طالبان وايي په نیمروز کې یې د قاچاقي درملو مخه نیولې

په نیمروز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په «سر دښت» او «مارګو دښت» سیمو کې یې له ایران څخه د درملو او نورو قاچاقي توکو د قاچاق مخه نیولې ده. طالبانو ویلي، چې د درملو د قاچاق په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.
