د اندونیزیا ولسمشر له روسیې څخه د تېلو پېرلو په موخه مسکو ته سفر کوي

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد هېواد ولسمشر پرابوو سوبیانتو روسیې ته رسمي سفر کوي. سوبیانتو به د سفر په ترڅ کې له پوتین سره د تېلو پېرلو او انرژۍ په تړاو خبرې وکړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد هېواد ولسمشر پرابوو سوبیانتو روسیې ته رسمي سفر کوي. سوبیانتو به د سفر په ترڅ کې له پوتین سره د تېلو پېرلو او انرژۍ په تړاو خبرې وکړي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر سوګیونو د شنبې په ورځ ویلي، چې ولسمشر پرابوو سوبیانتو روسیې ته د رسمي سفر تابیا نیسي.
د هغه وینا ولسمشرسوبیانتو به د سفر په ترڅ کې له پوتین سره وګوري او د تېلو پېرلو او د انرژۍ پر بدیلو سرچینو به خبرې وکړي.
دا هڅې په داسې حال کېږي، چې د ایران د جګړې له امله د تېلو نړۍوال بازار له کمښت او ننګونو سره مخ دی او اندونیزیا هڅه کوي، چې خپل د اړتیاو وړ تېلو ترلاسه کولو لپاره بدیلي لارې په کارواچوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خپل برېتانوي سیال سره په ټېلیفوني خبرو کې هغه ته بلنه ورکړه، چې پاکستان ته سفر وکړي. د برېتانیا لومړي په دې خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د رامنځته کېدو او د خبرو د بیا پیل په برخه کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، شهباز شریف په دې ټېلیفوني خبرو کې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر ژمنتیا له ټینګار سربېره د هغو ګډو اعلامیو هرکلی کړی، چې د برېتانیا په ګډون د اروپا او نړۍ مشرانو د پاکستان د سولې د نوښتونو په ملاتړ خپرې کړې دي.
دواړو مشرانو ټینګار کړی، چې د اوربند دوام باید یقیني شي او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره لازم شرایط برابر شي.
د دغو خبرو په پای کې شهباز شریف د برېتانیا لومړي وزیر ته رسمي بلنه ورکړې چې پاکستان ته سفر وکړي.
د امریکا له ډیموکرات ګوند څخه د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو پخوانۍ نومانده او د جو بایډن مرستیاله کاملا هرېس ویلي، چې ښايي په ۲۰۲۸ کال کې بیاځلي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نومانده شي.
هغې دا څرګندونې د مدني حقونو د سازمان «نشنل اکشن نیټورک» په یوې غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د احتمالي نوماندۍ په اړه لا هم فکر کوي.
هرېس زیاته کړه، چې راتلونکې پرېکړه به پر دې وي، چې څوک په ۲۰۲۸ کال کې د امریکا د خلکو لپاره تر ټولو ښه خدمت کولی شي.
هغې په ۲۰۲۴ کال کې د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنې وبایللې.
د روسیې یوې پوځي محکمې د دغه هېواد د دفاع وزارت پخوانی مرستیال، پاول پوپوف د مالي فساد او درغلیو په تور په ۱۹ کاله تنفیذي بند محکوم کړ. نوموړی تورن دی چې د یوه پوځي پارک د جوړولو له بودیجې او امکاناتو څخه یې شخصي ګټه پورته کړې ده.
د روسیې دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ، د وري ۲۱مه راپور ورکړ، چې ۶۹ کلن پاول پوپوف د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوی، خو نوموړي لګول شوي تورونه رد کړي دي. پوپوف د ۲۰۲۴ کال په دوبي کې مسکو ته نږدې د یوه پوځي پارک د جوړولو په تړاو د درغلیو په تور په «اربات» سیمه کې ونیول شو.
پلټونکو موندلې چې پاول پوپوف له ۲۰۲۱ کال راهیسې له یاد پارک څخه خپل کلي ته ساختماني مواد لېږدول او له دولتي امکاناتو یې په شخصي ودانیو کې ګټه اخیسته.
د یادونې وړ ده چې د روسیې د دفاع وزارت یو بل پخوانی لوړپوړی چارواکی، ولادیمیر شیستروف هم په تېر جولای میاشت کې په ورته قضیه کې په شپږ کاله بند محکوم شوی و.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګژوبلې ژوره اندېښنه ښودلې او د نړۍوالو قوانینو پر مراعاتولو یې ټینګار کړی دی. هند په خپله رسمي اعلامیه کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، په یوه اعلامیه کې، پرته له دې چې د اسراییل نوم واخلي، په لبنان کې د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګژوبله اندېښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې د نړۍوالو قوانینو پر مراعات او د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوی ټینګار شوی دی.
د راپورونو له مخې، په لبنان باندې د اسراییل په دوه ورځنیو بریدونو کې له ۲۵۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان دي. دغو پېښو په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه سختې اندېښنې راپارولې دي.
واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند له سخت فشار سره مخ دی. د راپور لهمخې، د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بندښت او د لبنان په سویل کې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د بریدونو دوام د منځني ختیځ امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.
په راپور کې راغلي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي، خو په عملي ډول د هرمز تنګي لاره لا هم بنده ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ایران د دغه تنګي د پرانیستلو په برخه کې «ډېر کمزوری کار کړی» دی.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروت سوش) لیکلي، چې دا وضعیت «ناانصافي» او د منل شوي توافق خلاف دی. نوموړي تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې ایران باید له دغې ستراتېژیکې لارې څخه د تېلو د ټانکرونو د تېرېدو په بدل کې هېڅ ډول مالیه ونه اخلي.
دا ترینګلتیاوې په داسې حال کې زیاتېږي چې ټاکل شوې سبا په اسلاماباد کې د دواړو لورو ترمنځ مهمې ډیپلوماټیکې خبرې پیل شي. کارپوهان اندېښنه ښيي چې د هرمز تنګي بندښت او په لبنان کې د بریدونو دوام ښايي د اسلاماباد د مذاکراتو پر پایلو منفي اغېز وکړي او په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم وغځوي.