• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونه: په ۲۰۲۶ کې د افغانستان ۲۱.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو څانګې (OCHA) د تازه راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴۵ سلنه وګړي د بشري مرستو اړتیا ولري. راپور ښيي چې کلونه جګړه او د طبیعي پېښو پراخو اغېزو د خلکو د ژوند حالت پېچلی کړی دی.

داوچاپه تازه راپور کې راغلي چې، که څه هم د مرستو غوښتونکو خلکو شمېر لږ څه کم شوی، خو افغانستان به لا هم د نړۍ د سترو بشري بحرانونو له ډلې پاتې وي.

راپور زیاتوي، د کلونو جګړې او اقتصادي کمزورتیا له امله د خلکو مقاومت کم شوی او اوس په دې شرایطو کې د خوړو کموالی، پراخه سرحدي راستنېدنې، د اقلیم له امله وچکالي، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه سیسټماټیک محرومیت د بحران شدت زیات کړی دی.

د راپور په وینا، په ۲۰۲۶ کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا شمېره د څوبحرانونو او ژورو جوړښتي کمزورتیاوو پایله ده.

راپور ټینګار کوي چې د اوږدمهاله حل لارې او پراخو بشري مرستو د برابرولو لپاره نړیواله همکاري لازمي ده.

اوچاپه راپور کې وايي: «د بشري اړتیاوو د پراخېدو له کبله، په افغانستان کې د مرستو ګټور او هدفمند رسول د بشري ژوند د ژغورنې لپاره حیاتي اهمیت لري.»

د راپور له مخې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت جدي اندېښنې رامنځته کوي، ځکه هغوی د زده کړو، کار او ټولنیزو خدماتو د محرومیت له امله لا نورې زیانمنې شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د سوداګرۍ وزارت طالب چارواکي له ملي سوداګرو سره بنګله‌دېش ته په رسمي سفر تللي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۰

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د ملي سوداګرو له پلاوي سره بنګله‌دېش ته سفر کړی، څو د دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو پراختیا، صادراتو او وارداتو اسانتیاوې، او د ګډو پانګه ییزو فرصتونو څېړنه وشي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې رسمي سفر کې شاوخوا ۵۰ ملي سوداګر د رسمي پلاوي سره ملګري دي. ټاکل شوې چې دواړه هېوادونه به د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانۍ، او د ګډو پانګه ییزو فرصتونو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سفر موخه د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره د نوو بازارونو موندل، د هېواد تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول، او د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو همکاریو د لا پیاوړتیا او د ګډو تفاهمنامو د لاسلیک پر لارو چارو هم خبرې وشي، څو سوداګریزې اړیکې دوامداره او ګټورې شي.

طالبان وایي سږکال په افغانستان کې ۵۷ لرغوني ځایونه موندل شوي دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وایي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۵۷ لرغوني او تاریخي ځایونه په افغانستان کې موندل شوي دي.

خبیب غفران ویلي چې د دغو تاریخي او لرغونو ځایونو ډېره برخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې موقعیت لري.

د نوموړي په وینا، د لرغونو ځایونو د موندنې، ثبت او بیارغونې بهیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځانګړو کړنلارو له مخې ترسره کېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې که د لرغونو ځایونو ثبت او ارزونه په دقیق ډول ترسره شي، نو په افغانستان کې به د ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې لرغوني ځایونه موجود وي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۷مه) ۴۹۱ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۷۱۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات افغانان افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

ندا محمد ندیم: له ټکنالوژۍ ګټه واخلئ او علمي څېړنې پراخې کړئ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، مشرانو او تجربه لرونکو ډاکټرانو ته سپارښتنه کړې چې د ځوانو ډاکټرانو ملاتړ وکړي او هغوی د راتلونکې مسولین وبولي، خو د نجونو د طبي زده کړو د محدودیتونو او د ښځینه روغتیاپالانو کمښت ته یې اشاره نده کړې.

ندیم د کابل طبي علومو پوهنتون د لاسته راوړنو په غونډه کې استادانو ته وویل: «د ټکنالوژۍ له ګټې کار واخلئ، نوې علمي لاسته راوړنې رامنځته کړئ، علمي اثار ولیکئ او څېړنیز مرکزونه جوړ کړئ. د ټولو ملاتړ زموږ مسولیت دی.»

نوموړي همداراز ادعا وکړه چې په هېواد کې قومي او ژبني تعصب نشته او د ټولو ملاتړ د ښوونې او روزنې یوه مهمه برخه ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې تېرو درېیو کلونو کې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو ټولې دروازې تړل شوي، او ګڼ روغتیايي مرکزونه د ښځینه روغتیاپالانو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په وار وار پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو کې سخت محدودیتونه وضع کړي، او لسګونه تجربه لرونکي استادان له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې د طالبانو له لوري ټاکل شوي کسان ګومارل شوي دي.

چارواکي او استادان اندېښمن دي چې د استادانو د کمښت او د نجونو د زده کړو محدودیتونه به د روغتیا سکتور په راتلونکې کې جدي اغېزې ولري.

د خېبر پښتونخوا چارواکي: له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د دیر سیمې مرستیال کمیشنر واجد علي خان ویلي، چې له دغې سیمې څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په چټکۍ سره روان دی او تر اوسه له ۱۰ زره زیات کسان افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو د معلوماتو له مخې چې رسنیو سره یې شریک کړي، له دیر وروسته، د لنډي کوتل په سیمه کې شپږ افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، د تورخم له لارې افغانستان ته اړول شوي، او درې نورې کورنۍ د رسمي پروسې له بشپړېدو وروسته په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

چارواکو وویل چې په خیبر کې مېشتو ټولو افغان کورنیو ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی و، څو د قانوني اقداماتو نه وړاندې د پاکستان پرېښودو لپاره چمتو شي. همدارنګه، د دغه ایالت له مهمند سیمې هم د افغانانو د بېرته ستنېدو رسمي بهیر پیل شوی دی.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

چارواکي ټینګار کوي چې دا اقدام د حکومت د قانوني لارښوونو او امنیتي تدابیرو سره سم ترسره کېږي.