اتمر په افغانستان کې د ملکي اهدافو په نښه کول بزدلانه او د نړۍوالو اصولو خلاف عمل بللی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي چې د پاکستان له خوا د افغانستان په ښارونو کې د ملکیانو پر اهدافو بریدونه بزدلانه، تېری کوونکی او د نړۍوالې ټولنې د منل شویو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
هغه پراېکسپاڼه لیکلي چې دغه ډول حملې به پاکستان ته هېڅ سیاسي او نظامي ګټه ورنهکړي.
اتمر زیاته کړه: «د افغانستان خلک، سره له دې چې داخلي اختلافات لري، په خپله ځمکه د هر ډول تېري پر وړاندې په یووالي او ټینګار سره دفاع کوي».
هغه زیاته کړه چې تاریخ د دې حقیقت شاهد دی.
هغه د پاکستان له حکومت او پوځ څخه وغوښتل چې له دغو خطرناکو کړنو څخه دې لاس واخلي.
د هغه په وینا د حل لار هماغه خبرو اترو ته بېرته ستنیدل دي.
نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې اوربند دې تامین کړي او د مذاکراتو د پیل لپاره دې اقدام وکړي او د دواړو اړخونو د نړۍوالو ژمنو د پلي کېدو تضمین لپاره دې یو بېطرفه او موثره څارونکی میکانیزم رامنځته کړي.
