• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزو نړۍوالو سیالیو په ترڅ کې د ویسټ‌انډیز پروړاندې لوبه کوي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزو نړۍوالو سیالیو په ترڅ کې د ویسټ‌انډیز لوبډلې پر وړاندې میدان ته ځي. د دغه سریز لومړۍ لوبه سبا د دوبۍ په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې دا لوبه به د کابل پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.

نن د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جاناتان تروټ او د ویسټ‌انډیز لوبډلې لوبډلمشر برنډن کینګ له لوبې وړاندې خبري کنفرانس ته حاضر شول او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوبۍ په کرېکټ لوبغالي کې په جلا مراسمو کې د دواړو لوبډلو د لوبډلمشرانو په شتون کې د دې سیالیو د اتلولۍ له جام څخه هم مخکتنه وشوه.
د افغانستان کرېکټ بورډ د مخکېني اعلان پر بنسټ، د دې سریز درې واړه لوبې به د ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي په ۲۹مه، د سلواغې په لومړۍ او دویمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځو مخامخ لوبو کې افغانستان دوه بریاوې ترلاسه کړي او ویسټ‌انډیز درې ځلې د افغانستان په ماتولو بریالی شوی دی.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي
۱
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۲

د تېلو تور بازار؛ ایران څه ډول له طالبانو سره په همکارۍ بندیزونه ماتوي؟

۳

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۴
ځانګړی

طالبانو د خوست له سرحدي سیمو د وزیرستاني کډوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته ولېږدولې

۵
ځانګړی

زرمینه: د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې مې مور او اوس زه او لور مې له زده‌کړو محرومې یو