د سوریې حکومت او کُردي ځواکونه پر سملاسي اوربند هوکړې ته ورسېدل

د سوریې حکومت اعلان کړی، چې د کُردانو تر مشرۍ لاندې د سوریې ډېموکراټیکو ځواکونو سره یې د سملاسي اوربند تړون لاسلیک کړی دی. د هوکړې له مخې؛ د دغه هېواد په شمالختیځ کې د څو ولایتونو کنټرول بېرته مرکزي حکومت ته سپارل کېږي او کُردي ځواکونه به په دولتي او امنیتي بنسټونو کې مدغم شي.
چارواکي وایي، دغه اوربند د وروستیو دوو اوونیو نښتو ته د پای ټکی ږدي او یاد اقدام د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره شوی دی.

