طالبانو په ننګرهار کې یو کس له څه باندې ۴ زره زیکب نشهيي تابلیتونو سره نیولی دی

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه کس یې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د جلالاباد ښار له اوومې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو له ۴۱۲۳ زیکب تابلیتونو سره نیولی دی.
د مسوولینو په وینا، دغه کس به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
