لوبې

مجید مرتضایي: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام لوړو پړاوونو ته د تګ وړتیا لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي مجید مرتضایي د ویتنام په وړاندې په دوستانه لوبه کې د خپلې لوبډلې له بریا وروسته د لوبغاړو له ښه لوبېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې افغان لوبډله د ۲۰۲۶کال د اسیا جام فوټسال سیالیو لوړو پړاوونو ته د رسېدو وړتیا لري.