سنټکام د هُرمز تنګي د تړل کېدو ادعاوې رد کړې

فاکس خبري شبکې راپور ورکړی، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي چې د هُرمز تنګی نه دی تړل شوی او په دې تړاو د ایراني چارواکو څرګندونې ناسمې دي. د هُرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه يوه ده، چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته له همدې لارې تېل لېږدول کېږي.
د نښتو له پيل راهيسې د ایران اسلامي جمهوريت چارواکو څو ځله ګواښ کړی، چې دا تنګی به وتړي او پر ټولو تېرېدونکو بېړيو به بريدونه وکړي.
