په کابل کې د ایران سفارت د ایت الله خامنه يي د څلوېښتي مراسم ترسره کړل

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت وايي، چې د خپل وژل شوي مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د څلوېښتي مراسم یې ترسره کړي دي. په دغو مراسمو کې په کابل کې د ایران د سفیر په ګډون یو شمیر اهل تشیع دیني عالمانو او فرهنګیانو ګډون کړی و.
