په قطر کې بې برخلیکه افغانان ویره لري چې ټرمپ ممکن دوی بیرته افغانستان ته ولېږدوي

یو شمېر هغه افغانان چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی او دا مهال امریکا ته د تګ په تمه په قطر کې دي وايي چې ممکن ټرمپ دوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولېږدوي. دوی زیاتوي چې په افغانستان کې به یې کورنۍ او ځانونه له ځورونې او ګواښ سره مخ شي.
