• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزي د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند او خبرو هرکلی کړی

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۲ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران او امریکا ترمنځ په اسلام‌اباد کې د اوربند ټینګښت او د خبرو د پیل هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو، سیمې او نړۍ په ګټه بللي. کرزي ویلي چې د جګړې او شخړې پای ته رسېدل مثبت ګام دی او د اوربند د رامنځته کېدو او د مذاکراتو د پیل لپاره شوې هڅې ستايي.

هغه زیاته کړې چې د جګړې له امله د ایران په څېر د یوه دوست او ګاونډي هېواد پر بشري او مالي زیانونو او دغه راز ددې جګړې له امله د عربي هېوادونو پر اغیزمنېدو خواشینی دی.

کرزي د خواخوږۍ په څرګندولو سره هیله ښودلې چې روانې خبرې به مثبتې او ګټورې پایلې ولري او د تفاهم له لارې به د سولې او امنیت په ټینګښت سره د ایران، سیمې او نړۍ د خلکو لپاره د سوکالۍ او ارامۍ زمینه برابره شي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د ملاهبت الله اندېښنه: تېر خلافتونه د خپلمنځي مخالفتونو او بې اطاعتیو له امله نسکور شول

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
د ملاهبت الله اندېښنه: تېر خلافتونه د خپلمنځي مخالفتونو او بې اطاعتیو له امله نسکور شول
100%

د طالبانو مشر ملاهبت الله په کندهار کې یوې ولسي غونډې ته په لېږل شوي پېغام کې ویلي، «تېرخلافتونه چې له منځه ولاړل د خپلو رعیتونو د مخالفتونو او بې اطاعتیو له امله نسکور شول، د پردیو له امله نه وو.» نوموړی زیاتوی، چې مسلمانان هر وخت د خپلمنځي مسایلو له امله له ستونزو سره مخ شوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن شنبه، د وري پر ۲۲مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله پیغام د کندهار سترې ولسي غونډې کې ولوستل شو.

100%

نوموړي د ملاهبت الله له قوله لیکلي، چې هغه د غونډې ګډونوالو ته په خپل پېغام کې ویلي، چې خپله هم د اسلامی امارت په سیاست ځان پوه کړي او مخالفین هم پرې پوه کړي.

ملاهبت الله د پېغام په یوه برخه کې وايي:«=ټول به د الله ج د دین د لوړوالي لپاره کوښښ کوو، د اسلامي امارت له شرعي موقف به دفاع کوو، خپله به یې هم منئ او خلک به هم اطاعت ته رابولئ، که نه نو فتنې به یووار بیا سر راپورته کړي.»

ملاهبت الله له خپلو مسوولینو غوښتي، «اوس ددې وخت دی چې په ګډه کوښښ وکړو چې خلک له اسلامي شریعت سره اشنا کړو».

نوموړي ویلي، چې دغه نظام د جهاد په نتیجه کې راغلی تو دلته به د نفس هوا او خواهشاتو تابعیت نه وي.

د ملا هبت الله په وینا، «د فتنو په زمانه کې» دین او مذهب خلکو ته نا اشنا شوی و، چې په تعقیب یې الله طالبانو ته موقع راکړه او له انفرادی خدماتو یې اجتماعي خدماتو ته انتخاب کړل.

ملاهبت الله سپارښتنه کړې، چې د جهادي اثارو خوندیتوب کې ګډه همکاري وکړي څو د راتلونکي نسل لپار ه «تحریض علی الجهاد» ګرځیدلی وي.

د طالبانو اطلاعاتو فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له خوا کندهار کې د ملاهبت الله د ۱۷مې ګڼې فرمان په تړاو ستره غونډه جوړه شوې وه چې پکې یو شمېر قومي مشرانو، د طالبانو پلویانو او خپرندویانو ګډون کړی و.

طالبانو د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو د بدیلې لارې سروې بشپړه کړې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱
طالبانو د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو د بدیلې لارې سروې بشپړه کړې
100%

د طالبانو د نورستان والي دفتر وايي، ددغه ولایت برګمټال اوکامدېش ولسوالیو ته د نوې لارې د جوړېدو سروې بشپړه شوې او عملي کار به یې ژر پیل شي. افغانستان انټرنشنل خبر ور کړی و چې د کونړ له ناړۍ څخه د نورستان دوو ولسوالیو ته غځېدلې لار د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پولیسو راډیو نن شنبه، د وري پر ۲۲مه ویلي، چې دنورستان والي زين العابدين عابد سپارښتنه کړې، چې د سړک د رغونې چارې ژر پيل شي، څو د کامدېش او برګمټال د ولسونو ستونزې زر اوارې شي.

د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو قومي مشرانو تېره ورځ د وري پر ۲۱مه افغانستان ته انټرنشنل ته وویل، چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له بري کوټ کلي څخه د نورستان کامدېش او پرګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لاره له دوو میاشتو راهسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې «اوچا» هم تایید کړې چې د سیمې اوسېدونکي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او لاره د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویه بنسټونو پر مخ تړلې ده.

د طالبانو د نورستان والي دفتر دا معلومات نه دي ورکړي، چې د سروې په تکمیلېدو سره به په څومره موده کې د پرګمټال او کامدېش ولسوالیو د نوې جوړېدونکې لارې عملي کار پیلیږي او په څومره موده کې به یې چارې تکمیلیږي.

د نورستان ځینې قومي مشران وايي، چې د نوې لارې جوړېدل د سیمې وضعیت ته په کتو سره څو میاشتې وخت اخلي او تر هغه وخته که لازمې لارې چارې ونه سنجول شي، د سیمې خلک به له ناورین سره مخ شي.

په افغانستان کې ۱۲،۶ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پیل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
په افغانستان کې ۱۲،۶ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پیل شوی
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د شنبې په ورځ، د وري ۲۲مه، په هېواد کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین درې ورځنۍ کمپاین پیل شو. د یاد کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۲،۶ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو پر ضد واکسین شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کمپاین د نړۍوالو ادارو په ملاتړ د هېوادو په ټولو حوزو کې پلی کېږي.

د مسولینو په وینا، دغه لړۍ یوازې په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړي هوا له امله ځنډېدلې او په غور ولایت کې به هم په یوه اونۍ په ځنډ ترسره شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورر جلال جلال وویل:« موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو او پولیو واکسین کمپاینونو او نورو اړینو روغتیايي خدماتو ته به تر هغې دوام ورکړو، څو دا ناروغي په بشپړه توګه له افغانستان نه ورکه کړو».

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان او پاکستان لا هم د پولیو ویروس له اړخه خوندي نه دي ګڼلي.

د دغه سازمان د اجراییوي بورډ په ۱۵۸مه غونډه کې وویل شول، چې د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې په نړۍ کې د پولیو ټولې ۳۸ پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې یوازې په افغانستان او پاکستان کې وې.

که څه هم دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله کم شوی، خو د ویروس دوامدار شتون لا هم د بشپړ وررکاوي پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کېږي.

په تېرو دوو ورځو کې د طبیعي پېښو په پایله کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۹ ټپیان دي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۵ GMT+۱
په تېرو دوو ورځو کې د طبیعي پېښو په پایله کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۹ ټپیان دي
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او د کورونو د چت نړېدو په پایله کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د شنبې په ورځ ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې کې په کابل، پروان، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، فراه، بادغیس، بلخ، سرپل، فاریاب، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولیتونو کې د بارانونو، سېلابونو او د کورونو د چت نړېدو له امله د ځاني زیان ترڅنګ ۴۸ کورونه په بشپړ ډول او ۱۳۴ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

د یادې ادارې ویاند ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د سېلابونو، بارانونو، زلزلې او کورونو د چت نړېدو له امله ۱۷۹ کسان مړه او ۲۳۸ کسان ټپیان شوې دي.

خالد حنفي خپلو ولایتي رییسانو ته: د هېچا مراعات مه کوئ او قانون پر ټولو یو شان پلی کړئ

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱
خالد حنفي خپلو ولایتي رییسانو ته: د هېچا مراعات مه کوئ او قانون پر ټولو یو شان پلی کړئ
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي خپلو ولایتي رییسانو ته لارښوونه کړې چې د خلکو ستونزو ته جدي پام وکړي او د مظلوم په دفاع کې د هېچا مراعات ونه کړي. نوموړي ټینګار کړی چې قانون باید پر ټولو یو شان تطبیق شي او دا یې د یاد وزارت اساسي مسوولیت بللی دی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت نن شنبه، د وري ۲۲مه ویلي، چې خالد حنفي د دغه وزارت ولایتي رییسانو، د شکایتونو اورېدلو امریتونو او مالي او اداري کارکوونکو ته د دعوتي چارو د پیاوړتیا په موخه یو ورځني سمینار کې وویل، چې « د الله پر ځمکه د احتساب دنده نېکو بندګانو ته سپاري؛ نو ځکه باید د شریعت د احکامو په پلي کولو او د خلکو حقونو ته په رسېدنه کې له پوره همغږۍ او ګډې همکارۍ کار واخیستل شي».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره، یادې ډلې تل د قانون پر پلي کولو ټینګار کړی، خو پر فعالیتونو یې جدي نیوکې هم دي.

نیوکه کوونکي وايي چې طالبان پر خپلو مسوولینو د قانون په تطبیق کې بریالي نه دي او داخلي رسنۍ یې د چارواکو د هر ډول فساد په اړه له راپور ورکولو منعه کړې دي.