• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي عربستان لومړی عربي هېواد شو چې د «ارتمیس» نړیوال فضایي پروګرام برخه ګرځي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د سعودي عربستان فضایې ادارې اعلان کړی، چې د دغه هېواد «شمس» سپوږمکۍ د «ارتمیس ۲» ماموریت په چوکاټ کې په بریالیتوب سره فضا ته توغول شوې او له هغې سره لومړنۍ اړیکه هم ټینګه شوې ده. له دې سره سعودي لومړی عربي هېواد شو چې د ناسا په مشرۍ په نړیوال فضایي پروګرام «ارتمیس» کې برخه اخلي

«ارتمیس ۲» ماموریت د دې پروګرام دویم پړاو دی، چې د ناسا او نورو همکارو هېوادونو په ګډه ترسره کېږي. د دې ماموریت هدف دا دی، چې له پنځوسو کلونو وروسته بیا انسانان د سپوږمۍ شاوخوا فضا ته ولېږدول شي او د راتلونکو سفرونو لپاره، په ځانګړي ډول مریخ ته د سفر زمینه برابره کړي.

په دې ماموریت کې څلور فضانوردان د «اوریون» په نوم فضايي بېړۍ کې چې د تر ټولو قوي راکټ په وسیله توغول شوې، د سپوږمۍ شاوخوا ګرځېدلي دي. همدارنګه سپوږمکۍ «شمس» هم د دې ماموریت د علمي تجهیزاتو برخه ده.

سپوږمکۍ «شمس» په بیضوي مدار کې د ځمکې له سطحې شاوخوا له ۵۰۰ تر ۷۰ زره کیلومتره لوړوالي کې فعالیت کوي. دا د لمر د فعالیتونو د څارنې او د فضا د هوا د څېړنو لپاره پراخ معلومات برابروي.

د سعودي چارواکي وایي، چې دا لاسته راوړنه د دولت د ملاتړ پایله ده او له ۲۰۳۰ ستراتیژۍ سره سم د یوه سیال اقتصاد د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

نزار آمیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه غوره شو

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د عراق پارلمان د شنبې په ورځ نزار آمیدي، چې یو کُرد سیاستوال دی د یاد هېواد د نوي ولسمشر په توګه غوره کړ. هغه چې د «کردستان میهني اتحادیې» غړی دی، د سیالۍ په ترڅ کې یې د نورو نوماندانو تر څنګ اوسني بهرنیو چارو وزیر ته چې د «کُردستان ډیموکرات ګوند» له‌خوا نومول شوی هم ماتې ورکړه.

نزار آمیدي د عراق په شمال کې په دهوک ښار کې زېږېدلی او ۵۸ کاله عمر لري. هغه مخکې د چاپېریال وزیر پاتې شوی او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې په بغداد کې د کُردستان میهني اتحادیې د سیاسي دفتر مشري پر غاړه لرله.

آمیدي همدارنګه د دوو پخوانیو ولسمشرانو، جلال طالباني او فواد معصوم د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د عراق د سیاسي دود له‌مخې، لومړی وزیر د شیعه مسلمانانو له منځه، د پارلمان رییس د سُني مسلمانانو له ډلې او ولسمشر د کُردانو له منځه ټاکل کېږي.

د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې، نوی ولسمشر ۱۵ ورځې وخت لري څو د لومړي وزیر د ټاکلو بهیر پیل کړي.

په همدې حال کې، د «شیعه ګانو د چوکاټ» په نوم اېتلاف، چې له ایران سره نږدې ډلې په‌کې شاملې دي، مخکې اعلان کړی وو، چې نوري المالکي به د خپل نوماند په توګه معرفي کړي، خو دا پرېکړه د امریکا له مخالفت سره مخ شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنورۍ میاشت کې خبرداری ورکړی وو، که نوري المالکي لومړی وزیر شي، واشنګټن به له عراق سره خپلې مرستې بندې کړي.

د آمیدي غوراوی په داسې حال کې شوی، چې عراق د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له اغېزو سخت اغېزمن شوی دی. دا هېواد د دغو شخړو په منځ کې پاتې شوی، ځکه چې ایران ته نږدې وسله والو ډلو پر امریکايي اډو، ډیپلوماټیکو تاسیساتو او د انرژۍ پر مهمو زیربناوو بریدونه کړي دي.

په ځواب کې، امریکا او اسراییل هم پر دغو ډلو هوايي بریدونه کړي چې په ځینو مواردو کې د عراق د امنیتي ځواکونو د غړو د وژل کېدو سبب هم شوي دي.

همدارنګه، د روانې جګړې او د ایران له خوا د هُرمز تنګي د تړل کېدو له امله، د عراق د تېلو صادرات چې د دې هېواد د اقتصاد اصلي ستنه ده تر ډېره بریده درېدلي دي.

پاکستان ددفاعي تړون په اډانه کې سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستولې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د اسلام اباد او ریاض ترمنځ د دفاعي تړون له مخې، پاکستان د سعودي عربستان د امنیت د پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته جنګي الوتکې او نور پوځي ځواکونه استولي دي. د سعودي عربستان دفاع وزارت ویلي چې پاکستانۍ جنګي الوتکې او ملاتړې هوایي الوتکې د ملک عبدالعزیز هوايي اډې ته رسېدلې دي.

د اسلام اباد او ریاض ترمنځ د دفاعي تړون له مخې، پاکستان د سعودي عربستان د امنیت د پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته جنګي الوتکې او نور پوځي ځواکونه استولي دي.

د سعودي عربستان دفاع وزارت ویلي چې پاکستانۍ جنګي الوتکې او ملاتړې هوایي الوتکې ملک عبدالعزیز هوايي اډې ته رسېدلې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ګام د ګډې دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا او د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د ملاتړ لپاره اخیستل شوی دی.

یوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دغه ځواکونه «د برید لپاره نه دي هلته استول شوي» بلکې د دفاعي همکارۍ په اډانه کې ځای پر ځای شوي دي.

پاکستاني چارواکي ټینګار کړی چې د دې اقدام هدف ریاض ته ډاډ ورکول دي چې اسلام‌اباد به د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د سعودي په دفاع کې مرسته وکړي.

پاکستان او سعودي عربستان د ۲۰۲۵کال په سپټمبر کې یو دفاعي تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې پر یوه هېواد برید پر دواړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

پاکستان له کلونو راهیسې سعودي عربستان ته پوځي روزنه او مشورتي مرسته برابروي او په بدل کې سعودي عربستان د پاکستان مالي ملاتړ او اقتصادي ستونزو ته رسیده ګي کوي.

رویټرز: امریکا د ایران د کنګل شوې شتمنۍ له ازادولو سره موافقه کړې ده

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د ایران د یوه لوړپوړې چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې امریکا په قطر او د نورو هېوادونو په بانکونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو له ازادولو سره موافقه کړې ده. تهران دا ګام د سولې یوې تلپاتې هوکړې ته د رسېدو په لاره کې د «ښه نیت» ازموینه بولي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د ایران د کنګل شوې شتمنۍ خوشې کول په مستقیم ډول د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تېرېدو له ډاډ ترلاسه کولو سره تړاو لري.

د سرچینې په وینا، دا اقدام د سولې د هر ډول دوامداره هوکړې د مخشرط په توګه وړاندې شوی دی.

بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ، د وري پر ۲۱مه په خپله ټولنیزه شبکه کې د ایران په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

ټرمپ لیکلي: «ایرانیان ظاهرا نه پوهېږي چې دوی د بري لپاره هېڅ کارت نه لري؛ پرته له دې چې د اوبو له لارو په ګټنې له نړۍ څخه لنډمهاله باج‌واخلي.»

ټرمپ ویلي، چې د ایراني چارواکو ژوندي پاتې کېدو یوازینی دلیل په خبرو اترو کې برخه اخیستل دي.

د اندونیزیا ولسمشر له روسیې څخه د تېلو پېرلو په موخه مسکو ته سفر کوي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد هېواد ولسمشر پرابوو سوبیانتو روسیې ته رسمي سفر کوي. سوبیانتو به د سفر په ترڅ کې له پوتین سره د تېلو پېرلو او انرژۍ په تړاو خبرې وکړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر سوګیونو د شنبې په ورځ ویلي، چې ولسمشر پرابوو سوبیانتو روسیې ته د رسمي سفر تابیا نیسي.

د هغه وینا ولسمشرسوبیانتو به د سفر په ترڅ کې له پوتین سره وګوري او د تېلو پېرلو او د انرژۍ پر بدیلو سرچینو به خبرې وکړي.

دا هڅې په داسې حال کېږي، چې د ایران د جګړې له امله د تېلو نړۍوال بازار له کمښت او ننګونو سره مخ دی او اندونیزیا هڅه کوي، چې خپل د اړتیاو وړ تېلو ترلاسه کولو لپاره بدیلي لارې په کارواچوي.

د پاکستان لومړي وزیر خپل برېتانوي سیال ته د رسمي سفر بلنه ورکړه

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خپل برېتانوي سیال سره په ټېلیفوني خبرو کې هغه ته بلنه ورکړه، چې پاکستان ته سفر وکړي. د برېتانیا لومړي په دې خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د رامنځته کېدو او د خبرو د بیا پیل په برخه کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، شهباز شریف په دې ټېلیفوني خبرو کې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر ژمنتیا له ټینګار سربېره د هغو ګډو اعلامیو هرکلی کړی، چې د برېتانیا په ګډون د اروپا او نړۍ مشرانو د پاکستان د سولې د نوښتونو په ملاتړ خپرې کړې دي.

دواړو مشرانو ټینګار کړی، چې د اوربند دوام باید یقیني شي او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره لازم شرایط برابر شي.

د دغو خبرو په پای کې شهباز شریف د برېتانیا لومړي وزیر ته رسمي بلنه ورکړې چې پاکستان ته سفر وکړي.