طالبان: په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله تر ۸زره ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند مرستیال تاج محمد همت وایي، چې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله تر ۸زره ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې، نږدې ۶زره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او څه باندې ۱۸زره څاروي تلف شوي دي.
