د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته ورسېد

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې نوی ټاکل شوی مشر روزونکی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلی دی. پایبس د غوراوي کمېټې، نړیوال کرېکټ، کورني کرېکټ او د ظرفیت لوړونې مرکز د مسوولینو ترڅنګ له دواړو لوبډلمشرانو سره هم کتلي دي.
