• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو امر بالمعروف وزارت هرات کې د زده‌کړیالانو په فراغت غونډه کې له مداخلې دفاع وکړه

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د یکشنبې په ورځ د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د دغه وزارت د وسله‌والو محتسبانو د مداخلې او د زده‌کړیالانو د نېکټایونو له لرې کولو خبرې دفاع وکړه.

ښاغلي خیبر نیوکه کوونکي «مزدوران، اجیران او د بهرنيانو له‌خوا ګومارل شوي کسان» وبلل. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دغه چارواکي د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې ولیکل، چې محتسبانو په هرات کې پرته له زور، تاوتریخوالي او اجباري چلند څخه د نېکټایي له اغوستلو مخنیوی کړی دی.

هغه وویل، په افغانستان کې د نېکټایي اغوستل پنځه کاله کېږي چې بند دي. د نوموړي په وینا؛ د امر بالمعروف قانون د نېکټایي اغوستل منع کړي او محتسبانو په دې موده کې په ټولو پوهنتونونو کې د نېکټایي پر دغه بندیز ټینګار کړی دی.

افغانستان انترنشنل تېره جمعه یوه ویډیو خپره کړه چې ښیي، د طالبانو د امر بالمعروف وسله‌وال د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د ۵۰ زده‌کړیالانو د فراغت مراسمو پرمهال هغوی اړ اېستي چې خپلې نېکټایانې لرې کړي.

سیف‌الاسلام خیبر د محتسبانو د دغه کار نیوکه کوونکي په ناخبرۍ تورن کړي او ویلي یې دي، چې د «مبلغ» او محتسب دندې سره توپیر لري. هغه ویلي، چې مبلغان یوازې سپارښتنې کوي؛ خو محتسبان د قانون د پلي کولو مسوول دي.

د هرات د فراغت په مراسمو کې د وسله‌والو محتسبانو مداخلې پراخ غبرګونونه راوپارولي دي. یو ګډونوال افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د محتسبانو چلند له ټولنیزو نزاکتونو لرې و او د سلګونه خلکو په حضور کې د زده‌کړیالانو پر وړاندې له سپکاوي ډک چلند و.

پېژندل شوی دیني عالم ولی‌الله لبیب د طالبانو د محتسبانو کړنې د دیني اعتبار مسله تر پوښتنې لاندې راوستله. لبیب د هرات د زده‌کړیالانو د نېکټایي لرې کولو پېښې ته په اشارې پر طالبانو د وېرې او وحشت خپرولو تور ولګاوه او دغه چلند یې «لویه ګناه» وبلله. دغه دیني عالم همداراز طالبان د خلکو د شخصي حریم په نقضولو تورن کړل.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې د یوې ټکواندوکارې له نیول کېدو وروسته؛ د افغان ښځو په اړه جوړ شوی مستند حذف شو

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۰

د «افروتروس» په نوم یوې هالندۍ شبکې د «له طالبانو ور هاخوا هیلا» مستند په هرات کې د طالبانو له لوري د یوې ټکواندو کارې خدیجه احمدزاده له نیول کېدو وروسته له خپلو شبکو حذف کړ. دغې شبکې ویلي، دا پرېکړه د هغو ښځو د خوندینې لپاره شوې چې په یاد مستند کې ونډه لري.

خدیجه احمدزاده د مرغومي په ۲۰مه په هرات کې د طالبانو له لوري نیول شوې او دغې ډلې د هغې د نیول کېدو په تړاو هېڅ سپیناوی نه‌دی کړی.

ریچارډ بېنیټ په کندز او هرات کې د نیول شوو ښځو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

خدیجې احمدزاده په «له طالبانو ور هاخوا هیلا» مستند کې په داسې حال کې چې څېره یې په واضح توګه ښکاري د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په تړاو څرګندونې کړې دي. دغه مستند د تېر زېږیز کال په وروستیو کې خپور شو، خو اوس حذف شوی دی.

د «افروتروس» په نوم یوې هالندۍ شبکې زیاته کړې: «تر هغې چې دغه قضیه روانه وي له موږ په ښکاره غوښتل شوي د هغې د امنیت خوندینې لپاره ډېر احتیاط وکړو. نو له همدې امله به اوس نور څه نه‌وایو».

د دغه مستند د جوړولو لپاره افغان خبریاله هیلا نورزۍ خپل ټاټوپي (هرات) ته تللې وه، څو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت وارزوي. په دې مستند کې خدیجه احمدزاده یوه څېره معرفي شوې او همداراز هغه د ورزشکارو ښځو د خاموشه مقاومت په توګه یاده شوې ده.

په همدې تړاو د هیلا نورزۍ یوه ټلویزیوني مرکه او همداراز په افروتروس رسمي وېب‌پاڼه کې د یاد مستند په تړاو نور جزییات هم حذف شوي او د هیلا نورزۍ انستاګرام اکونټ خصوصي حالت ته ګرځول شوی دی.

نصیر احمد فایق د طالبانو له زندان څخه له قید و شرط پرته د ۶ ښځو د ازادېدو غوښتنه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په هرات کې د طالبانو له لوري د خدیجې احمدزاده نیول کېدل غندلي او په بېړه او له قید و شرط پرته د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په فراه کې له ۷۰۹ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي او غېرخوراکي توکو مرسته وشوه

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۴ GMT+۰

د فراه ولایت لپاره د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست په بکواه او ګلستان ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) پر ۷۰۹ زیانمنو کورنیو له سروې وروسته یو شمېر خوراکي او غېرخوراکي توکي ووېشل.

د فراه ولایت لپاره له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د مسوولینو په وینا، له دغه شمېر څخه پر ۶۹۹ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای او ۱۰ کورنیو ته چې کورونه یې زیات ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته له یادو خوراکي توکو سربېره یوه خیمه هم وېشل شوې ده.

د دغې ادارې مسوولینو په دې اړه چې دغه مرستې د کومې موسسې له لوري برابرې شوي، څه نه‌دي ویلي.

د دغه ولایت یو شمېر سېلاب‌ځپلې کورنۍ وايي، له طبیعي پېښو سره هم‌مهاله باید مرستې وشي، ځکه د پېښې پر مهال دغه ډول مرستو ته ډېره اړتیا وي او دوی په ځنډ سره د مرستو د رسېدو تر څنګ پر پېچلي اداري بهیر هم نیوکې لري.

خو د فراه لپاره د طالبانو له پېښو سره د مبارزې مسوولینو ډاډ ورکړ، چې له اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو په لنډ ممکن وخت کې د اړمنو کورنیو لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي او په زیانمنو سیمو کې د بشري ستونزو د زیاتېدو مخه ونیسي.

د طالبانو او یوې موسسې ترمنځ د چاپېریال اړوندو پروژو د تطبیق په موخه یوه هوکړه لاسلیک شوه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې او اکسس پواینټ (Access Point) مشورتي او مالي شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند پروژې د تطبیق په موخه یوه هوکړه لاسلیک شوه. دا پروژه د یو‌اېن‌ډي‌پي له لوري تمویلېږي او د ۶ میاشتو موده کې به په کونړ کې تطبیق شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې پروژې د عملي کولو موخه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنو د چمتووالي لوړول، له طبیعي سرچینو ساتنه، د ځنګلونو پراختیا او د خلکو د معیشت ښه کول دي.

د پروژې له‌مخې به په ټاکل شویو سیمو کې لسګونه ښوونیزې ناستې جوړې، د ځايي کمېټو جوړښت او پیاوړتیا، د نیالګیو د کېنولو او ساتنې لپاره چمتووالی، د کرنیزو بستو وېش، د ټولنیز بسیج فعالیتونه او همدارنګه د چاپېریالي ستونزو د ثبت او تعقیب مېکانېزم رامنځته شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس مطیع‌الحق خالص وویل، چې د ورته پروژو تطبیق د چاپېریال ساتنې، د خلکو د ژوند د ښه‌والي او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره حیاتي ارزښت لري.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په اقلیمي بدلون هېڅ راز ونډه نه‌لري، خو له دغې ښکارندې ډېر اغېزمن دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په دې برخه کې د نړۍوالو مرستې او همداراز کېدونکې مرستې ځنډول شوې دي.

په لندن کې د خان عبدالغفار خان د تلین په مناسبت او د عبدالولي خان یاد غونډه جوړه شوه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۰

عوامي نشنل ګوند په لندن کې د خان عبدالغفار خان د ۳۸م تلین په مناسبت او د هغه د زوی عبدالولي خان یاد غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې ګډونوالو خان عبدالغفار خان ستر مبارز او د پښتنې ټولنې اصلاحګر وباله. د جنورۍ ۲۰مه د خان له ۳۸م تلین سره برابره ده.

خان عبدالغفار خان چې په باچا خان فخر افغان هم پېژندل کېږي د شلمې پېړۍ د عدم تشدد بنسټګر او سرلاری مبارز و، چې په خپله مبارزه کې يې ډېرې سختۍ وزغملې، خو له خپلې غوره کړې لارې يو قدم هم شاته نه‌شو. د باچا خان زوی عبدالولي خان هم د هغه لاره تعقیب کړه.

په لندن کې د باچا خان او عبدالولي خان په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو د عدم تشدد د سر لارو مبارزې وستایلې او همداراز یې د همدغه سیاست پر دوام ټینګار وکړ.

د یادې غونډې ګډونوالو د باچا خان د ژوند پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې او په وینا یې، باچا خان د پښتنو د ژوند په بېلابېلو برخو کې کار کړی او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.

په برېتانیا کې د عوامي نشنل ګوند یوه مسوول زاهد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «باچان خان یوازې سیاستوال نه‌وو، بلکې زموږ د ټولنې اصلاحګر وو او د انګرېزانو پر وړاندې د «عدم تشدد» سیاست په وسیله مبارزه کړې ده».

باچا خان په خپل وخت کې د نړۍ له ډېرو نورو مبارزینو د هغې ډلې له ګاندي سره ډېره راشه درشه درلوده او په ګډه یې مبارزه کوله.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد محبوب‌شاه محبوب باچا خان د پښتني ټولنې لپاره یو «نعمت» وباله، خو په وینا یې، پښتنو د نیابتي جګړو له امله ونه‌شوای کولای د نوموړي د لارې پیروي وکړي.

نوموړی زیاتوي، باچا خان د پښتنو لپاره د زده‌کړو غوښتونکی وو او هڅه یې کوله چې په پښتنو کې د زده‌کړو بنسټ کېښودل شي؛ له همدې امله د لرې پښتونخوا پر تله په کوزې پښتونخوا کې پښتانه ډېر لوستي دي.

له دې سره سم، لیکوال او فرهنګپال اصف ننګ وایي، لر او بر یو نسل دي او په باور یې د باچا خان د عدم تشدد مبارزه ډېره کمزورې وه؛ عدم تشدد هغه فاتح پښتون ډېر پڅ کړ چې هند، سند، تر بخارا او نیشاپور پورې یې فتحې کړې وې.

د نوموړي په وینا، د باچا خان په منشور کې «ملت پالنه» زیاته، خو «دولت جوړونه» تله کمزورې وه.

د یادونې وړ ده، چې خان عبدالغفار خان په ۱۸۹۰ کال کې د چارسدې په اتمانزو کې وزېږېد او د «عدم تشدد» د پالیسو د پرمخ بیولو لپاره د «خدايي خدمتګار تحریک» جوړ کړ او بالاخره ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۲۰مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د وصیت له‌مخې په جلال‌اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د جوزجان لپاره د طالبانو والي: د هبت‌الله اخوندزاده له فرامینو اطاعت پر ټولو واجب دی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د جوزجان لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي د دغه ولایت له ډلګي مشرانو او سرګروپانو سره په کتنه کې ویلي، د هبت‌الله اخوندزاده له فرامینو اطاعت کول پر ټولو مسوولینو او خلکو واجب دی. په دې وروستیو کې طالب چارواکي په وار وار له خپل مشر څخه پر اطاعت کولو ټینګار کوي.

د جوزجان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، عبدالله سرحدي په دې کتنه کې ویلي: «د هبت‌الله اخوندزاده له فرامینو اطاعت کول چې په‌کې سوله او د خلکو ارامتیا نغښتې ده، پر ټولو مسوولینو، مجاهدینو او خلکو واجب دی».

یو شمېر طالب چارواکي خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده ته ډېره په درنه ګوري او ان له فرامینو اطاعت کول یې واجب ګڼي، خو ځينې بیا لکه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په څېر طالب چارواکي چې د هبت‌الله اخوندزاده پر چارو نیوکې کوي، تبعید کېږي او یا هم په کور کېنول کېږي.

د جوزجان ولایت لپاره د طالبانو والي همداراز له ټولو ډلګي مشرانو او سرګروپانو وغوښتل چې په خپلو چارو کې خیانت، غلا او چپاول ونه‌کړي او همداراز یې د بې‌برخلیکه طالبانو د ستونزو د حل لپاره ټټر وواهه.

د یادونې وړ ده، چې عبدالله سرحدي تر دې مخکې د بامیان لپاره د طالبانو والي او په دې وروستیو ورځو کې د جوزجان لپاره د طالبانو د والي په توګه ټاکل شوی دی.