• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په هرات کې پر ملکي وګړو برید غندلی

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي، چې د ملکي وګړو پر وړاندې د هر ډول ترهګریزو کړنو غندنه کوي او دا ډول تاوتریخوالی هیڅکله نه شي توجیه کېدای. استازولۍ په هرات کې د جمعې د ورځې برید وحشیانه بللی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

نن د وري پر ۲۲مه په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی.

د هغه په وینا، په روغتون کې یو شمېر ټپیانو سا ور کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې د یادې پېښې اته نور ټپیان لاهم د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي، چې طالبانو د یادې پېښې په تړاو یو کس نیولی دی.

د جمعې په ورځ د ماسپښین په شاوخوا ۳:۰۰ بجو ناپېژاندو وسله‌والو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې پر یوشمېر هغو شیعه کورنیو برید وکړ، چې د مېلې ​​او زیارت لپاره یادې سیمې ته تللې وې.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۳

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ په هرات کې پر ملکي خلکو د برید په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په هرات کې پر ملکي وګړو ډزې وغندلې او دا پیښه یې "وحشیانه" وبلله. هغه د پیښې په تړاو د بې پرې پلټنو او عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

ریچارډ بېنټ نن شنبه، د وري پر ۲۲مه په خپل اېکس کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د جمعې په ورځ وسله والو کسانو د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې د تفریح ​​لپاره سیمې ته تلليو یو شمیر شیعه کورنیو باندې برید وکړ. د پېښې مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه ده اخېستی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې ناڅرګندو وسله والو چې په موټرسایکل سپاره وو، پر ملکي وګړو ډزې وکړې.

محمد محقق: یوازې یو هیواد د طالبانو پر وړاندې د وسله والې مبارزې ملاتړ کوي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د ازادۍ جبهې د قوماندانانو په یادغونډه کې وویل، چې یوازې یو هیواد د طالبانو پر وړاندې د وسله والې مبارزې ملاتړ کوي. محقق زیاته کړه چې د طالبانو مخالفینو ته پاملرنه زیاته شوې ده.

محقق د کوم ځانګړي هیواد نوم وانخیست، خو داسې ښکاري چې هغه پاکستان ته اشاره کوله، چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره پوځي شخړه کړې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې په تیرو څلور نیمو کلونو کې د وسله والې مبارزې لپاره شرایط چمتو نه نه ول او لویدیزو هیوادونو او د افغانستان ګاونډیانو د طالبانو پر وړاندې د داسې جګړې مخه نیولې وه.
محمد محقق وویل. چې یوازې یو هیواد د طالبانو پر وړاندې د وسله والې مبارزې ملاتړ کوي.

د طالبانو له خوا په سالنګ کې د افغانستان د ازادۍ جبهې د یو شمیر قوماندانانو او ځواکونو د وژلو په اړه محقق وویل چې په داسې چاپیریال کې جګړه د څپو پر وړاندې د لامبو وهلو معنا لري.

هغه دا هم وویل: « د ټولو هیوادونو صبر پای ته رسېدلی او د طالبانو تیاره او ویجاړوونکي واکمنان ډیر ژوند نه لري.»

هغه زیاته کړه، چې په اوکراین، غزه، لبنان او په دې وروستیو کې د ایران جګړو د نړۍ پام له افغانستان څخه اړولی و، خو د هغه په ​​وینا، په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد سیاسي خوځښتونو ته پاملرنه زیاته شوې ده.

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر په پای کې هیله څرګنده کړه چې د طالبانو استبدادي رژیم به نسکور شي.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير: افغان کډوالو ته به د بېرته ستنېدو اسانتياوې زياتې شي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدی د لنډي کوتل کمپ ته تللی او هلته يې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير او اسانتياوې ارزولې دي. اپریدي ددغه کمپ د لیدلو پرمهال وویل، «افغانان زموږ وروڼه دي او له هغوی سره هر ډول بې‌حرمتي به هېڅکله ونه زغمل شي».

نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ایالتي حکومت افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ټولې ممکنه اسانتياوې برابروي، څو دا بهير په باعزته او منظم ډول ترسره شي.

اپریدي د انتظارځي اسانتياوې وکتلې او ويې ويل چې دا مهال د پاکستان د احصایې ادارې یا نادرا ۲۲مراجعه ځایونه فعال دي، خو د زياتېدونکي ګڼه ګوڼې له امله دا شمېر بسنه نه کوي. هغه اعلان وکړ چې د نادرا له چارواکو سره به ژر کښېني او د مراجعه ځایونو شمېر به ۴۰ ته لوړ کړي، څو د ثبت بهير چټک او اغیزناک شي.

د هغه په وينا، د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه د افغان وګړو د رضاکارانه بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده، چې له امله يې په لنډي کوتل هولډنګ سنټر کې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې نورو څلورو انتظارځایونو ته به هم د نادرا اضافي کارکوونکي وګومارل شي، څو فشار کم او چارې په ښه ډول پر مخ يوړل شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دا هم څرګنده کړې چې په ایالت کې مېشتو افغان وګړو پر ضد روانې کړنې د مرکزي حکومت پرېکړه ده، او ایالتي حکومت د ملي کچې پرېکړو د پلي کولو مسووليت لري.

اپریدي ټينګار کړی چې «افغانان زموږ وروڼه دي او له هغوی سره هر ډول بې‌حرمتي به هېڅکله ونه زغمل شي».

هغه وويل چې د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ مذهبي، ژبني او کلتوري اړيکې شته، چې بايد هر حال کې درناوی يې وشي.

د اپریدي له تګ وروسته افغان کډوالو لاریون وکړ او اعتراض یې درلود، چې دوی په کمپ کې بند پاتې دي.

امسو: د طالبانو په زندان کې درې افغان خبریالان له سختو رواني شکنجو سره مخ دي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو په بندخونو کې د شکيب احمد نظري، بشير هاتف، حميد فرهادي او يو شمېر نورو خبريالانو د وضعيت په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده. یاد سازمان وایي، چې د بشير هاتف او شکيب نظري روحي او رواني وضعيت ښه نه دی.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» نن شنبه، د وري پر ۲۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو په زندان کې د درې افغان خبریالانو د روغتيايي وضعيت په اړه هر ډول بې‌تفاوتي د بشري حقونو او د بيان ازادۍ د اصولو پر وړاندې لويه جفا ده.

یاد سازمان وايي، چې په بندخونو کې د خبريالانو ساتل، په ځانګړې توګه کله چې هغوی له سختو رواني فشارونو سره مخ وي، د ټولو نړيوالو ميثاقونو او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

سازمان يو وار بيا له طالبانو غوښتنه کړې ده، چې ياد خبريالان پرته له کوم قيد او شرط سملاسي خوشي کړي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له ملګرو ملتونو، د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې (CPJ) او د بې‌پولې خبريالانو سازمان (RSF) او نورو بشرپالو بنسټونو څخه غوښتي، چې د افغان خبريالانو د خونديتوب لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

یاد سازمان نیوکه کړې، چې د خبريالانو نيولو او په ناعادلانه شرايطو کې د هغوی ساتلو په افغانستان کې د اطلاع رسونې بهير کې يو جدي خنډ او د وېرې او ډار فضا رامنځته کړې ده.

لاتر اوسه طالبانو ددې موضوع په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ملاهبت الله اندېښنه: تېر خلافتونه د خپلمنځي مخالفتونو او بې اطاعتیو له امله نسکور شول

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱

د طالبانو مشر ملاهبت الله په کندهار کې یوې ولسي غونډې ته په لېږل شوي پېغام کې ویلي، «تېرخلافتونه چې له منځه ولاړل د خپلو رعیتونو د مخالفتونو او بې اطاعتیو له امله نسکور شول، د پردیو له امله نه وو.» نوموړی زیاتوی، چې مسلمانان هر وخت د خپلمنځي مسایلو له امله له ستونزو سره مخ شوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن شنبه، د وري پر ۲۲مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله پیغام د کندهار سترې ولسي غونډې کې ولوستل شو.

100%

نوموړي د ملاهبت الله له قوله لیکلي، چې هغه د غونډې ګډونوالو ته په خپل پېغام کې ویلي، چې خپله هم د اسلامی امارت په سیاست ځان پوه کړي او مخالفین هم پرې پوه کړي.

ملاهبت الله د پېغام په یوه برخه کې وايي:«=ټول به د الله ج د دین د لوړوالي لپاره کوښښ کوو، د اسلامي امارت له شرعي موقف به دفاع کوو، خپله به یې هم منئ او خلک به هم اطاعت ته رابولئ، که نه نو فتنې به یووار بیا سر راپورته کړي.»

ملاهبت الله له خپلو مسوولینو غوښتي، «اوس ددې وخت دی چې په ګډه کوښښ وکړو چې خلک له اسلامي شریعت سره اشنا کړو».

نوموړي ویلي، چې دغه نظام د جهاد په نتیجه کې راغلی تو دلته به د نفس هوا او خواهشاتو تابعیت نه وي.

د ملا هبت الله په وینا، «د فتنو په زمانه کې» دین او مذهب خلکو ته نا اشنا شوی و، چې په تعقیب یې الله طالبانو ته موقع راکړه او له انفرادی خدماتو یې اجتماعي خدماتو ته انتخاب کړل.

ملاهبت الله سپارښتنه کړې، چې د جهادي اثارو خوندیتوب کې ګډه همکاري وکړي څو د راتلونکي نسل لپار ه «تحریض علی الجهاد» ګرځیدلی وي.

د طالبانو اطلاعاتو فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له خوا کندهار کې د ملاهبت الله د ۱۷مې ګڼې فرمان په تړاو ستره غونډه جوړه شوې وه چې پکې یو شمېر قومي مشرانو، د طالبانو پلویانو او خپرندویانو ګډون کړی و.