نزار آمیدي د عراق په شمال کې په دهوک ښار کې زېږېدلی او ۵۸ کاله عمر لري. هغه مخکې د چاپېریال وزیر پاتې شوی او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې په بغداد کې د کُردستان میهني اتحادیې د سیاسي دفتر مشري پر غاړه لرله.
آمیدي همدارنګه د دوو پخوانیو ولسمشرانو، جلال طالباني او فواد معصوم د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د عراق د سیاسي دود لهمخې، لومړی وزیر د شیعه مسلمانانو له منځه، د پارلمان رییس د سُني مسلمانانو له ډلې او ولسمشر د کُردانو له منځه ټاکل کېږي.
د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې، نوی ولسمشر ۱۵ ورځې وخت لري څو د لومړي وزیر د ټاکلو بهیر پیل کړي.
په همدې حال کې، د «شیعه ګانو د چوکاټ» په نوم اېتلاف، چې له ایران سره نږدې ډلې پهکې شاملې دي، مخکې اعلان کړی وو، چې نوري المالکي به د خپل نوماند په توګه معرفي کړي، خو دا پرېکړه د امریکا له مخالفت سره مخ شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنورۍ میاشت کې خبرداری ورکړی وو، که نوري المالکي لومړی وزیر شي، واشنګټن به له عراق سره خپلې مرستې بندې کړي.
د آمیدي غوراوی په داسې حال کې شوی، چې عراق د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له اغېزو سخت اغېزمن شوی دی. دا هېواد د دغو شخړو په منځ کې پاتې شوی، ځکه چې ایران ته نږدې وسله والو ډلو پر امریکايي اډو، ډیپلوماټیکو تاسیساتو او د انرژۍ پر مهمو زیربناوو بریدونه کړي دي.
په ځواب کې، امریکا او اسراییل هم پر دغو ډلو هوايي بریدونه کړي چې په ځینو مواردو کې د عراق د امنیتي ځواکونو د غړو د وژل کېدو سبب هم شوي دي.
همدارنګه، د روانې جګړې او د ایران له خوا د هُرمز تنګي د تړل کېدو له امله، د عراق د تېلو صادرات چې د دې هېواد د اقتصاد اصلي ستنه ده تر ډېره بریده درېدلي دي.