر لپاره د ډونالډ ټرمپ پر غاړه وي او د کار پیل به یې د غزې د جګړې له موضوع څخه وشي، چې وروسته به نورو نړیوالو شخړو ته هم وغځول شي.

د طرحې په مسوده کې راغلي، چې د غړو عادي دوره درې کاله ده، خو هغه هېوادونه چې د بورډ د لګښتونو لپاره یو میلیارد ډالر ورکړي، کولای شي دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، دا طرحه د هغو شریکو هېوادونو لپاره ده چې د سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره ژوره ژمنتیا لري، خو سره له دې، لا هم ګڼ هېوادونه د دې نوښت پر شفافیت او نړیوالو اغېزو پوښتنې لري.

د احمد الشرع ځواکونو له کردي ځواکونو نه د تېلو او ګازو پراخې ساحې ونیولې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۰
100%

د سوریې امنیتي سرچینو ویلي، چې د احمدالشرع ځواکونو په دیرالزور ولایت کې د تېلو تر ټولو ستره ساحه «العمر»، او د «کونوکو» د ګازو سیمه نیولې دي. دا پرمختګ داسې مهال دی چې د سوریې له پوځ سره ملګري عربي قبایلي ځواکونه هم د عراق پولې ته څېرمه د تېلو بډایه سیمه کې په پرمختګ بریالي شوي.

د تېلو هغه ساحې چې د فرات سیند ختیځ لوري ته موقعیت لري او د کردانو په مشرۍ ځواکونو لپاره د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي، د دغې ډلې لپاره یو ستر ګوزار و.

چارواکو وویل چې یادو ځواکونو دولت له هغو سرچینو بې‌برخې کړی و چې د دې ملیشو له خوا کارول کېدې.

د سوریې پوځ، د امریکا له غوښتنو سره سره چې د پرمختګ مخه ونیسي، په شمال ختیزه سوریه کې هغو سیمو ته خپل پرمختګ ته دوام ورکړی چې زیاتره عربي مېشتې دي او د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونوتر کنټرول لاندې وې.

یوې دولتي سرچینې وویل چې د عربي قبایلي جنګیالیو له پرمختګونو وروسته کردي ځواکونه مات شول، چې له امله یې حکومت او د هغه قبایلي متحدینو وکولای شول د فرات سیند د ختیزې غاړې په اوږدو کې له ۱۵۰ کیلومترو زیاتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

دا سیمه له باغوز څخه، چې د عراق پولې ته نږدې ده، تر مهمو ښارګوټو لکه الشحیل او بوصیره پورې غځېدلې ده.

د شنبې په شپه ناوخته، پوځ همدارنګه طبقه ښار او له هغه سره نښتی بند او همدارنګه د «ازادۍ بند» کنټرول واخیست، چې پخوا د بعث بند په نوم پېژندل کېده او د رقه لوېدیځ ته موقعیت لري.

سوریایي کردي چارواکو تر اوسه د دغو ستراتیژیکو سیمو د له لاسه ورکولو پخلی نه دی کړی او دا هم لا روښانه نه ده چې جګړې لا هم روانې دي او که نه.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۷مه) ۴۹۱ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۷۱۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات افغانان افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

شان وانډېور: په سنا کې په رسمي ډول ثابته شوه چې ټول افغانان بشپړ امنیتي پلټل شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰
100%

د افغان ایواک مشر شان وانډېور وایي، د سنا د عدلیې کمېټې په وروستۍ اورېدنه کې د عمومي تفتیش دفتر په ښکاره توګه ومنله چې د سرحدي ساتنې ادارې ټول افغانان امریکا ته له داخلېدو مخکې بشپړ ارزولي او هغه ادعاوې یې بې‌اساس وبللې چې ځینې سیاستوال یې د عامه افکارو کډوډلو لپاره مطرح کوي.

شان وانډېور د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن په سنا کې د عدلیې کمېټې له اورېدنې وروسته په خپل ایکس حساب کې لیکلي، چې د دغې ناستې تر ټولو مهم ټکی دا و چې دعمومي تفتیش ادارې په رسمي ډول ومنله، چې د افغانانو د ارزونې او تصفیې بهیر جدي، ژور او څو پړاويز و.

د افغان ایواک مشر همدا راز لیکلي، د سرحدي ساتنې ادارې شواهد وړاندې کړل چې ښيي ټول افغان کډوال د امریکا خاورې ته تر داخلېدو مخکې په دقیقه توګه امنیتي پلټنې شوي دي. د هغه په وینا، دا څرګندونې هغه ادعاوې ردوي چې ځینې سناتوران یې د افغانانو د امنیتي خطر په نوم مطرح کوي.

وانډېور په غیرمستقیم ډول د سناتورانو سټېفن میلر، جاش هاولي او جان کورنین څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، هغه څه چې دوی یې د عامه افکارو د کډوډلو لپاره وړاندې کوي، له واقعي شواهدو سره سمون نه لري.

د افغان ایواک بنسټ، چې د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته یې د زرګونو افغانانو د ایستلو او بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته کړې، تل ټینګار کړی چې افغان کډوال د امریکا د امنیت لپاره ګواښ نه دي او د هغوی د قضیو سیاسي کول د بشري اصولو خلاف عمل دی.

کییر سټارمر: ګرینلینډ د ډنمارک برخه ده، پر ناټو متحدینو تعرفې لګول «ناسم کار» دی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰
100%

د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ویلي، چې د ګرینلینډ سیاسي وضعیت روښانه دی او دا سیمه د ډنمارک د پاچاهۍ برخه ده، په داسې حال کې چې هغه د ناټو پر متحدینو د تعرفو لګول د ګډ امنیت پر ضد اقدام بللی او ټینګار یې کړی، چې لندن به دا موضوع له واشنګټن سره په مستقیم ډول وڅېړي.

کییر سټارمر د یک شنبې په ورځ په ایکس لیکلي، چې د ګرینلینډ راتلونکی باید د همدې ټاپو د خلکو او د ډنمارک د دولت له‌خوا وټاکل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې سیمې په اړه د برېتانیا دریځ «ډېر روښانه» دی او هېڅ بهرنی لوری حق نه لري د هغې پر برخلیک فشار راولي.

د برېتانیا لومړي وزیر همدارنګه د شمالي قطب د امنیت موضوع د ناټو لپاره حیاتي بللې او لیکلي یې دي، چې د ارکتیک امنیت یوازې د یوې یا دوو هېوادونو مسله نه ده، بلکې د ناټو د ټولو غړو ګډه اندېښنه ده. د هغه په وینا، متحدین باید په ګډه او لا پیاوړې همغږۍ سره د روسیې له‌خوا د ارکتیک په بېلابېلو برخو کې راولاړېدونکو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي.

سټارمر په خپل بیان کې د ناټو پر متحدینو د تعرفو لګولو په اړه هم سخت دریځ خپل کړی او دا اقدام یې «په بشپړه توګه ناسم» بللی. هغه لیکلي، چې پر هغو هېوادونو اقتصادي فشار راوستل، چې د ناټو د ګډ امنیت لپاره هڅې کوي، د ایتلاف له اصولو سره په ټکر کې دي.

د برېتانیا لومړي وزیر زیاته کړې، چې لندن به دا موضوع له امریکايي ادارې سره په مستقیمو خبرو کې تعقیب کړي، څو د ناټو د متحدینو ترمنځ سیاسي او امنیتي همغږي زیانمنه نه شي.