• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ ادعا: د اوربند تر اعلان پورې د طالبانو او ټي‌ټي‌پي ۷۰۷ غړي وژل شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ادعا کړې، چې تر موقت اوربند پورې یې په هوايي بریدونو او مخامخ جګړو کې د طالبانو او ټي‌ټي‌پي ۷۰۷ غړي وژلي دي. هغه همدا راز ادعا کړې، چې پر ډیورنډ کرښه یې د طالبانو ۵۵ پوستې ویجاړې کړي او ۴۴ نورې یې ترې نیولې دي.

نوموړي له "جیو نیوز" ټلوېزیوني شبکې سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، چې پر ډیورنډ کرښه له طالبانو څخه دغه نیول شوې ۴۴ پوستې هغه ځایونه وو، چې وسله‌والو پرې تګ‌راتګ کاوه. د پاکستان د پوځ ویاند همدا راز ادعا کړې، چې د "غصب‌الحق" په عملیاتو کې یې د طالبانو ۲۳۸ پوځي ټانکونه او وسایط له منځه وړي دي.
د ده په خبره، د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو ۸۱ مرکزونه او نښې تر بریدونو لاندې راوستې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند همداراز ادعا کړې، چې د دغو بریدونو په پایله کې پاکستان ته د وسله‌والو د اوښتو او قاچاق مخه ډب شوې ده. احمد شریف چودري وایي، افغان طالبانو د دوی د بریدونو له وېرې پاکستاني طالبان (ټي‌ټي‌پي) په بېلابېلو سیمو کې پټ کړي دي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومتي چارواکو په پراخه کچه د افغان طالبانو او ټي‌ټي‌پي د وسله‌والو د وژل کېدو ادعاوې کړې وې، خو پر کابل واکمنو بیا تل دغه ادعاوې رد کړې دي.
د یادولو ده، چې د پاکستاني پوځ د دغو تازه څرګندونو په تړاو تر اوسه په کابل کې د طالبانو حکومت هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟
۱

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟

۲

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۳

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

۴

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په تېر یوه کال کې ۱۰۲ ځله د رسنیو ازادي نقض کړې

۵

بدخشان کې د نښتو په تړاو غبرګونونه؛ جمعه‌خان فاتح له «نا برابرې جګړې» سره مخ شوی