• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر یوه بازار د نایجریا د پوځ د الوتکو په برید کې د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو ویره ښودل شوې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د نایجیریا د پوځ الوتکو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د یوبې ایالت په یوه کلي کې پر بازار برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو وېره ښودل شوې ده. ځايي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وایي چې برید د شنبې په شپه د اسلامي وسلوالو ډلو پر ضد د عملیاتو پرمهال شوی.

د نایجیریا هوايي ځواک ویلي چې په جیللي سیمه کې یې د بوکو حرام وسله‌وال وژلي دي، خو په رسمي اعلامیه کې یې د بازار د هدف ګرځېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه ځواک د نورو پوښتنو ځواب هم نه دی ورکړی.

د سیمې د شورا یو غړي لوان زنا نور ګیدم ویلي چې دا برید د جیللي په بازار کې شوی او د ده په وینا تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. هغه ویلي چې ټپیان د یوبې او بورنو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، درې نورو اوسېدونکو او د یوې نړیوالې بشري مرستندویه ادارې یوه چارواکي هم د دې پېښې او د لوړو تلفاتو احتمال تایید کړی دی.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار: په کار ده چې امریکا او ایران د اوربند په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۲ GMT+۱
اسحاق ډار: په کار ده چې امریکا او ایران د اوربند په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي
100%

د پاکستان په منځکړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، دواړو لوریو خبرې وکړې، خو اوس اړینه ده، چې ټولې خواوې د اوربند په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړې پاتې شي.

ډار ویلي:«پاکستان خپل رول ادا کړی او په راتلونکو ورځو کې به هم د امریکا او د ایران ترمنځ د ښکېلتیا او خبرو اترو اسانتیا لپاره خپل رول ته دوام ورکړي».

ډار ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا او ایران ترمنځ د سختو او رغنده خبرو اترو د څو پړاوونو په منځګړیتوب کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر مهم رول ولوباوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې نن پای ته ورسېدي او د دواړو هېوادونو پلاوي نن د یکشنبې په ورځ بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د خبرو له پای ته رسېدو وروسته د امریکايي پلاوي مشر جي‌ډي وېنس له ایران سره خبرو کې کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی او د ایراني پلاوي مشر باقر قالیباف ویلي، چې امریکا دې د ایران د باور ترلاسه کولو په تړاو پرېکړه وکړي.

امریکا له هرمز تنګي نه د فیس په بدل کې پر تېرېدونکو بیړیو بندیز لګوي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱
امریکا له هرمز تنګي نه د فیس په بدل کې پر تېرېدونکو بیړیو بندیز لګوي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا سمندري ځواک به په هرمز تنګي کې هره هغه بېړۍ ودروي چې د ایران له لوري د لګول شوي فیس په بدل کې د تېرېدو هڅه کوي. نوموړي ویلي، چې ددې پرېکړې پلی کېدل به یوڅه وخت واخلي.

ټرمپ دا څرګندونې په خپل “ټروت سوشل” پاڼه کې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا او ایران د سولې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

ټرمپ وویل چې خبرې “په ښه ډول و شوې او پر ډېری ټکو هوکړه شوې وه”، خو زیاته یې کړه چې دواړو خواوو د ایران د اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړه.

د ټرمپ په وینا، د امریکا سمندري ځواک ته امر شوی چې په نړیوالو اوبو کې هغه ټولې بېړۍ وڅاري او ودروي چې ایران ته فیس ورکوي.

روسیې او اوکراین تر ۳۵۰ زیات بندیان تبادله کړل

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۱
روسیې او اوکراین تر ۳۵۰ زیات بندیان تبادله کړل
100%

اوکراین او روسیې د شنبې په ورځ اعلان وکړ. چې په تازه تبادله کې دواړو خواوو هر یوه ۱۷۵ بندیان له یو بل سره تبادله کړي دي؛ دا ګام د عیسویانو د ایسټر یا اختر په مناسبت اخیستل شوی دی. دواړو لورو همدارنګه له ۳۲ ساعتونو لنډمهاله اوربند سره هم هوکړه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) وویل، چې ۱۷۵ سرتېري او ۷ ملکي اوکراینیان د روسیې له زندانونو خوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. د هغه په وینا، دغه سرتېري د جګړې په بېلابېلو جبهاتو کې وو او ډېری یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په اسارت کې وو.

بل لور ته، د روسیې دفاع وزارت هم ویلي، چې ۱۷۵ سرتېري او ۷ ملکي وګړي یې د اوکراین له اسارته ازاد کړي دي. په دې تبادله کې متحده عربي امارات د منځګړي رول لوبولی دی.

د روسیې او اوکراین جګړه اوس څلورم کال ته داخله شوې ده. د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په مشرۍ د منځګړیتوب هڅو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه‌ده ورکړې او بنسټیز اختلافات، په ځانګړي ډول د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي تضمینونو په اړه، لا هم پر خپل ځای دي.

تر دې دمه دې جګړې لسګونه زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.

سعودي عربستان لومړی عربي هېواد شو چې د «ارتمیس» نړیوال فضایي پروګرام برخه ګرځي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱
سعودي عربستان لومړی عربي هېواد شو چې د «ارتمیس» نړیوال فضایي پروګرام برخه ګرځي
100%

د سعودي عربستان فضایې ادارې اعلان کړی، چې د دغه هېواد «شمس» سپوږمکۍ د «ارتمیس ۲» ماموریت په چوکاټ کې په بریالیتوب سره فضا ته توغول شوې او له هغې سره لومړنۍ اړیکه هم ټینګه شوې ده. له دې سره سعودي لومړی عربي هېواد شو چې د ناسا په مشرۍ په نړیوال فضایي پروګرام «ارتمیس» کې برخه اخلي

«ارتمیس ۲» ماموریت د دې پروګرام دویم پړاو دی، چې د ناسا او نورو همکارو هېوادونو په ګډه ترسره کېږي. د دې ماموریت هدف دا دی، چې له پنځوسو کلونو وروسته بیا انسانان د سپوږمۍ شاوخوا فضا ته ولېږدول شي او د راتلونکو سفرونو لپاره، په ځانګړي ډول مریخ ته د سفر زمینه برابره کړي.

په دې ماموریت کې څلور فضانوردان د «اوریون» په نوم فضايي بېړۍ کې چې د تر ټولو قوي راکټ په وسیله توغول شوې، د سپوږمۍ شاوخوا ګرځېدلي دي. همدارنګه سپوږمکۍ «شمس» هم د دې ماموریت د علمي تجهیزاتو برخه ده.

سپوږمکۍ «شمس» په بیضوي مدار کې د ځمکې له سطحې شاوخوا له ۵۰۰ تر ۷۰ زره کیلومتره لوړوالي کې فعالیت کوي. دا د لمر د فعالیتونو د څارنې او د فضا د هوا د څېړنو لپاره پراخ معلومات برابروي.

د سعودي چارواکي وایي، چې دا لاسته راوړنه د دولت د ملاتړ پایله ده او له ۲۰۳۰ ستراتیژۍ سره سم د یوه سیال اقتصاد د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي

نزار آمیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه غوره شو

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
نزار آمیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه غوره شو
100%

د عراق پارلمان د شنبې په ورځ نزار آمیدي، چې یو کُرد سیاستوال دی د یاد هېواد د نوي ولسمشر په توګه غوره کړ. هغه چې د «کردستان میهني اتحادیې» غړی دی، د سیالۍ په ترڅ کې یې د نورو نوماندانو تر څنګ اوسني بهرنیو چارو وزیر ته چې د «کُردستان ډیموکرات ګوند» له‌خوا نومول شوی هم ماتې ورکړه.

نزار آمیدي د عراق په شمال کې په دهوک ښار کې زېږېدلی او ۵۸ کاله عمر لري. هغه مخکې د چاپېریال وزیر پاتې شوی او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې په بغداد کې د کُردستان میهني اتحادیې د سیاسي دفتر مشري پر غاړه لرله.

آمیدي همدارنګه د دوو پخوانیو ولسمشرانو، جلال طالباني او فواد معصوم د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د عراق د سیاسي دود له‌مخې، لومړی وزیر د شیعه مسلمانانو له منځه، د پارلمان رییس د سُني مسلمانانو له ډلې او ولسمشر د کُردانو له منځه ټاکل کېږي.

د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې، نوی ولسمشر ۱۵ ورځې وخت لري څو د لومړي وزیر د ټاکلو بهیر پیل کړي.

په همدې حال کې، د «شیعه ګانو د چوکاټ» په نوم اېتلاف، چې له ایران سره نږدې ډلې په‌کې شاملې دي، مخکې اعلان کړی وو، چې نوري المالکي به د خپل نوماند په توګه معرفي کړي، خو دا پرېکړه د امریکا له مخالفت سره مخ شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنورۍ میاشت کې خبرداری ورکړی وو، که نوري المالکي لومړی وزیر شي، واشنګټن به له عراق سره خپلې مرستې بندې کړي.

د آمیدي غوراوی په داسې حال کې شوی، چې عراق د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له اغېزو سخت اغېزمن شوی دی. دا هېواد د دغو شخړو په منځ کې پاتې شوی، ځکه چې ایران ته نږدې وسله والو ډلو پر امریکايي اډو، ډیپلوماټیکو تاسیساتو او د انرژۍ پر مهمو زیربناوو بریدونه کړي دي.

په ځواب کې، امریکا او اسراییل هم پر دغو ډلو هوايي بریدونه کړي چې په ځینو مواردو کې د عراق د امنیتي ځواکونو د غړو د وژل کېدو سبب هم شوي دي.

همدارنګه، د روانې جګړې او د ایران له خوا د هُرمز تنګي د تړل کېدو له امله، د عراق د تېلو صادرات چې د دې هېواد د اقتصاد اصلي ستنه ده تر ډېره بریده درېدلي دي.