طالبان وایي په لوګر کې د کډوالو لپاره دویم ښارګوټی جوړېږي

په لوګر کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس مولوي مطیعالله زاهد خبر ورکړی، چې د دغه ولایت مرکز اړوند د اشنفور په سیمه کې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره دویم ښارګوټی جوړېږي. د هغه په وینا؛ یاد ښارګوټی پر څه باندې ۲زره او ۱۴۳ جریبه ځمکه جوړېږي او د نقشې چارې یې هم پیل شوې دي.
