• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزني کې دیوه کور د چت نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۲ GMT+۱

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوه کور د چت نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي. د سرچینې په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یاد کسان د بام د ستنو پر ترمیم بوخت وو.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د قره‌باغ ولسوالۍ په اختوالو کلي کې د یوه کور د چت د رانړېدو له امله د محب‌الله او نصرت‌الله په نومونو دوه کسان مړه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «یاد کسان چې محب‌الله او نصرت‌الله نومېدل، د خپل استوګن کور د خونې بام د ستنو ترمیم او رغونې په کار بوخت وو، چې ناڅاپه د خونې بام پرې ونړېد».

د خبرپاڼې پربنسټ، د بام له نړېدو سره دواړه کسان تر خاورو لاندې شول او په هماغه ځای کې یې ساه ورکړه.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د مسوولینو په وینا، یاده پېښه د کور د زړو ستنو او بام د کمزورتیا له امله رامنځته شوې ده.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۳
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۴

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په نیمروز کې ۹۱۵۵ کیلوګرامه قاچاقي درمل وسوځول

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ لپاره د دوی د ابتداییه محکمې د پرېکړې له‌مخې، ۹۱۵۵ کیلوګرامه قاچاقي انساني او حیواني درمل له منځه وړل شوي دي. طالبانو په دې اړه چې ایا د دغو توکو د لیږد په تړاو څوک نیول شوي او که څنګه، څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه درمل د زرنج- دلارام د لویې لارې په اوږدو کې ترلاسه شوي وو.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاد درمل له قانوني څېړنو او د محکمې له پرېکړې وروسته وسوځول شول، خو په خبرپاڼه کې په دې اړه چې د دغو درملو د قاچاق په تړاو څوک نیول شوي او که څنګه، څه نه‌دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نیمروز د مرکز زرنج ښار د درېیمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې هم ۲ کسان د انساني درملو او نورو قاچاقي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له شخړې وروسته د دواړو لورو تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او ځینې قاچاق کوونکي هڅې کوي، د اړتیا وړ توکي هېواد او یا هم نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.

په هالنډ کې یو شمېر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو خلاف لاریون کړی

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۱

په هالنډ کې مېشتو یو شمېر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو خلاف لاریون کړی او د جرمونو له نړیوالې محکمې یې غوښتنه کړې، چې د یاد هېواد د پوځ او حکومت مشران باید محاکمې ته راکش کړي. دغو افغانانو ویلي، پاکستان په دغو بریدونو سره «بشري جنایت» ترسره کړی دی.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې سایرې نورزۍ وویل، چې پاکستاني عسکرو په وار وار پر ډیورند کرښه پر ملکي‌ وګړو بریدونه کړي او تېرو میاشتو کې یې سلګونه افغانانو ته په هوایي بمباریو کې هم مرګ ژوبله اړولې ده. هغې وویل: «افغانان هېڅکله اجازه نه‌ورکوي چې زموږ د ولس وینه تویه شي او موږ نړیوالو ته پېغام ورکوو، چې د دغه جنایت پر وړاندې اقدام وکړي».

د پلوشې همزاد په نوم یوې بلې افغانې هم په دغه لاریون کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل او د ملکي وګړو په نښه کول یې د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل وباله.

هغې زیاته کړه: «موږ نن ځکه راټول شوي یو چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوو، څو مداخله وکړي او جنګ ختم کړي».

دغو لاریونوالو په خپل پرېکړه لیک کې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د یاد حکومت نور لوړ پوړي چارواکي د «بشري جنایت» په تړاو د عدالت مېز ته راکش کړي او سزاوې ورکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې سیاسي، وسله‌وال او سوداګریز کړکېچ روان دی. دواړو لورو پر ډیورند کرښه له یو بل سره نښتې کړي او پاکستان بیا د کابل په ګډون د هېواد ګڼ ولایتونه بمبار کړي، چې په‌کې یې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

تر دې وړاندې هم په اروپا امریکا او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د لاریونونو په ترڅ کې د پاکستان یاد بریدونه غندلي دي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په هرات کې پر ملکي وګړو برید غندلی

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي، چې د ملکي وګړو پر وړاندې د هر ډول ترهګریزو کړنو غندنه کوي او دا ډول تاوتریخوالی هیڅکله نه شي توجیه کېدای. استازولۍ په هرات کې د جمعې د ورځې برید وحشیانه بللی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

نن د وري پر ۲۲مه په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی.

د هغه په وینا، په روغتون کې یو شمېر ټپیانو سا ور کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې د یادې پېښې اته نور ټپیان لاهم د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي، چې طالبانو د یادې پېښې په تړاو یو کس نیولی دی.

د جمعې په ورځ د ماسپښین په شاوخوا ۳:۰۰ بجو ناپېژاندو وسله‌والو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې پر یوشمېر هغو شیعه کورنیو برید وکړ، چې د مېلې ​​او زیارت لپاره یادې سیمې ته تللې وې.

ریچارډ بېنېټ په هرات کې پر ملکي خلکو د برید په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په هرات کې پر ملکي وګړو ډزې وغندلې او دا پیښه یې "وحشیانه" وبلله. هغه د پیښې په تړاو د بې پرې پلټنو او عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

ریچارډ بېنټ نن شنبه، د وري پر ۲۲مه په خپل اېکس کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د جمعې په ورځ وسله والو کسانو د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې د تفریح ​​لپاره سیمې ته تلليو یو شمیر شیعه کورنیو باندې برید وکړ. د پېښې مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه ده اخېستی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې ناڅرګندو وسله والو چې په موټرسایکل سپاره وو، پر ملکي وګړو ډزې وکړې.

محمد محقق: یوازې یو هیواد د طالبانو پر وړاندې د وسله والې مبارزې ملاتړ کوي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د ازادۍ جبهې د قوماندانانو په یادغونډه کې وویل، چې یوازې یو هیواد د طالبانو پر وړاندې د وسله والې مبارزې ملاتړ کوي. محقق زیاته کړه چې د طالبانو مخالفینو ته پاملرنه زیاته شوې ده.

محقق د کوم ځانګړي هیواد نوم وانخیست، خو داسې ښکاري چې هغه پاکستان ته اشاره کوله، چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره پوځي شخړه کړې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې په تیرو څلور نیمو کلونو کې د وسله والې مبارزې لپاره شرایط چمتو نه نه ول او لویدیزو هیوادونو او د افغانستان ګاونډیانو د طالبانو پر وړاندې د داسې جګړې مخه نیولې وه.
محمد محقق وویل. چې یوازې یو هیواد د طالبانو پر وړاندې د وسله والې مبارزې ملاتړ کوي.

د طالبانو له خوا په سالنګ کې د افغانستان د ازادۍ جبهې د یو شمیر قوماندانانو او ځواکونو د وژلو په اړه محقق وویل چې په داسې چاپیریال کې جګړه د څپو پر وړاندې د لامبو وهلو معنا لري.

هغه دا هم وویل: « د ټولو هیوادونو صبر پای ته رسېدلی او د طالبانو تیاره او ویجاړوونکي واکمنان ډیر ژوند نه لري.»

هغه زیاته کړه، چې په اوکراین، غزه، لبنان او په دې وروستیو کې د ایران جګړو د نړۍ پام له افغانستان څخه اړولی و، خو د هغه په ​​وینا، په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد سیاسي خوځښتونو ته پاملرنه زیاته شوې ده.

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر په پای کې هیله څرګنده کړه چې د طالبانو استبدادي رژیم به نسکور شي.