سهیل شاهین د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

په دوحه کې د طالبانو سفیر د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله ال حنزاب سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. په دوحه کې د طالبانو سفارت وايي، چې په دې لېدنه کې په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار شوی.