په بغلان کې د درېیو ولایتونو د کورش لوبغاړو تر منځ سیالۍ ترسره شوې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي، په بغلان کې د کندوز، سمنګان او بغلان د کورش د ۸۰ لوبغاړو تر منځ سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې ۳۰ لوبغاړو د خپلو سیالانو په ماتولو سره د جوایزو وړ وګڼل شول.
