ایران د ریاض ډیپلوماتیکه سیمه په نښه کړه

فرانس پرېس خبري اژانس د څلورو عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. دا هغه سیمه ده، چې بهرني سفارتونه او د ډیپلوماتانو استوګنځایونه پهکې موقعیت لري.
د سیمې یوه اوسېدونکي یادې رسنۍ ته ویلي: «ما د دوو چاودنو غږونه واورېدل او ورپسې د سیمې پر سر لوګي پورته شول».
ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه سیمه کې د متحده ایالاتو سفارت په توغندیو ویشتل شوی دی.
