په کابل کې د ایران سفارت: د مېلک سرحدي دروازه دې د بندرعباس او چابهار په کچه پیاوړې شي

په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی، په کندهار کې د ایران کونسولګرۍ نوي چارسمبالي محمدرضا نفر د سیستان او بلوچستان ولایت له مسوولینو او د مېلک سیمې له ځايي چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د مېلک سرحدي دروازه باید د بندرعباس او چابهار په کچه پیاوړې شي.
