رواداري بنسټ: په هرات کې پر شیعهګانو ډزې «هدفي» برید وو

د رواداري بنسټ د شواهدو پر بنسټ ویلي، چې په هرات کې پر شیعه وګړو ترسره شوې ډزې یو هدفي او منظم برید وو. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې دا پېښه د نړیوالو معیارونو لهمخې وڅېړي او په افغانستان کې د مذهبي لږکیو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي.
